Мы в Telegram
Добавить новость
123ru.net
Pa.azadiradio.com
Апрель
2021

Новости за 15.04.2021

ملګري ملتونه: د کرونا خپرېدو سره سم د نشه يي توکو هم انسان ته زيانونه اړولي

Pa.azadiradio.com 

د ملګرو ملتونو له نشه يي موادو سره د مبارزې ۶۴مه غونډه جوړه شوه. دا غونډه د اپريل د مياشتې پر ۱۲مه نېټه پيل او پر ۱۶مه نېټه پای ته ورسېده. د ملګرو ملتونو له نشه يي موادو او جرمونو سره د مبارزې ادارې رئيسې دې غونډه کې د نړۍ د بېلابېلو هېوادونو له خوا د يوه مشترک مېکانېزم پر جوړېدو ټينګار وکړ، د دې مېکانېزم هدف يې دا وباله چې په دې ډول د بېلابېلو نوېو نشه يي توکو د دودېدو او کارېدو مخه نيول کېدای شي. د دې ادارې مشرې مېرمن ګاډا دې غونډه کې وويل، د کرونا له امله راپيدا شوې بې وزلي او بې کاري د دې... Читать дальше...

ناټو پوځيانو وتل افغانستان کوم لوري ته بيايي؟

Pa.azadiradio.com 

د امريکا جمهورريس جو بايډن د سپینې ماڼۍ د روزوويلټ-ټريټي خونې څخه ، له افغانستان څخه د خپل هېواد د ټولو سرتېرو وتل اعلان کړل.  نژدې شل کاله مخکې له همدې خونې د هغه وخت جمهورريس، جورج ډبليو بوش د ترهګرۍ پرضد د جګړې پيل اعلان کړی و چې پر بنسټ يې پر افغانستان بريد پيل شو. بايډن ويلي، د ۲۰۲۱ م کال د سپتمبر يولسمې نېټې پورې به ټول امريکايي سرتيري له افغانستان څخه ووځي اود امريکا دا تر ټولو اوږد جنګ به پای ته ورسيږي. خو آيا د بهرنيو ځواکونو له وتلو سره به ريښتيا هم افغانستان کې جګړه پای ته ورسېږي؟ په دې راپور کې همدې موضوع ته کتنه شوې.

افغان لیکوال، شنونکی او ملي سوداګر فدامحمد نظري ووژل شو

Pa.azadiradio.com 

افغان لیکوال، شنونکی او ملي سوداګر فدامحمد نظري نامعلومو وسله والو پرون چهارشنبه (د وري ۲۵مه) په خپل کور کې وواژه.  د کابل د امنیه قوماندانۍ ویاند فردوس فرامرز ویلي چې وسله وال کسان تېره شپه دولس بجې د کابل په دهبوري سیمه کې د نظري کور ته ننوتلي او نوموړی یې وژلی دی. د دې وژنې مسوولیت تراوسه چا نه دی منلی، خو پولیس وايي چې په دې اړه یې تحقیقات پیل کړي دي.  نظري چې د فدامحمد خواریکښ په نوم هم پېژندل کېده څو کتابونه لیکلي او د شعرونه یوه چاپي ټولګه هم ترې پاتې ده.



کریم صادق: د کرکټ بورډ غوراوي کمېټه له لوبغاړو 'ډالر او موټر' غواړي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان کرکټ د ملي لوبډلې پخوانی لوبغاړي کريم خان صادق تور پورې کړی چې د افغان کرکټ بورډ د غوراوي کمېټه په لوبډله کې د ځای کولو په  بدل کې له لوبغاړو  ډالر  او موټر غواړي. ښاغلي صادق پر خپله فېسبوک پاڼه د بابر اعظم او ويراټ کوهلي عکسونو خپرولو سره لیکلي، د افغانستان کرکټ به هم داسې توپ وهونکي درلودلای،  خو د غوراوي  کمېټه يې  د مخکې  تګ مخه نيسي. نوموړی زیاتوي، لس کاله دمخه موږ هم داسې بېټسمېنان تیارولی شوای، خو هغه  څه چې زه یې  شاهد یم د غواروي کمېټې غړو له لوبغاړو د دوی د ټاکلو  بدل کې موټر او  ډالر غوښتل او دا چاره لا هم روانه ده. Читать дальше...

