په کابل کې د امریکا سفارت شارژدافیر د یوې امریکایي ډیپلوماتې او پنځو نورو کسانو د وژنې د اتم تلین په پوره کېدو سره ویلي چې دا وژنې نههېرېږي.
راس وېلسن دا خبره په ټوېټ کې کړې ده.
هغه لیکلي: "د ۲۰۱۳ کال د اپرېل په شپږمه د امریکا یوه وتلې ډیپلوماته ان سمېډینګاف د زابل په مرکز کلات کې له پنځو نورو کسانو سره په داسې حال کې ووژل شوه چې د زابل ماشومانو تهیې د ښوونځیو کتابونه وروړل."
شارژدافیر راس وېلسن ویلي موږ دا وژنې او هم له افغانانو سره د مرستې هوډ له یاده نهباسو.
وېلسن په خپلو ټويټونو... Читать дальше...
په پاکستان کې له "يو مليون څخه زیاتو کسانو ته د کرونا ضد واکسين لګېدلی".
دا خبره د پاکستان د پلان وزیر اسد عمر نن په خپل ټویټر لیکلې ده.
هغه ویلي یوازې پرون ۷۶ زره کسان واکسین شوي.
د اسد عمر په خبره تر اوسه پورې له دوو ملیونو زیاتو خلکو د واکسین د لګولو لپاره ځانونه راجستر کړي دي.
پاکستان اوسمهال له چينه ورغلي سينوفارم واکسين کاروي چې د درېیو اوونیو په فاصله کې د دوو ستنو په وهلو سره پوره کېږي.
په همدې حال کې د جانز هاپکنز پوهنتون د شمېرو له مخې په پاکستان کې د اپرېل تر شپږمې پورې نږدې اووه لکه کسان (۶۹،۶۰۰۰) په دې وبا اخته شوي.
په کوسوو کې د بشري حقونو یوې فعالې وصفیه کراس نیکي ګوډمن چې د جګړې پر مهال د جنسي تېري قرباني شوې، په دې وروستیو کې د دې هېواد پارلمان ته لاره پیدا کړه.
ګوډمن د فبروري میاشتې د ۱۴مې په انتخاباتو کې د دې هېواد په پارلمان کې څوکۍ خپله کړه. دا وايي چې د جنسي تېري د نورو قربانیانو د عدالت لپاره به مبارزه وکړي.
اغلې ګوډمن زیاتوي: "پوهېږئ زما لومړنی کار به د عدالت غوښتنه وي. غواړم د کوسوو د جګړې د ټولو قربانیانو لپاره عدالت تأمین شي او له هغوی سره په پرمختګ کې مرسته وکړم. زه دا هم غواړم چې دا د ننګ... Читать дальше...
د پلان شویو وژنو په دوام، اوس پر مخکېنيو دولتي کارکوونکو او ټیټ رتبه پوځیانو هم حملې ډېرې شوې دي.
په دې وروستیو کې د اردو په کورناستی یو افسر د کابل ښار په ۱۲مه ناحیه کې د ناپېژانده وسلهوالو لهخوا ووژل شو.
د کورنیو چارو وزارت د داشان پېښو دوام د طالبانو کار ګني وايي، هغوی د جګړې په ډګر کې له افغان امنیتي ځواکونو سره د مخامخ جنګ توان له لاسه ورکړی او د خلکو ترور کولو تهیې مخه کړې ده.
د دغه وزارت د ویاند مرستیال احمد ضیا ضیا ازادي راډیو ته وویل: "طالبانو د جنګ په میدان کې ماتې خوړلې او درانه تلفات وراوښتي دي. Читать дальше...
د پسرلي په راتګ سره او د ونو د ګلانو په غوړېدو سره د دغو ښارونو فضا تر پخوا رنګينه کېږي. د امریکا پلازمېنه واشنګټن او د جاپان پلازمېنه توکيو په دې فصل کې د ګيلاس ګل په نوم د يوې مېلې کوربانه وي. خو د کرونا ويروس خپرېدو دغه جشن کمرنګه کړی. نور په دې راپور کې
د عراق په بصرې ولایت کې یوشمېر ښځې چمتو شوي چې له ګواښونو سره سره د اوسیدو سیمې له ماینونو پاکې کړي.
دغلته د ماین پاکانو نورې ډلې هم شته، خو اوس د لومړي ځل لپاره داسې یوه ډله دې چارې ته رزول شوې چې ټولې ښځې په کې دي.
نور په دې وېډیو کې وګورئ او له خپلو ملګرو سره یې شریکه کړی
افغان چارواکو او سیاسیونو نن په ارګ کې د سولې د لارې د نقشې (طرحې) په اړه ناسته کړې.
