ناټو پوځيانو وتل افغانستان کوم لوري ته بيايي؟
![ناټو پوځيانو وتل افغانستان کوم لوري ته بيايي؟](https://gdb.rferl.org/ff1ba8fb-3633-4b82-96e1-5ff739b3ac14_tv_w800_h450.jpg)
د امريکا جمهورريس جو بايډن د سپینې ماڼۍ د روزوويلټ-ټريټي خونې څخه ، له افغانستان څخه د خپل هېواد د ټولو سرتېرو وتل اعلان کړل. نژدې شل کاله مخکې له همدې خونې د هغه وخت جمهورريس، جورج ډبليو بوش د ترهګرۍ پرضد د جګړې پيل اعلان کړی و چې پر بنسټ يې پر افغانستان بريد پيل شو.
بايډن ويلي، د ۲۰۲۱ م کال د سپتمبر يولسمې نېټې پورې به ټول امريکايي سرتيري له افغانستان څخه ووځي اود امريکا دا تر ټولو اوږد جنګ به پای ته ورسيږي.
خو آيا د بهرنيو ځواکونو له وتلو سره به ريښتيا هم افغانستان کې جګړه پای ته ورسېږي؟ په دې راپور کې همدې موضوع ته کتنه شوې.