له غني او عبدالله سره د بلینکن لیده کاته

Pa.azadiradio.com 

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن نن په یوه نا اعلان کړي سفر کابل ته راغی. ده په جلا غونډو کې له ولسمشر محمد اشرف غني او ملي مصالې د عالي شورا له رییس عبدالله عبدالله سره د سولې د بهیر او له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو په اړه خبرې وکړې. یوه ورځ مخکې تر دې سفر، د امریکا جمهور رییس جو بایډن اعلان وکړ چې ټول امریکايي ځواکونه به د روان کال د سپتمبر تر یوولسمې له افغانستانه وباسي.

د پهلوانۍ نړیوالو سیالیو  لپاره ۱۵ افغان لوبغاړي غوره شول

Pa.azadiradio.com 

په ازبېکستان کې د پهلوانۍ په نړیوالو سیالیو کې د ګډون په هدف ۱۵ افغان لوبغاړي غوره شول. د افغانستان د المپیک د ملي کمېټې غړي مجیب قاري زاده ازادي راډيو ته وویل چې دغه پنځلس افغان لوبغاړي د ۱۵ کلبونو د اتیا لوبغاړو له منځه غوره شوي دي. دی وايي، د غوراوي دغه سیالۍ د میدان وردک د مرکز په ورزشي جمنازیوم کې ترسره شوې. دی وايي،د تخنیکي ستونزو له امله لا هم په ازبېکستان کې د یادو سیالیو د جوړېدو نېټه نه ده روښانه شوې.

د کرکټ 'IPL'سیالۍ؛ ډیلي او راجستان لوبډلې سره لوبیږي

Pa.azadiradio.com 

ټاکل شوې چې د هندوستان 'ای.پي.اېل' سیالیو په اوومه لوبه کې چې نن پنجشنبه (د وري ۲۶مه) ماښام پیلیږي ډیلي او راجستان لوبډلې سره مخامخ شي. دا لوبه نن د افغانستان پر وخت شپږ نیمو بجو پیلېږي. په روانو سیالیو کې راجستان خپله لومړۍ لوبه بایللې، خو ډیلي لوبډلې بیا ګټلې ده. د دی سیالیو د تېرې شپې په لوبه کې بنګلور رایل چلېنجرز لوبډلې د سن رایزرس حیدراباد لوبډلې ته د شپږو منډو په توپیر ماتې ورکړه. دا په دې سیالیو کې د سنرایزرس لوبډلې دوهمه پرله پسې ماتې ده. که څه هم افغان کرکټر راشد خان د خپلې لوبډلې... Читать дальше...

فواید عامې وزارت: راتلونکو ۳ میاشتو کې ۱۲ پروژې پای ته رسیږي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د فواید عامې وزارت په راتلونکو درېیو میاشتو کې پر یو شمېر لویو رغنیزو پروژو د کار د پای ته رسېدو خبر ورکوي.  د دې وزارت مرستیال ویاند اشرف حق شناس ازادي راډیو ته وویل، چې د کابل د حلقوي سړک او د کابل- لوګر، شبرغان- سرپل او د شورابک- سپین بولدک د لویو لارو په ګډون دولس پروژې په دې پلان کې شاملې دي چې لګښت یې ۲۱،۷ میلیارد افغانیو ته رسېږي.  ښاغلی حق شناس وايي، په دې پروژو کې د ځینو چارې بشپړې شوي او د ځینو نورو تر کار لاندې دي چې هغه به هم په درېیو میاشتو کې بشپړې شي.



د امریکایي ځواکونو وتل؛ "افغان ځواکونه په پوځي او تخنیکي لحاظ په ځان بسیا دي"

Pa.azadiradio.com 

له میاشتو انتظار وروسته بالاخره امریکا او ناټو له افغانستانه د خپلو پوځونو د وتل پرمهالوېش د تأیید مهر ولګاوه.  ‎د امریکا او طالبانو ترمنځ د دوحې د سولې تړون له مخې بهرني ځواکونو باید د روان میلادي کال د مې میاشتې تر لومړۍ نېټې وتلي وای، خو د جو بایډن په مشرۍ د امریکا نوي حکومت له میاشتو انتظار وروسته پرون چهارشنبه (د وري ۲۵مه) اعلان وکړ چې د مې میاشتې له لومړۍ نېټې به له افغانستانه د دوی د ځواکونو وتل پیل شي او د روان کال تر سپټمبر ۱۱مې به بشپړ شي.  ‎ناټو هم د امریکا د دغې پرېکړې له هرکلي... Читать дальше...