د افغانستان جمهوري ریاست وايي، ولسمشر غني نن په ارګ کې په يوه غونډه کې د سولې د لارې نقشه په څرګند ډول روښانه او تشرېح کړه.
د جمهور رئیس مرستیال ویاندې فاطمه مورچل نن سې شنبه «۱۴۰۰ کال د وري ۱۷» ازادي راډيو ته وویل، د دې ناستې جزئیات به ډېر ژر د رسنیو له لارې خپاره شي.
اغلې مورچل زیاتوي: "د جمهور رئیس به مشرۍ نن په ارګ کې ناسته ترسره شوه، په دې ناسته کې جمهور رئیس د سولې د لارې نقشه په ډېر واضح ډول تشرېح کړه،... Читать дальше...
اروپايي ټولنې له افغانستان سره د پورونو د پرې کولو په هدف د نږدې درېيو میلیونو یورو مرسته اعلان کړه.
په کابل کې د دې ټولنې د استازولۍ دفتر نن سې شنبه (د وري ۱۷مه) په یوه اعلامیه کې لیکلي چې دا ۲ میلیون او نهه لکه یورو مرسته د پورونو د کمېدو په هدف شوي، څو د پایداره پرمختګ د اهدافو د ترلاسه کولو لپاره د افغانستان لاس نیوی وشي.
د اروپايي ټولنې د استازولۍ د شارژدافیر ارنوټ پاوېلس په حواله راغلي، نننۍ مرسته د افغانستان لپاره یو ښه زیری دی ځکه د کووېډ- ۱۹ ناورین په منځ کې به د ټولنیزو، روغتیايي... Читать дальше...
د روسیې د ډاکټرانو ټولنې د الکسي ناوالنۍ د اړینې درملنې غوښتنه کړې ده.
دا وروسته له هغه چې ناوالنۍ دوشنبه خبر ورکړ چې په زندان کې سخت ټوخې او تبې نیولی دی.
د تازه راپورونو له مخې ناوالنۍ د زندان روغتون ته د درملنې لپاره وړل شوی.
د روسیې د ډاکټرانو د ټولنې مرستیال سرګي ریابکوف د ازادې اروپا کرنټ تایم ټلوېزیون ته ویلي چې د زندان ډاکټران لازم وسایل او تجهیزات په واک کې نه لري.
الکسي ناوالنۍ بیا په خپل انسټاګرام لیکلي سره له دې چې تبه یې زیاته ده او اته دېرشو درجو ته رسیږي، خو خپل غذایي اعتصاب به جاري ساتي. Читать дальше...
په پکتیا کې د ۱۵،۹ میلیونه افغانیو په لګښت د 'چراغ ژورې' او 'تېرې کوتل' په نومونو د دوه چېک ډېمونو چارې بشپړې شوې.
د پکتیا والي محمد حلیم فدایي وایي، د دې چېک ډېمونو په بشپړېدو سره به د موسمي سیلابونو څخه د کرنیزو ځمکو د تخریب مخنیوی وشي او ترڅنګ به یې د اوبو د مدیریت، د کرنیزو ځمکو خړوبېدا او د ځمکې لاندې د اوبو سطحه لوړه شي.
دی وایي، دواړه چېک ډېمونه به ۱۶۰ هکټاره ځمکه خړوبه کړي: "د ولسمشر یو اساسي برنامه ده، څو د اوبو د ضایعه کېدو مخه ونیول شي او خلک ترې په کرنه کې استفاده وکړي او دواړې پروژې... Читать дальше...
د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف د منځنۍ اسیا هېوادونو ته تللې او د افغانستان د سولې او ثبات په اړه هم غږیږي.
د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې لیکلي چې ښاغلي ظریف دوشنبه مازیګر د ازبېکستان له ولسمشر شوکت میرضیایف او بهرنیو چارو وزیر عبدالعزیز کاملوف سره وکتل.
د راپورونو له مخې کاملوف او ظریف دې ناسته کې د افغان سولې د ټينګښت په هدف د همکاریو په چټکولو ټینګار کړی دی.
تمه ده چې ښاغلی ظریف له دې وروسته د قرغزستان، قزاقستان او ترکمنستان هېوادونو ته هم سفر وکړي.
يوې انګلیسۍ ښځې چې د دریو اوونیو په توپیر دوه واره حامله شوې وه غبرګ ماشومان زېږولي.
۳۹ کلنې رېبېکا رابرټز پر انسټاګرام پاڼې د خپلو ماشومانو په اړه معلومات ورکړي چې د ګڼو خلکو او رسنيو پام يې جلب کړى دى.
