Добавить новость
123ru.net
World News in Pashto
Май
2023

يو خصوصي پوهنتون تر لس زره ډېرو افغان محصلانو ته وړيا انلاين زده‌کړې ورکوي

0
 


په افغانستان کې د طالبانو تر بیا ځلي واکمنېدو او د نجونو پر وړاندې د منځینو ښوونځیو او پوهنتونونو د دروازو تر تړل کېدو ورسته په کور دننه او له دغه هېواده بهر د انلاین زده کړو لپاره هڅې پیل شوې.


حامدالله افغان چې د افغانستان پرانيستي پوهنتون بنسټګر دی وايي: "موږ سره تقريباً لس زره افغان محصلين نجونې او هلکان، موږ سره په اړيکه کې دي، د وټس‌اپ او ټلېګرام له لارې."


نوموړی وايي، وروسته له هغه چې تېر جمهوري نظام سقوط وکړ او د افغانستان په يو شمېر پوهنتونو کې د استادانو تشه رامنځته شوه، نو د يوه وړيا پوهنتون جوړولو انګېزه ورپيدا شوه.


افغان ازادي راډيو سره خبرو کې وويل، له استادانو او د زده‌کړو له يو شمېر ملاتړو څېرو سره په مشوره يې یوه ګډه طرحه جوړه کړه، چې د طالبانو حکومت د عدليې وزارت سره هم ثبت او راجستر ده، چې د دې طرحې پر اساس به افغانستان کې ۱۰۰ سلنه وړيا پوهنتون پرانېزي.


نوموړی وايي، تر ۳۰۰ ډېر افغان استادان دې ته چمتو شوي وو چې په حضوري او انلاين ډول دوی سره په وړيا ډول تدريس وکړي، خو وروسته له هغه چې طالبانو د نجونو پر مخ د پوهنتون دروازې وتړلې، د دوی د پوهنتون حضوري فعاليت پيلېدو چارې ټکنۍ شوې.


افغان زیاتوي، تر دې وروسته دوی په انلاين طرحې کار وکړ، چې په خبره یې دا مهال شاوخوا لس زره محصلانو په مستقيم او ۲۷۰۰۰ زرو په غیر مستقیم دوی سره بېلابېل درسونه او نړيوالې ژبې تعقيبوي.


نوموړي وايي: "اوسني فعاليتونه چې زموږ روان دي، د افغانستان د پرانيستي ټولنې تر نامه لاندې دي. اوس موږ د دې ټولنې له لارې دوه ستر فعاليتونه سرته رسوو. اول موږ تقريباً په لسګونه زره وړيا کورسونو ته لاسرسی لرو چې د دنيا په مختلفو تدريسي پلټفارمونو کې دي، ځکه د کرونا په راتګ سره زښته زيات کورسونه او مهم درسونه انلاين شول. موږ سره اوس له ۵۰ تر ۶۰ نړيوال پلټفارمونه دي چې دا تر ټولو معتبر دي او سندونه يې له خارجي پوهنتونو څخه دي."


افغان وايي، دوی خپلو زده‌کوونکو او محصلانو ته په انګليسي، فرانسوي، جرمني، ډيجېټل مارکېټنيګ، پراجيکټ منېجمنټ، ليډرشيپ اينډ مارکېټنګ، وېب پېج ډيزاين او کمپيوټر برخو کې نړيوال کورسونه نيولي او هغوی يې په منظم ډول تعقيبوي.


نوموړی وايي، هغه زده‌کوونکي چې دوی سره زده‌کړې تعقيبوي، ۷۰سلنه يې نجونې دي.


د ازادي راډیو خبریال له هغو نجونو زده‌کوونکو سره هم خبرې وکړې چې د افغانستان پرانيستي پوهنتون په انلاين برخه کې زده‌کړې کوي.


 




 


يوې زده‌کوونکې وويل: "حسنا يم، درې مياشتې وشوې چې په دې انلاين پوهنتون کې درس وايم. موږ د انګليسي ټولګی درلود، چې يوه اوونۍ مخکې پای ته ورسېد، نورې برخې مو هم درلودې. اوس مو د ارواپوهنې ټولګی جريان لري."


د اسما تره‌کې په نوم يوه مېرمن چې د ننګرهار له طب پوهنځي فارغه او اوسمهال د افغانستان پرانيستي پوهنتون انلاين برخه کې پر نورو زده‌کړو بوخته ده وايي، غواړي انګليسي او نورې ژبې زده‌ کړي.


هغې ازادي راډيو ته وويل: "زه توانېدلې يم چې خپل ورځني درسي ستونزې چې د انګليسي ژبې اړوندېږي، حل کړم. څلور مياشتې وشوې چې زه په انلاين ډول د افغانستان پرانيستي پوهنتون له لارې بېلابېل ټولګي تعقيبووم."


د یادونې ده، چې مخکې تر دې یو شمېر نورو بنسټونو او پوهنتونونو هم د افغان محصلانو په ځانګړي ډول د نجونو محصلانو لپاره د انلاين زده کړو زمینه برابره کړې وه، چې د محصلانو له‌خوا یې هرکلی شوی و، خو د برښنا نه شتون او د انترنېټ خراب کیفیت یې په وړاندې لوې ننګونې بلل شوې وې.


په ورته وخت، کې د زده‌کړو د برخې پوهان وايي، انلاين زده کړې په هېڅ دول د حضوري زده‌کړو ځای نه شي نیولای، خو د دوی په خبره، په ټپه ولاړ حالت کې یې شتون بې اغېزې نه‌دی.


طالبانو په افغانستان کې په بیاځلي واکمنېدو سره د نجونو پر وړاندې د منځنيو ښوونځيو او وروسته بیا د تېر میلادي کال په ډسمبر میاشت کې د پوهنتونونو دروازې وتړلې.


د دوی دا کار په کور دننه او نړیواله کچه له پراخو غبرګونونو سره مخ شو، خو د طالبانو حکومت تر اوسه په دې اړه خپلې پرېکړې نه دي بدلې کړي.





Загрузка...


Губернаторы России

Спорт в России и мире

Загрузка...

Все новости спорта сегодня


Новости тенниса

Загрузка...


123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.


Загрузка...

Загрузка...

Экология в России и мире




Путин в России и мире

Лукашенко в Беларуси и мире



123ru.netмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

123ru.net — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.






Здоровье в России и мире


Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России






Загрузка...

Загрузка...





Друзья 123ru.net


Информационные партнёры 123ru.net



Спонсоры 123ru.net