Добавить новость
123ru.net
World News in Pashto
Май
2023

په غزني کې یو طالب چارواکی: د حجاب نه مراعتونکې ښځې مجرمې ګڼل کېږي

0
د غزني ولایت په جاغوري ولسوالۍ کې د طالبانو د حکومت یوه چارواکي ته په منسوبه ویډیو کې دغه کس خبرداری ورکړی چې که ښځې اسلامي حجاب مراعت نه‌کړي، دوی او د کورنۍ نارینه غړي به یې مجرم وګڼل شي.


ظاهراً دغه ویډیو د جاغوري ولسوالۍ یوه اوسېدونکي ثبت کړې او پر ټولنیزو شبکو یې خپره شوې ده.


د جاغوري دغه اوسېدونکی د دې ویډیو د ثبتولو پر مهال وايي، دا درېیم ځل دی چې د طالبانو د حکومت د امربالمعروف او نهی عن المنکر اداره دوی ته خبرداری ورکوي، خو دا ځل یې خبرداری جدي دی.


د يادې ویډیو پر بنسټ چې د یکشنبې په ورځ ثبت شوې دغه سیمه‌ییز طالب چارواکی د لسګونو کسانو په یوه غونډه کې خبرې کوي.


ويډيو کې ويل شوي: "ترکي جامې، تنګې جامې، پنجابي جامې، لنډې جامې، د دو لمنو جامې، له نن څخه وروسته که هرې خور واغوستلې، مجرمه ده. په حقیقت کې یې ورور او پلار مجرم دی، هغوی باید ونیول شي او سزا ورکول شي، ترڅو خپل مسوولیت ادا کړي."


دا سړی چې ادعا کېږي د طالبانو د حکومت یو چارواکی دی، په دې ویډیو کې خلکو ته ګواښونه کوي چې که د جامو بڼه بدله نه‌کړي، مجرمان دي او مجازات به شي.


د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد د هغه مرستیال بلال کریمي او د طالبانو د حکومت د امربالمعروف او نهی عن المنکر وزارت ویاند عاکف مهاجر په دې اړه د ازادي راډیو پوښتنو ته ځواب ونه وايه.




خو د ښځو د حقونو یو شمېر ملاتړې د ښځو د جامو د اغوستو په اړه د طالبانو د حکومت د یوه غړي څرګندونې له ټولنې څخه د ښځو د ایستلو او د ذوی د فردي ازادیو سلبول بولي.


د دوی له ډلې مژګان فراجي ازادي راډيو ته وویل: "حقیقت دا دی چې طالب نه‌دی بدل شوی، طالب هماغه طالب چې شل کاله مخکې یې ښځې له ټولنې څخه حذفولې، موخه او هیله یې د ښځو انزوا کول دي او دوی د دې موخې د ترلاسه کولو لپاره کار کوي."


د تېر کال په لومړیو کې د طالبانو مشر یو فرمان صادر کړ او د ښځو لپاره یې حجاب لازمي کړ.


له دې حکم وروسته د امربالمعروف او نهی عن المنکر وزارت سرپرست خالد حنفي وویل، که کومه ښځه حجاب نه مراعتوي، کور دې يې معلوم شي، د کور مشر ته دې سپارښتنه وشي، خو که بیا هم د حجاب مسئله په پام کې ونه نیول شوه، د دویم ځل لپاره دې د مېرمنې سرپرست احضار شي، د درېیم ځل لپاره دې درې ورځې بندي شي او د څلورم ځل لپاره که دا کار تکرار شو، محکمې ته ور وپېژندل شي، ترڅو رسماً سزار ورکول شي.




همدارنګه د حجاب له اجباري کېدو وروسته، په کندهار کې د طالبانو د امربالمعروف او نهی عن المنکر ریاست د حجاب د اعلانونو د پوسټرونو په لګولو سره بې حجابې ښځې له حیواناتو سره پرتله کړې.




د طالبانو په دغو تبلیغاتي پوسټرونو کې لنډې او نازکې جامې اغوستل هم بې حجابي ګڼل شوې وه.


دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې په کندهار ولایت کې د طالبانو د حکومت د امربالمعروف او نهی عن المنکر رییس مولوي عبدالحی عمري ته منسوب غږیزو پیغامونو کې د کندهار د یو شمېر ولسوالیو امنیتي چارواکو ته امر شوی چې ښځو ته د واده په محفلونو کې د نڅا، موسیقۍ او سندرو ویلو اجازه ورنه‌کړي.


په دې پیغام کې د سرغړونکو مېرمنو او د دوی د مېړونو د بندی کېدلو ټینګار هم شوی دی.


په کندهار کې د طالبانو سيمه‌ييزې ادارې په دې اړه په رسمي ډول څه نه‌دي ويلي.


په افغانستان کې د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې د طالبانو له بیا واکمنۍ راهیسې، پر ښځو ډېر محدودیتونه ولګول شول.




د نجونو پر وړاندې له شپږم ټولګي څخه د پورته د زده‌کړو بندېدل، له پوهنتونونو څخه د دوی راګرځول، په ډېری دولتي ادارو او ټولو نا دولتي کورنیو او نړیوالو موسسو کې له کار څخه د دوی منع کول، حجاب لازمي کول او د سفر بندیز هغه محدودیتونه دي، چې پر افغان مېرمنو لګېدلي دي.





Загрузка...


Губернаторы России

Спорт в России и мире

Загрузка...

Все новости спорта сегодня


Новости тенниса

Загрузка...


123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.


Загрузка...

Загрузка...

Экология в России и мире




Путин в России и мире

Лукашенко в Беларуси и мире



123ru.netмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

123ru.net — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.






Здоровье в России и мире


Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России






Загрузка...

Загрузка...





Друзья 123ru.net


Информационные партнёры 123ru.net



Спонсоры 123ru.net