هغې ويلي، کله د حاملګۍ په دوو لومړنيو معاينو 'سونوګرافي' کې يو ماشوم ښکارېده، خو په دولسمه اوونۍ کې ورته وويل شول چې دوه ماشومان لري: "زه رېبېکا یم. د نوحا او روزلي مور یم. دلته راغلې یم چې د مضاعفې یا دوه واري حاملګۍ په اړه وغږېږم ځکه خلکو رانه پوښتنې کولې. زه حامله شوم په داسې حال کې چې وار دمخه مې یو بل ماشوم په نس و. Читать дальше...
د اروپايي ټولنې دوه جګپوړي چارواکي له ترکیې سره د اروپايي ټولنې د اړیکو د ښه کولو د هڅو په ترڅ کې انقرې ته ځي.
د اروپايي شورا رئیس شارل مېشل او د اروپايي کمېسیون مشره اورزولا فون دیرلاین به نن سې شنبه (د وري ۱۷مه) په انقره کې له ولسمشر رجب طیب اردوغان سره وګوري او د انقرې لپاره د اقتصادي او ډیپلوماټیکو لاسته راوړنو د لرلید په اړه خبرې وکړې.
دا لیدنه د ترکیې او اروپايي ټولنې ترمنځ د غیرقانوني کډوالو او ځینو نورو مسایلو پر سر له څو کلونو اختلاف وروسته د اړیکو د ښه کولو هڅه ده.
د اروپايي... Читать дальше...
د افغانستان د مالیې وزارت وايي، په لومړي ځل په ګمرکونو کې د بیو ټاکنې پروسه برېښنایي شوه.
د دغه وزارت ویاند محمد رفیع تابع نن سې شنبه(د وري ۱۷مه) ازدي راډیو ته وویل چې دا چاره د مالیې وزارت سرپرست محمد خالد پاینده له لوري په لومړي وار د ننګرهار په ګمرک کې په رسمي توګه پرانېسته شوه.
ښاغلی تابع وايي، په ګمرکونو کې د بیو ټاکنه مهمه برخه ده چې له دې وړاندې دغه برخه په ۱۲ پړاوونو کې په کاغذي بڼه ترسره کېدله چې دوه یا درېیو ورځو وخت یې نیوه او اوس دغه پروسه یوازې څو ساعتونو وخت ته اړتیا لري.... Читать дальше...
د اروپايي ټولنې دوه جګپوړي چارواکي له ترکیې سره د اروپايي ټولنې د اړیکو د ښه کولو د هڅو په ترڅ کې انقرې ته ځي.
د اروپايي شورا رئیس شارل مایکل او د اروپايي کمېسیون مشر اورزولا وان دیرلاین به نن سې شنبه(د وري ۱۷مه) په انقره کې له ولسمشر رجب طیب اردوغان سره وګوري.
دا لیدنه د ترکیې او اروپايي ټولنې ترمنځ د غیرقانوني کډوالو او ځینو نورو مسایلو پر سر له څو کلونو اختلاف وروسته د اړیکو د ښه کولو هڅه ده.
د اروپايي ټولنې مشرانو تېره میاشت له ترکیې سره د همکاریو د بیا پیل پر یوه پلان موافقه وکړه، خو... Читать дальше...
د ننګرهار سیمه ییز چارواکي ادعا کوي چې افغان ځواکونو تېره شپه په خوګیاڼو ولسوالۍ کې نهه تنه وسله وال طالبان وژلي او څلور نور یې ټپیان کړي دي.
د ننګرهار ولایت رسنیو څانګې نن سې شنبه (د وري ۱۷مه) په یوه بیان کې وویل چې طالبانو ته دا مرګ ژوبله د خوګیاڼو په نکړخېلو سیمه کې د افغان ځواکونو په ځوابي حملو کې اوښتې ده.
بیان زیاتوي چې په نښته کې دوه افغان سرتېري هم برسېرن ټپیان شوي دي.
طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
امریکايي چارواکي وايي، له ایران سره د ۲۰۱۵میلادي کال د اټمي موافقې د احیا په اړه خبرې به ستونزمنې وي او د سمدستي پرمختګ احتمال نه ورته ښکاري.
په پام کې ده چې نن سې شنبه (د وري ۱۷مه) د لومړي ځل لپاره د اروپايي هېوادونو په منځګړتوب د ایران د اټمي موافقې په اړه په ویانا کې خبرې پیل شي.
