کندهار کې غبرګې چاودنې؛ یوې چاودنې ۲ملکیان وژلي
![کندهار کې غبرګې چاودنې؛ یوې چاودنې ۲ملکیان وژلي](https://gdb.rferl.org/7A3BC4CE-9D53-4084-90A3-76B0960A90EE_w800_h450.jpg)
د کندهار ښار په عینو مېنه کې نن جمعه (د سلواغې ۱۷مه) دوه چاودنې وشوې چې په یوه کې دوه ملکي وګړي وژل شوي او درې نور ټپیان دي.
د امنیه قوماندانۍ ویاند جمالناصر بارکزي د یوې چاودنې په اړه ازادي راډیو ته وویل: "د عینو مېنې په دشت سیمه کې د ملکي وګړو پر ټکسي موټر د ماین چاودنه شوې چې په نتیجه کې دوه تنه په شهادت رسېدلي او درې نور ټپیان دي."
ښاغلي بارکزي وویل، په لومړۍ چاودنه کې چاته زیان نه دی اوښتی.
د غورک ولسوال جمعه خان ازادي راډیو ته وویل چې د دې برید هدف دی و.
د دې حملو مسوولیت تراوسه کومې ډلې نه دی منلی.