له افغانستانه د امریکايي سرتیرو وتل؛ طالبان: امریکا د دوحې تړون مات کړ

Pa.azadiradio.com 

طالبانو د امریکا او ناټو د هغې پرېکړې په اړه غبرګون وښود چې د روان کال د مې له لومړۍ نېټې د سېپټمبر تر ۱۱مې به خپل ټول ځواکونه بې له کوم قید و شرطه له افغانستان وباسي.  دې ډلې په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې که څه هم د بهرنیو عسکرو د وتل یو ښه ګام بللی، خو زیاتوي؛ امریکا په دې پرېکړې سره د دوحې تړون مات کړی دی.  د طالبانو په خبرپاڼه کې زیاته شوې، دوی تر اوسه دا هوکړه عملي کړې، خو د امریکا نوې پرېکړه به د دوی وسله‌والو ته د هر ډول اقدام لار پرانېزي.   دا ډله پر نړیوالې ټولنې او ملګرو ملتونو غږ کوي... Читать дальше...

ګراهام: له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د ایستلو پرېکړه ناسمه ده

Pa.azadiradio.com 

امریکايي سناتور لینډسي ګراهام له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د ایستلو برخه کې د ولسمشر جو بایډن پرېکړه ناسمه بللې ده.  جمهوريپال ګراهام چې په تېرو شلو کلونو کې د افغانستان په مسایلو کې پرون چهارشنبه (د وري ۲۵مه) په یوه خبري غونډه کې وویل، له افغانستانه د امریکايي ځواکونو ایستل د هغې بیمې فسخ کول دي چې د ۲۰۰۱ میلادي کال د سېپټمبر په ۱۱ مه نېټه پر متحدو ایالاتونو د بلې تروریستي حملې مخه یې نیوله.  ښاغلي ګراهام زیاته کړه چې پر طالبانو باور نه شي کېدای: "طالبان له القاعده او داعش سره توپیر لري. Читать дальше...

ویانا کې د ایران د اټمي موافقې د احیا کولو په اړه خبرې بیا پیلیږي

Pa.azadiradio.com 

په پام کې ده چې د ایران د اټمي موافقې د احیا کولو په اړه خبرې نن پنجشنبه(د وري ۲۶مه) بیا د اتریش په پلازمېنه ویانا کې پیل شي.  د ایران او د ۲۰۱۵ میلادي کال د اټمي موافقې د نور لاسلیک کوونکو هېوادونو بریتانیا، فرانسې، جرمني، چین او روسیې استازو تېره اوونۍ هم غونډه وکړه. د دې غونډې ګډونوالو دا خبرې رغنده بللې وې.  نننۍ خبرې داسې مهال پیلېږي چې د ایران د اټمي پروګرام په اړوند نوې ستونزې رابرسېره شوې دي ایران وړمه ورځ اعلان وکړ چې د نظنز په اټمي تأسیساتو کې د برېښنا د پرچاوۍ په غبرګون کې د یورانیمو د غني کولو بهیر چټکوي. Читать дальше...

خوستوال: د تاریخي ابدو تر څنګ دې تفریحي سیمې هم جوړې شي

Pa.azadiradio.com 

د خوست اوسېدونکي وايي، د دې لپاره چې په دې ولایت کې د سیلګرۍ فرهنګ پرمختیا وکړي، نو د دې ولایت د تاریخي سیمو ترڅنګ دې تفریحي ځایونه جوړ شي. یادې غوښتنې یو شمېر هغو کسانو ازادي راډیو سره شریکې کړې چې د شاه اسماعیل د رغول شوي لرغونې ابدې کتنې ته ورغلي وو. دوی د حکومت دا قدام وستایه چې د دې ولایت دا دوه نیم سوه کلنه تاریخي ابده يې په اساسي توګه ورغوله، خو ويې ویل، د تاریخي ابدې تر څنګ د سیاحینو لپاره د ناستې هېڅ ځای نه دی جوړ شوی: "نوم مې سپین غر دی، د لکڼو سیمې اوسیدونکی یم، دغه منطقه تاریخي... Читать дальше...