د اروپايي هېوادونو په منځګړتوب په نننیو خبرو کې به د امریکايي پلاوي مشري د ایران لپاره د امریکا ځانګړی استازی راب مالي کوي او د دې موافقې د نورو لاسلیک کوونکو هېوادونو- بریتانیا، فرانسې، چین، جرمني، روسیې او ایران ډیپلوماتان به هم ګډون په کې وکړي. Читать дальше...
کابل چاپ نننیو ورځپانو په خپلو ګڼو کې د ترکیې استانبول ناستې ته د چمتوالي او د دغې ناستې د احتمالي ځنډېدا په اړه لیکنې او تبصرې کړي دي.
هشت صبح
هشت صبح ورځپاڼې لیکلي، ټاکل شوې چې د ترکیې استانبول ناسته د اپرېل په ۱۶ مه جوړه شي، خو احتمال هم شته چې دغه ناسته په يادې نېټې ترسره نه شي.
د ورځپاڼې د معلوماتو له مخې طالبانو تر اوسه په غوڅ ډول په یادې نېټې په ناسته کې د ګډون په اړه څه نه دي ویلي او له څو ورځو راهیسې په دې اړه د دوی ترمنځ خبرې روانې دي، خو لا وروستۍ پرېکړې ته نه دي رسېدلي.
په سرمقاله... Читать дальше...
د امریکا د میناسوټا ایالت د مینیاپولیس ښار د پولیسو مشر منلې چې هغه افسر چې د تورپوستي جورج فلوېډ د وژنې په قضیه کې یې محاکمه روانه ده د فلوېډ پر اورمېږ د زنګون په ایښودو سره د دې ادارې له مقرراتو او اخلاقي اصولو سرغړونه کړې ده.
د تېر ۲۰۲۰ میلادي کال په مې میاشت کې د مینیا پولیس د پولیسو سپین پوستي افسر دیریک چاوفین Derek Chauvin د فلوېډ د نیولو پر مهال خپل زنګون د نهو دقیقو لپاره د هغه پر اورمېږ کېښود چې په نتیجه کې یې وروسته فلوېډ سا ورکړه.
دې پېښې په امریکا او نوره نړۍ کې سخت غبرګونونه او اعتراضونه وپارول. Читать дальше...
Музыкальные новости
Моргенштерн
Связанную с Моргенштерном* блогершу Ахметову лишили родительских прав после видео, на котором она душила дочь
Персональные новости
#123ru.net
V Общероссийская конференция «Устойчивое развитие этнокультурного сектора» представит калейдоскоп успешных практик в сфере социального проектирования
نن د اپرېل شپږمه د سولې او ورزش نړیواله ورځ ده؛ بېلابېل ورزشونه چې افغانستان کې زیات شمېر مینهوال لري، د مسؤلینو په وینا د ملتونو ترمنځ د یووالي سمبول بلل کېږي.
خو رښتیا هم ورزش د خلکو د یووالي لپاره څومره مهم دی؟
پلازمېنه کابل کې چې کوچنی افغانستان هم ورته ویل کېږي، په یوه سیالۍ کې شور او ځوږ ګڼ دی، خو ټول د بریا چیغې وهي. له هرې سیمې راغلي ننداره کوونکي یوازې د یوه افغان ورزشکار د بري هیله لري.
دوی ته ژبه، قوم او مذهب مهم نهدی، بلکې یوازې همدا غواړي چې افغانستان بریالی شي.
دا ډېره پخوانۍ... Читать дальше...
سلېټ ډله
امریکايي خپرېدونکې ډلې سلېټ په یوه تحلیلي مقاله کې له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د وتلو یا نهوتلو اړوند مسایل او د بایډن د ادارې په اقداماتو تمرکز کړی دی.
"په بېپایه جګړه کې یوه وروستۍ لوبه" د سلېټ ډلې د دې مطلب سرلیک دی.
سلېټ ډله چې د فارین پالېسي په څېر ځينې معتبره خپرونې مخته وړي لیکي د بایډن اداره داسې یوه لار لټوي چې له افغانستانه ووځي او ترې لیرې اوسي.
لیکوال د امریکا او طالبانو ترمنځ د ۲۰۲۰ کال د فبروري تړون ته اشاره کړې چې له مخې یې تر همدې راروانې مې له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د وتلو تمه کېږي. Читать дальше...
ایران او د امریکا متحده ایالاتو ویلي، ډېره تمه نهکوي چې په هغو خبرو کې به چې د اروپایي ټولنې په منځګړیتوب نن پیلېږي، دواړه لوري د ایران د اټمي تړون په اړه پر اختلافاتو برلاسي شي.
