د فاریاب والي: خواجه سبزپوش کې نښتې ۵ سرتیري وژلي
د فاریاب والي وايي چې په خواجه سبزپوش ولسوالۍ کې له دولتي ځواکونو سره د طالبانو په نښته کې دواړو خواوو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې.
نقیب الله فایق نن جمعه (د سلواغې ۱۷مه) له رسنیو سره په خبرو کې په دې اړه جزئیات ورکړل: "طالبانو زموږ سرتېري غافل کړل. په نتیجه کې د شپږم کنډک د قوماندان په ګډون پنځه سرتېري شهیدان او یو شمېر نور اسیران شول. د طالبانو له خوا هم پنځلس وسله وال مړه او ټپیان شوي دي."
د فاریاب ولایت مطبوعاتي دفتر په یوه خبرپاڼه کې وايي، له دې جګړې وروسته ولسمشر اشرف غني له ښاغلي فایق سره په ټیلیفوني خبرو کې د ټپیانو د پالنې سپارښتنه وکړه په خبرپاڼه کې د ټپي او اسیرو سرتېرو شمېر نه دی یاد شوی.
طالبانو په یوه ویدیويي پیغام کې ادعا کړې چې په جګړه کې یې دولتي ځواکونو ته درنه مرګ ژوبله اړولې او ۱۴ سرتېري یې اسیران کړي دي.