Добавить новость
123ru.net
World News in Pashto
Май
2023

ملګرو ملتونو د طالبانو د لاسوهنې له امله غور کې د مرستو وېش ځنډولی

0
په افغانستان کې د خوړو نړیوالو پروګرام وايي، په غور ولایت کې د مرستو د وېش په برخه کې د طالبانو لاسوهنې اړ کړل چې په دې ولایت کې دا لړۍ ودروي.


د غور ولایت یو شمېر اوسېدونکي وايي، له تېرې یوې میاشتې راهیسې د خوړو نړیوال پروګرام په دې ولایت کې د مرستو وېش بند کړی دی.


د دې ولایت یو اوسېدونکي غلام‌حیدر ازادي راډیو ته وویل، غور کې اوس‌مهال 'ډبلیو ایف پي' د مرستو ګودامونه تړل شوي دي.


نوموړی وايي:" یوه میاشت کېږي چې مرسته نه‌ده راغلې. میاشت وړاندې یو څه مرسته راغلې وه او یو شمېر کورنیو ته یوه بورۍ اوړه ورکړي و، ځینو ته بیا هېڅ رسېدلې هم نه‌وه. خلک بې‌وزلۍ سره مخ دي."


د غور یوه بله اوسېدونکې خاطره فراسو وايي، له څه وخت راهیسې ورسره مرسته نه‌ده شوې او دا یې هم اورېدلي چې طالب چارواکو په دې ولایت کې د مرستو د وېش مخه نیولې.


هغې ازادي راډیو ته وویل، چارواکي باید هر څه ژر دا ستونزه حل کړي.


نوموړې وايي: "د اسلامي امارت له چارواکو زموږ غوښتنه دا ده چې د مرستو وېش ته اجازه ورکړي، څو خلکو ته مرستې ورسېږي."


دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د خوړو نړیوال پروګرام وايي، د طالبانو سیمه‌ییز چارواکي د بشري مرستو په وېش کې لاسوهنه کوي او له همدې امله د تېرې اپریل میاشتې راهیسې په غور ولایت کې دا لړۍ درول شوې ده.




په افغانستان کې د 'ډبلیو ایف پي' ویاند وحید‌الله اماني ازادي راډیو ته وویل، په غور ولایت کې په تېره جنوري میاشت کې هم د طالبانو د سیمه‌ییزو چارواکو له‌خوا د مرستو په وېش کې د لاسوهنې له امله دا لړۍ د لنډ وخت لپاره ځنډول شوې وه، خو له اپرېل میاشتې وروسته، یوازې د ماشومانو، امیندواره او هغو مېرمنو لپاره د خوراکي موادو وېش روان و چې ماشومانو ته شېدې ورکوي.


اماني وايي:" په ښوونځیو کې د خوراکي مواد د وېش لړۍ ځنډول شوې. په غور ولایت کې د 'ډبلیو ایف پي' په دفتر کې هېڅ کارکوونکی نه‌شته او په دې ولایت کې د خوراکي موادو هېڅ ذخیره هم نه‌لرو. د اټکل له مخې، د مې میاشتې راهیسې تر راتلونکې اکټوبر به په غور ولایت کې ۴۷۰ زره تنه په شدیده خوارځواکۍ اخته شي. هغه کورنۍ چې د مرستو د ورکړې لپاره په نښه شوي، د سیمه‌ییزو چارواکو د لاسوهنې پای ته رسېدو تر وخته به له مرستو محرومه پاتې شي."


په ورته وخت کې د غور یو مدني فعال حکمت لعلي ادعا کوي چې له یو څه وخته په دې ولایت د ملګرو ملتونو سازمان د دفتر دروازې تړلي، خو خلک بیا مرستو ته په تمه دي.


نوموړی وايي: "یو څه وخت کېږي چې غور کې د ملګرو ملتونو موسسو دروازې بندې دي. د دې موسسو په ځانګړي ډول د خوړو د نړیوال پروګرام د موسسې بندېدل خلک له ولږي سره مخ کوي. که چېرې یوه بله میاشت هم د خوراکي توکو د مرستو رسولو بهیر ودرېږي، خلک به ډېر زیانمن شي."


لعل د طالبانو له سیمه‌ییزو چارواکو او له ملګرو ملتونو سازمان غواړي چې هر څه ژر د مرستو د وېش لړۍ پیل کړي.


خو د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد بیا د مرستو د وېش په برخه کې د طالبانو لاسوهنه نه مني.




مجاهد وايي: "د هغې تګلارې له مخې چې د اقتصاد وزارت یې د خیریه موسسو او بنسټونو لپاره لري، لومړی باید د مرستو وېش شفاف وي، اړمنو ته ووېشل شي او ناسمه ګټه ترې پورته نه‌شي. که چېرته کومه ستونزه ولیدل شي، نظام مجبور دی چې د خلکو ستونزه واوري او مداخله وکړي. دا موضوعات ډېر نه‌دي، کم دي."


دا په داسې حال کې ده چې موده وړاندې د امریکا متحده‌ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت ویاند متیو میلر هم خبري غونډه کې ویلي و چې په غور، ارزګان او غزني کې د بشري مرستو وېش د طالبانو د لاسوهنې له امله درول شوی دی.





Загрузка...


Губернаторы России

Спорт в России и мире

Загрузка...

Все новости спорта сегодня


Новости тенниса

Загрузка...


123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.


Загрузка...

Загрузка...

Экология в России и мире




Путин в России и мире

Лукашенко в Беларуси и мире



123ru.netмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

123ru.net — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.






Здоровье в России и мире


Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России






Загрузка...

Загрузка...





Друзья 123ru.net


Информационные партнёры 123ru.net



Спонсоры 123ru.net