دغه خبرې چې ټاکل شوې نن له غرمې وروسته په ویانا کې پیل شي، له هغې راهیسې چې په واشنګټن کې نوې اداره واک ته رسېدلې، د ایران د اټمي تړون پر سر د اختلافاتو د هواري لپاره د ایران او امریکا ترمنځ د مسقیمو هڅو ښکارندويي کوي.
واشنګټن ویلي چې خبرې به ستونزمنې وي او په دې اړه چې ایا یو مهم پرمختګ به پهکې وشي، له تبصرې کولو... Читать дальше...
د ملګرو ملتونو پراختیايي سازمان د افغانستان اقتصادي پرمختګ راتلونکی ستونزمن بللی دی.
دغه سازمان د افغانستان اقتصادي کلنی وضعیت د 'له لنډ مهاله ستونزو تېرېدل او افغانستان اوږد مهاله اهدافو ته رسېدل' تر سرلیک لاندې د دغه هېواد د اقتصادي پرمختګ د کمښت لاملونو ته اشاره کړې ده.
د دغه راپور له مخې، که څه هم د افغانستان لپاره ګڼ فرصتونه شته، خو دغو فرصتونو ته د رسېدو یوازنی شرط سولې ته رسېدل دي.
دغه راپور کې راغلي چې د جګړو او نښتو پراختیا اقتصادي پرمختګ پڅوي.
خو د دغه راپور د لیکوالانو په خبره،... Читать дальше...
د کرملین منتقد الکسي ناوالنۍ وایي، په هغه زندان کې چې دی ساتل کېږي، ښایي د سل پر ناروغۍ اخته درېیم زنداني به هم روغتون ته انتقال شوی وي.
هغه ویلي، له کله چې دی دغه زندان ته راوستل شوی، په یوه میاشت کې درې زندانیان روغتون ته یووړل شوي دي.
ناوالنۍ پرون دوشنبې(د وري ۱۶مه) په خپله انسټاګرام پاڼه کې ولیکل چې د زندان ډاکټرانو چې دی یې معاینه کړی ورته ویلي چې تبه یې له ۳۸ درجو لوړه شوې او خپله هم ډېر ټوخیږي.
۴۴ کلن ناوالنۍ د مسکو په سل کیلومترۍ کې په یوه زندان کې چې ټینګ امنتیي تدابیر په کې عملي کېږي، ساتل کېږي. Читать дальше...
د پاکستان د خېبر پښتونخوا ایالت مرکز پېښور کې پرون دوشنبې(د وري ۱۶مه) د یوې مظاهرې شاهد و.
د ښوونکو او د خصوصي ښوونځیو د مسولینو له خوا دغه مظاهره د حکومت د هغې پریکړې په اعتراض کې وشوه چې په دې ښار کې یې د ښوونې مرکزونه تړلي دي.
د ازادي راډیو د انګریزې ژبې ګندهارا وېبپاڼې د راپور له مخې معترضانو د پاکستان له حکومته وغوښتل چې د ښوونې مرکزونه بېرته پرانېزي.
د پاکستان حکومت په مارچ میاشت کې پرېکړه وکړه چې د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي په خاطر دې په دې هېواد کې د دولتي او خصوصي ښوونځیو او... Читать дальше...
Спорт в России и мире
Москва
ЦСКА и МФТИ заключил соглашение о сотрудничестве
Все новости спорта сегодня
Новости тенниса
Арина Соболенко
Арина Соболенко сняла траур по Кольцову и завела новые романтические отношения
123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно –
здесь и прочитать их тут же и –
сейчас в
России, в
Украине и в
мире по
темам в режиме 24/7
ежесекундно. А теперь ещё -
регионы,
Крым,
Москва и
Россия.
Экология в России и мире
Москва
Санкт-Петербург не смог обойти Москву в рейтинге жизни населения
Путин в России и мире
Москва
Кадыров заявил, что встретился с Путиным в Москве и пригласил его в Чечню
Лукашенко в Беларуси и мире
123ru.net —
международная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
123ru.net — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Зеленский в Украине и мире
Киев
Зеленский объяснил, почему не хочет приглашать РФ на «саммит мира»
Навальный в России и мире
Здоровье в России и мире
Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России
Сергей Шнуров
Любовь Аксёнова, Сергей Шнуров, Ольга Сутулова, SLAVA MARLOW и другие гости премьерного показа фильма «Майор Гром: Игра»
Москва
Обыски в офисе журнала «Компания» прошли в рамках дела о вымогательстве
Друзья 123ru.net
Информационные партнёры 123ru.net
Спонсоры 123ru.net