فضا ته د شمالي کوریا د جاسوسې سپوږمکۍ د لېږلو هڅه ناکامه شوې
فرانس پریس اژانس لیکلي،احتمال شته چې د دغې ویجاړې شوې سپوږمکۍ ځینې ټوټې د جنوبي کوریا پوځ ته په لاس ورغلې وي.
شمالي کوریا په فضا کې فعاله سپوږمکۍ نه لري او مشر یې کیم جونګ اون فضا ته د یوې جاسوسي سپوږمکۍ لېږدول د خپل رژیم یو مهم لومړیتوب یاد کړی دی.
د ملګرو ملتونو د پریکړه لیکونو له مخې، په فضا کې د جاسوسۍ له دې ډول وسیلو نه ګټه اخیستل منعه شوي دي.
