فوټبال؛ افغانستان خپله درېیمه سيالي له ایران سره کوي
افغان لوبډلې په روانو سیالیو کې یوه سیالي ګټلې او بله یې مساوي کړې چې د نومرو په جدول کې دویم مقام لري.
افغان لوبډلې په خپله لومړۍ سیالۍ کې ترکمنستان هېواد ته ۲ د ۱ پر وړاندې ماتې ورکړه او دویمه سیالي يې له کوربه هېواد تاجکستان سره ۱ د ۱ پر وړاندې مساوي کړه.
افغان لوبډله به خپله وروستۍ سیالي له ازبکستان سره ترسره کړي.