بلېنکن: که طالبان کورنۍ جګړې ته لمن ووهي، غوښتنې به يې ونه منل شي

Pa.azadiradio.com 

له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د ایستلو په اړه د امریکا د متحده ایالاتو د ولسمشر جوبایډن له اعلان وروسته کابل ته د دې هېواد د بهرنیو چارو د وزیر انتوني بلېنکن ناڅاپ سفر د پنجشنبې (د وري ۲۶مه) په ورځ ترسره شو.  نوموړي له افغان ولسمشر محمد اشرف غني او د ملي مصالحې د عالي شورا د رئیس عبدالله عبدالله سره تر لیدنې وروسته د امریکا په سفارت کې په یوه خبري غونډه کې وویل، که طالبان په امریکايي ځواکونو د حملې هڅه وکړي سخت ځواب به ورکړل شي.  دی وايي، د افغانستان جګړه پوځي حل لاره نه لري او  ټینګار یې وکړ چې طالبان باید سیاسي حل لاره رد نه کړي. Читать дальше...

کونړ کې د استاد فیض الله د ښوونځي له دیوالونو د زده کوونکو ویره

Pa.azadiradio.com 

هغه ښوونځی چې زده کوونکي يې له زړو دیوالونو وېره لري.   د استاد فیض الله ښوونځی ۳۰ کاله وړاندې د کونړ ولایت په څوکۍ ولسوالۍ کې جوړ شوی و. دا ودانۍ اوس نیمه ویجاړه ده او زده کوونکي د دیوالونو د راپرېوتو له ویرې د ښوونځي په انګړ کې تر شنه اسمان لاندې زده کړې کوي. دا ښوونځی په افغانستان کې د سلګونو نورو ښوونځیو بېلګه ده چې ودانۍ نه لري او زده کوونکي يې په ازاده فضا کې زده کړې کوي. نور په دې راپور کې وګورئ او خپلو ملګرو سره یې هم شریک کړئ:

له افغانستان د بهرني ځواکونو د وتلو په اړه د عامو افغانانو غبرګون څه دی؟

Pa.azadiradio.com 

له افغانستان نه د امریکایي ځواکونو د وتلو په اړه د ولسي افغانانو بېلابېل لیدلوري! ‎وروسته له هغه چې د امریکا جمهور رئیس جو بایډن له افغانستان نه د امریکایي ځواکونو د وتلو نېټه اعلان کړه، یو شمېر کابل ښاریان د دغې پرېکړې په اړه بېلابېل نظرونه لري. ‎جو بایډن پرېکړه کړې چې د روان میلادي کال د مې له لومړۍ نېټې به د خپلو ځواکونو ایستل پیل او د سپټمبر په ۱۱مه به په بشپړ ‌‌‌‌‌‌ډول امریکایي ځواکونه له افغانستان نه وباسي. ‎یو شمېر افغانان وایي د بهرنیو ځواکونو په وتلو سره به هېواد ته سوله راشي، خو ځیني... Читать дальше...

ولې نوې کوژده شوې نجونې د هلک له کورنۍ د نور دودونو ترڅنګ روژه ماتی هم غواړي؟

Pa.azadiradio.com 

د ازادي راډیو د «کورکلي» اوونیزه خپرونه کې په دې موضوع بحث شوی چې ولې نوې کوژده شوی نجونې د هلک له کورنۍ څخه د نور دودونو ترڅنګ روژه ماتی هم غواړي؟ دغه کار د کورنيو په اقتصاد څومره بد اغېز پرېباسي؟ او څنګه کولای شو چې په کورنیو کې د دغه بې‌ځایه مصارفو مخنیوی وکړو؟ نن همدا موضوع راسپړو چې په راپور که به‌یې په عواملو، ستونزو او حل‌لارو بحث وشي او په پای کې به د داسې کورنۍ سره مرکه واورئ چې دې بې‌ځایه مصارفو ته‌یې نه ویلي دي. دا خپرونه د ازادي راډیو خبریالې مریم توخي جوړه کړې چې د لاندې لېنک په کېکاږلو سره‌یې اورېدلی شئ... Читать дальше...

بایډن او مېرکل: د اوکراین سرحد اوږدو کې د روسي ځواکونو کمول به کړکېچ کم کړي

Pa.azadiradio.com 

د امریکا ولسمشر جو بایډن او د جرمني صدراعظمې انګلا مېرکل موافقه کړې چې د اوکراین د سرحد په اوږدو کې د روسیې د پوځي ځواکونو کمول به په سیمه کې د کړکېچ له کمېدو سره مرسته وکړي.  د جرمني د حکومت ویاند ستیفن زایبرت پرون د مېرکل او بایډن له ټیلیفوني خبرو وروسته وویل، دواړو مشرانو تأیید کړه چې د وضعیت د عادي کولو لپاره په‌کار ده له روسیې غوښتنه وشي چې د خپلو اضافي ځواکونو شمېر کم کړي.  پرون د اپرېل په ۱۴مه د امریکا دفاع وزیر روسیې ته خبرداری ورکړ چې په سیمه کې له پارونو لاس واخلي. لوېد استین د امریکا... Читать дальше...

