قزاقستان پر یو شمېر غیر حکومتي موسسو لګېدلي تورونه لغو کړل
![قزاقستان پر یو شمېر غیر حکومتي موسسو لګېدلي تورونه لغو کړل](https://gdb.rferl.org/83B19E3E-093B-44C3-8577-EB0AE88ABF23_w800_h450.jpg)
د قزاقستان حکومت پر یو شمېر غیر حکومتي موسسو چې په دې هېواد کې د رسنیو، بشري حقونو او انتخاباتو پر چارو څار کوي لګېدلي تورونه لغو کړل.
حکومت دا اعلان وروسته له هغه وکړ چې د دې پرېکړې پر وړاندې په هېواد کې دننه او بهر اعتراضونه وشول.
د شپږو غیر حکومتي موسسو استازو پرون د فبروري په څلورمه وویل، پر دوی واړه لګېدلي تورونه بېرته اخېستل شوي او هغه پرېکړه چې باید فعالیت یې بند شي او حکومت ته جریمه ورکړي، لغو شوې ده.
په دې ټولنو کې د قزاقستان د بشري حقونو او د قانون د حاکمیت نړیواله بیورو هم شامله ده.
د دې ټولنې مشر ایفګیني ژوفتیس پرون پنجشنبې ازادي راډیو ته وویل چې حکومت خپله دا پرېکړه احتمالاً د کورني او نړیوال فشار په نتیجه کې بېرته اخېستې ده.