ناوالنۍ: له کله نه چې زه زندان کې یم ۳ ناروغان روغتون ته وړل شوي
د کرملین منتقد الکسي ناوالنۍ وایي، په هغه زندان کې چې دی ساتل کېږي، ښایي د سل پر ناروغۍ اخته درېیم زنداني به هم روغتون ته انتقال شوی وي.
هغه ویلي، له کله چې دی دغه زندان ته راوستل شوی، په یوه میاشت کې درې زندانیان روغتون ته یووړل شوي دي.
ناوالنۍ پرون دوشنبې(د وري ۱۶مه) په خپله انسټاګرام پاڼه کې ولیکل چې د زندان ډاکټرانو چې دی یې معاینه کړی ورته ویلي چې تبه یې له ۳۸ درجو لوړه شوې او خپله هم ډېر ټوخیږي.
۴۴ کلن ناوالنۍ د مسکو په سل کیلومترۍ کې په یوه زندان کې چې ټینګ امنتیي تدابیر په کې عملي کېږي، ساتل کېږي.
نوموړی د جنوري په میاشت کې له جرمني روسیې ته د بېرته ستنېدو پر مهال د مسکو په هوایي ډګر کې ونیول شو.