سوداګر: پکتیا کې لا هم د صنعتي پارک د جوړېدو او وېش چارې په ټپه ولاړې دي

Pa.azadiradio.com 

په پکتیا کې له نږدې یوې لسیزې وروسته لا هم د صنعتي پارک د جوړېدو او وېش چارې په ټپه ولاړې دي. د پکتیا سوداګر او پانګه وال وایي، له څو ځلي ژمنو سره- سره مرکزي او ځایي ادارې لا هم د صنعتي ښار ګوټي په جوړېدو او دوی ته د ځمکې په ورکړې نه دي بریالي شوي. صدیق خان اووه کاله وړاندې په پکتیا کې د رخت جوړولو فابریکه جوړه کړه وایي، د صنعتي پارک د نه جوړېدو او په ښار کې د افغاني توکو لپاره د مارکېټ د نشتوالي له امله په ډېرو ستونزو اوسنی کار پرمخ بیایي. ښاغلی خان وايي: "د صنعتي پارک وعده یې کړې، خو تر اوسه... Читать дальше...


Музыкальные новости
Концерт

Концерт волынщиков в музее П.И. Чайковского





Персональные новости
#123ru.net

Воскресшего Иисуса могут дополнительно установить в церквях, вместо черепа.





امریکا پر یو شمېر روسي ادارو او چارواکو 'بندیزونه' لګوي

Pa.azadiradio.com 

د امریکا متحده ایالات غواړي چې له نن څخه پر یو شمېر روسي چارواکو او ادارو بندیزونه اعلان کړي.  روېټرز خبري اژانس او بلومبرګ د نامعلومو سرچینو په قول ویلي چې پر شاوخوا ۳۰ روسي ادارو به په دې خاطر بندیزونه ولګول شي چې تېر کال‌یې د امریکا حکومت یا شرکتونو د کمپیوټرونو په شبکې کې مداخله کړې یا هک کړي او د امریکا په انتخاباتو کې یې لاسوهنه کړې ده. په دې بندیزونو کې د روسيې د استخباراتي چارواکو په ګډون شاوخوا ۳۰ ادارې هم شاملې دي. د بندیزونو پر اساس به شاوخوا ۱۰ تنه روسي مأمورین او ډیپلوماتان د امریکا له خاورې وایستل شي. Читать дальше...

ناټو: له افغانستانه د ځواکونو ایستل به د مې له لومړۍ نېټې پیل کړو

Pa.azadiradio.com 

ناټو اعلان کړی چې له افغانستانه د غوڅ ملاتړ مأموریت د ځواکونو ایستل به د مې په لومړۍ نېټه پیل او د سپټمبر په ۱۱مه نېټه بشپړ کړي.  دا اعلان په هغه اعلامیه کې شوی چې ناټو تېره شپه خپره کړه.  پرون له دې مخکې د امریکا ولسمشر جو بایډن اعلان وکړ چې له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د وتلو بهیر به د سږني کال د مې په لومړۍ نېټه پیل او د سپټمبر په ۱۱مه نېټه بشپړ شي.  ناټو هم په خپله اعلامیه کې طالبانو ته د بایډن خبرداری تکرار کړی او ویلي یې دي چې که طالبان د دې ټلوالې پر سرتېرو د وتلو پر مهال برید وکړي، نو ځواب به‌یې د ځواک په کارولو ورکړي. Читать дальше...

تېر کال افغانستان کې ۷۴ زره مټریک ټنه مالوچ تولید شوي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستات کرنې او مالدارۍ وزارت وایي، په ۱۳۹۹ کال کې د هېواد په کچه ۷۴ زره مټریک ټنه مالوچ تولید شوي دي. په ۱۳۹۸ لمریز کال بیا دا کچه ۷۳ زره مټریک ټنو ته رسېده.  د کرنې او مالدارۍ وزارت ویاند اکبر رستمي ازادي راډیو ته وویل، سږ کال په بلخ ولایت کې څه باندې ۲۸ زره ټنه مالوچ تولید شول چې تر نورو ولایتونو يې کچه لوړه وه.  د هغه په خبره هلمند، کندز، نیمروز، تخار، جوزجان او بغلان نور هغه ولایتونه دي چې د مالوچو د تولید له اړخه مهم بلل کېږي.  مالوچ د صنعتي نباتاتو له ډلې دی چې په سیمه‌ییزه او نړیواله کچه ښه بازار لري.

