د ازادي راډیويي مجلې په دې خپرونه کې مشهور شاعر ممتاز اورکزی د شعر په اړه راته غږېږي او خپل شعرونه هم را اوروي.
یو وويشتمه پېړۍ او د ژبو پایښت کتاب له لیکوال استاد ایمل ښمر سره مرکه لرو.
د غزني له یوه انځورګر ځوان رفیع الله رسولي سره غږېدلي یو.
او د ننګرهار مېشتو سندرغاړو له حاله مو خبروو چې وايي، له هنر سره د خلکو کمې علاقي د دوی کاروبار اغېزمن کړی دی.
دا خپرونه د لاندې لېنک په کېکاږلو سره اورېدلی شئ:
د امریکا د استخباراتو د مرکزي ادارې، سيایاې رئيس له افغانستانه د امریکايي او ائتلافي ځواکونو له وتلو وروسته د ستر ګواښ خبرداری ورکړ.
ویلیم برنز، د ولسمشر بایډن له لوري د ځواکونو د ایستلو تر اعلان څو ساعته وړاندې د امریکا د سنا جرګې استخباراتي کمېټې ته وویل، کله چې امریکايي او ائتلافي ځواکونه له افغانستانه ووځي، ستر خطر به رامنځته شي.
ده په عین حال کې وویل چې امریکا به دا امکان ولري چې ځیني امکانات بېرته ترلاسه کړي.
د امریکا ولسمشر جو بایډن چهارشنبه ناوخته اعلان وکړ چې له افغانستانه ټول امریکايي... Читать дальше...
له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د وتلو مسئلې د نړیوالو چاپي خپرونو پاملرنه د ځان لور ته اړولې ده.
نیویارک ټایمز
نیویارک ټایمز لیکي، ګڼ افغانان دا وېره لري که امریکایي ځواکونه نهوي افغانستان په یوازې دا توان نهلري چې د ډیموکراسۍ او د ښځو د حقونو په برخو کې لاسته راوړنې خوندي کړي.
د ورځپاڼې په باور د کابل په ښوونځیو کې د یولسم ټولګي یو زدهکوونکی به وېره لري چې د زدهکړو د دوام چانس به ترلاسه نهکړي.
په کندهار کې به یو بزګر دا وېره لري چې کله بهیې هم له پټیو د طالبانو ایښي ماینونه پاک نهشي. Читать дальше...
پاکستان وايي، د دغه هېواد د پوځ لوی درستیز پرون د امریکا له بهرنیو چارو وزیر سره د افغانستان د سولې او د سیمې د امنیت په اړه خبرې وکړې.
د پاکستان د پوځ مطبوعاتي څانګې په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د پوځ لوی درستیز جنرال قمر جاوېد باجوه او انتوني بلېنکن پر دوه اړخیزو مسئلو او د افغانستان د سولې په پروسه کې د وروستیو انکشافاتو په شمول د سیمې د امنیت په اړه خبرې وکړې.
د پاکستان د پوځ د خبرپاڼې پر اساس، د دغه هېواد لوی درستیز د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ته د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د سولې د پروسې د ملاتړ بشپړ ډاډ ورکړ. Читать дальше...
له افغانستانه د سپټمبر پر ۱۱مه د ځواکونو د ایستلو په اړه د ولسمشر بایډن پر پرېکړه د کانګرس یو شمېر غړو عکسالعمل ښوولی، خو په ناټو کې د امریکا یو شمېر متحدانو بې له دې چې دا پرېکړه تأیید یا رد کړي ویلي چې دوی هم خپل پوځیان باسي.
د جرمني دفاع وزیره وايي، له افغانستانه د ځواکونو د ایستلو په برخه کې به خپل پلان د امریکا له نوي پلان سره همغږی کړي.
د جرمني دفاع وزیرې انګرېت کرمپ کارینبویر (Annegret Kramp-Karrenbauer) پرون (چهارشنبه) د جرمني ملي راډیو ته په مرکه کې وویل، دوی تل دا خبره کړې چې په ګډه افغانستان ته تللي او په ګډه به ورڅخه وځي. Читать дальше...
د پاکستان حکومت وايي، پر هغه سختدریځه اسلامي ګوند به بندیز ولګوي چې په دغه هېواد کې د فرانسې ضد مظاهرو له لارې تاوتریخوالو ته لمن وهي.
د پاکستان د کورنیو چارو وزیر شېخ رشید پرون (چهارشنبه) په اسلاماباد کې خبریالانو ته وویل، د پاکستان پر لبیک تحریک به د پاکستان د ترورېستي ضد قوانینو پر اساس بندیز ولګول شي.
