سپینه ماڼۍ: امريکا د روسيې په خاوره کې د بریدونو ننګه نهکوي
روسیې پر مسکو بېپیلوټه الوتکو د وروستیو حملو تور پر اوکراین پورې کړی.
د کریملین ویاند دیمیتري پیسکوف پرون سهشنبې په یوه خبري کنفرانس کې وویل: "دا کاملاً واضح ده چې دا د اوکراین د پرېکړو پر مرکز زموږ د یکشنبې د ورځې د پیاوړي برید په وړاندې د کییف د رژیم غچ اخیستونکي اقدامات دي."
د روسیې په پلازمېنه مسکو کې د سهشنبې د ورځې د بې پیلوټه الوتکو یا ډرون په بریدونو کې څو ودانۍ په نښه شوي، خو تراوسه یې د سر او مال د احتمالي زیانونو په اړه راپورونه نهدي ورکړل شوي.