وسله‌والو طالبانو د غزني قره‌باغ ولسوالۍ پر مرکز برید کړی

Pa.azadiradio.com 

د سې شنبې او چهارشنبې په منځنۍ شپه وسله‌والو طالبانو د غزني ولایت د قره‌باغ ولسوالۍ پر مرکز برید وکړ چې د تېرې شپې تر ناوخته‌یې دوام درلود. د یادې ولسوالۍ سرپرست امنیه قوماندان وايي، دغه جګړه د شپې ۱۰:۴۵ دقیقې پیل شوه. رمضان ځیرک تېره شپه ناوخته ازادي راډیو ته وویل، وسله‌وال طالبان اوس هم د ښار ځینو برخو کې شتون لري او پر امنیتي ځواکونو د لیزري وسلو بریدونه کوي. رمضان ځیرک زیاتوي، که مرکزي دولت له دوی سره د هوايي ځواک مرسته ونه‌کړي، جګړه به ستونزمنه او دغه ولسوالۍ به سقوط شي. رمضان ځیرک وايي... Читать дальше...

امریکا پر یو شمېر روسي چارواکو او ادارو بندیزونه لګوي

Pa.azadiradio.com 

په پام کې ده چې د امریکا متحده ایالات نن پر یو شمېر روسي چارواکو او ادارو بندیزونه ولګوي. روېټرز او بلومبورګ د ځینو سرچینو له قوله چې هویت‌یې نه‌دی په ډاګه شوی، ویلي، دغه بندیزونه به پر شاخوا ۳۰ هغو ادارو ولګول شي چې تېر کال د امریکا په انتخاباتو کې د لاسوهنې یا د امریکا د حکومت او لویو شرکتونو د کمپیوټرونو په هک کولو تورنې شوي. په دغو بندیزونو کې به دغه‌راز د استخباراتي چارواکو په ګډون شاوخوا ۱۰ تنه هم په نښه شي.  د راپورونو له مخې تمه ده چې په دغه اقدام کې به ۱۰ روسي چارواکي او ډیپلوماتان هم له دې هېواده وایستل شي. Читать дальше...

د امریکا روغتیایي ډله: پر جانسن انډ جانسن واکسین نورې څېړنې ته اړتیا ده

Pa.azadiradio.com 

د امریکا هغه روغتیایي مشورتي ډله چې د 'کووېډ-۱۹' په وړاندې یو شمېر کسانو ته د جانسن انډ جانسن د ورکړل شوي واکسین په اړه چې ایا هغه د وینې د غوټه کېدو سبب شوی که نه، څېړنه کوي، وایي مخکې له دې چې په دې اړه پرېکړه وکړي، نورې څیړنې ته اړتیا لري.  د دغې ډلې دا پرېکړه چې پرون چهارشنبه‌یې کړې، دا معنی لري چې په متحده ایالاتو کې به د جانسن انډ جانسن د واکسین بهیر ځنډول کېږي.  د امریکا دغې روغتیایي مشورتي ډلې دغه پرېکړه په یوه بېړنۍ غونډه کې یوه ورځ وروسته له هغې وکړه چې د امریکا د درملو د تنظیم ادارې... Читать дальше...

Спорт в России и мире
Москва

Чья компания сильнее всех?


Загрузка...

Все новости спорта сегодня


Новости тенниса
Ролан Гаррос

Фалей уступила в квалификации открытого чемпионата Франции по теннису


Загрузка...


123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.


Загрузка...

Загрузка...

Экология в России и мире
Москва

Более 600 деревьев высадили в дендропарке Ногинска





Путин в России и мире
Москва

Кадыров заявил, что встретился с Путиным в Москве и пригласил его в Чечню


Лукашенко в Беларуси и мире



123ru.netмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

123ru.net — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.





Зеленский в Украине и мире
Киев

Зеленский объяснил, почему не хочет приглашать РФ на «саммит мира»


Навальный в России и мире


Здоровье в России и мире


Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России






Загрузка...

Загрузка...



Тимати

Мать рэпера Тимати Симона Юнусова назвала его девушку хорошей



Москва

Суд постановил! Экс-фигурант дела Давидыча должен выплатить блогеру 7 миллионов рублей?

Друзья 123ru.net


Информационные партнёры 123ru.net



Спонсоры 123ru.net