ده زیاته کړه، پرېکړهیې کړې چې پر دې ډلې بندیز ولګوي ځکه چې نهغواړي چې د نړۍ په کچه یو سختدریځی هېواد وپېژندل شي.
د پاکستان د کورنیو چارو وزیر دا اعلان څو ساعته وروسته له دې وکړ چې... Читать дальше...
د ایران په اټمي موافقه کې درېیو شاملو هېوادونو جرمني، بریتانیا او فرانسې پرون (چهارشنبه) د ایران له لوري تر ۶۰ سلنې د یورانیمو د غني کولو او د پرمختللو سانترفیوزونو د کارولو پر پرېکړې سخته اندېښنه ښکاره کړه.
دوی په یوه ګډه اعلامیه کې ویلي چې په دې پیمانه د یورانیمو غني کول د اټمي وسلې د جوړولو لور ته مهم ګام دی او له سولهییزو هدفونو سره، سر نهخوري.
د ایران حکومت د نطنز په اټمي تأسیساتو کې له چاودنې دوه ورځې وروسته اعلان وکړ چې یورانیم تر ۶۰ سلنې پورې غني کوي.
د ایران ولسمشر حسن روحاني ویلي چې دا کار د نطنز د چاودنې په ځواب کې کوي.
سعودي عربستان پر نړیوالې ټولنې غږ وکړ چې د ایران له لوري د اټمي وسلې د جوړولو د مخنیوي لپاره لارې چارې ولټوي.
سعودي پرون (چهارشنبه) تر ۶۰ سلنې پورې د یورانیمو د غني کولو په اړه د ایران پر اعلان د اندېښنې د څرګندولو په ترڅ کې وویل، دا اقدام د سولهییزو هدفونو له پروګرام سره سمون نهلري.
سعودي عربستان د ایران له حکومته په کلکه غوښتي چې د کړکېچ له زیاتولو ډډه وکړي او د سیمې امنیت او ثبات له خطر سره مخامخ نهکړي.
د هند د کرکټ غوره لیګ یا 'ایپياېل' د سیالیو په دوام کې تېره شپه د بنګلور رایل چلېنجرز لوبډلې د سن رایزرس حیدراباد ته په ۶ منډو ماتې ورکړه.
په دې سیالۍ کې راشد خان د تېرې مسابقې په شان بیا ښه وځلېد. ده په څلورو اورونو کې نهیوازې د خپل ټیم تر نورو لوبغاړو لږ منډې ورکړې، دوه لوبغاړي یې هم وسوځول.
راشد خان په بېټنګ کې سره له دې چې د لوبې په وروستیو شېبو کې میدان ته راووت، په ۹ توپونو ۱۷ منډې وکړې.
دا د سن رایزرس حیدراباد لوبډلې دوهمه ماتې ده.
پاکستان تېره شپه جنوبي افریقا ته د کرکټ په درېیمه ۲۰ اوریزه سیالۍ کې ماتې ورکړه.
سره له دې چې د جنوبي افریقا لوبډلې د ۵ لوبغاړو د سوځېدو په بدل کې پاکستان ته ۲۰۴ منډې هدف ټاکلی و، خو پاکستاني لوبغاړو یوازې د یوه لوبغاړي د سوځېدو په بدل کې دا هدف پوره کړ او مسابقهیې په ۹ وېکټونو او ۱۲ توپونو وګټله.
Спорт в России и мире
Москва
В Лужниках состоялась церемония открытия Всероссийской Спартакиады Специальной Олимпиады
Все новости спорта сегодня
Новости тенниса
ATP
Лучший теннисист Казахстана узнал позицию в обновленном рейтинге ATP
123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно –
здесь и прочитать их тут же и –
сейчас в
России, в
Украине и в
мире по
темам в режиме 24/7
ежесекундно. А теперь ещё -
регионы,
Крым,
Москва и
Россия.
Экология в России и мире
Москва
Козлов: Россия и КНДР прорабатывают возможность запуска прямых рейсов
Путин в России и мире
Москва
СЕНСАЦИОННЫЙ ДОКЛАД ПРО ДЕЛО СКРИПАЛЕЙ, САФРОНОВА, ГОЛУНОВА.
Лукашенко в Беларуси и мире
123ru.net —
международная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
123ru.net — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Зеленский в Украине и мире
Навальный в России и мире
Здоровье в России и мире
Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России
Бато Багдаев
В столице Бурятии в городе Улан-Удэ в театре кукол «Ульгэр» 14-16 июня пройдут «Волшебные выходные»! -
Театр и Цирк, Культура и Концерт, Россия и Дети
Москва
Собянин рассказал о строительстве поликлиник по новому стандарту
Друзья 123ru.net
Информационные партнёры 123ru.net
Спонсоры 123ru.net