جواد ظریف په منځنۍ اسیا هېوادونو کې پر افغان سولې هم غږیږي
![جواد ظریف په منځنۍ اسیا هېوادونو کې پر افغان سولې هم غږیږي](https://gdb.rferl.org/5466198F-35B6-4AFE-B64B-ACC537C9FAB4_w800_h450.jpg)
د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف د منځنۍ اسیا هېوادونو ته تللې او د افغانستان د سولې او ثبات په اړه هم غږیږي.
د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې لیکلي چې ښاغلي ظریف دوشنبه مازیګر د ازبېکستان له ولسمشر شوکت میرضیایف او بهرنیو چارو وزیر عبدالعزیز کاملوف سره وکتل.
د راپورونو له مخې کاملوف او ظریف دې ناسته کې د افغان سولې د ټينګښت په هدف د همکاریو په چټکولو ټینګار کړی دی.
تمه ده چې ښاغلی ظریف له دې وروسته د قرغزستان، قزاقستان او ترکمنستان هېوادونو ته هم سفر وکړي.