Добавить новость
123ru.net
World News in Pashto
Май
2023

د امريکا د سپټمبر ۱۱مې تر جګړو وروسته څنګه په ميليونونه کسان مړه شول؟

0
ګارډین:



د بریتانیا چاپ ګارډین ورځپاڼې په خپله پرونۍ ګڼه کې د ۲۰۰۱م کال د سپټمر د یوولسمې تر حملو وروسته د افغانستان په ګډون د نړۍ په ځینو برخو کې ځینو ستونزو ته کتنه کړې ده.



د مقالې عنوان دی: "ناشمېرل شوي: "د امریکا د سپټمبر د یوولسمې تر جګړو وروسته څنګه په ميلیونونو کسان مړه شول؟"


د لیکنې په یوه برخه کې راغلي چې د جګړې د اړوندو اغېزو یوه هم د ماشومانو د خوارځواکۍ زیاتېدل دي چې د لیکوال په وینا په افغانستان، عراق، سوریه، یمن او سومالیا کې ۷ ميلیونه او ۶ لکه تر پنځو کلونو کم‌عمره ماشومان له سختې خوارځواکۍ کړېږي یا هم د تلف کېدو له ګواښ سره مخامخ دي.


لیکوال د افغانستان په تړاو لیکي چې د طالبانو د ولکې له بیاټینګولو وروسته د افغانستان اقتصاد سقوط شو او په دغه هېواد کې تر نیمايي زیات وګړي تر سختې بې‌وزلۍ لاندې ژوند کوي.


د ګارډین د مقالې لیکوال زیاتوي، په افغانستان کې په لسګونو زره ماشومان چې عمرونه یې تر پنځو کلونو کم دي په داسې ناروغیو مري، چې د وقایې وړ دي، لکه کولرا، شری یا سرخکان، سخته خوارځواکي او د تغذیې په برخه کې اختلالات.


ملګرو ملتونو ویلي، سږکال په افغانستان کې څه باندې ۲۸ ميلیونه وګړي بشري مرستو ته اړتیا لري.


د افغانستان لپاره د یونېسف استازي فران ایکویزا تېره پنجشنبه په نیویارک کې یوه کنفرانس ته وویل، په افغانستان کې نږدې ۱۶ ميلیونه ماشومان په وږي نس ویده کېږي.


د یونېسف په وینا، اټکل کېږي چې روان ۲۰۲۳م کال کې به ۲ ميلیونه او ۳ لکه ماشومان له سختۍ خوارځواکۍ سره مخامخ شي.


هالیوډ ریپورټر:


هالیوډ ریپورټر د افغانستان په باب پر هغه مستند فلم لیکنه خپره کړې، چې پروډیوسره یې د هالیوډ د فلمونو ستورې جنیفر لارینس ده او نوم یې دی ډوډۍ او ګلابونه.


مستند فلم پر افغانستان د طالبانو د ولکې له بیا ټینګولو وروسته د درېیو ښځو پر ژوند راڅرخي او افغان فلم جوړوونکې صحرا ماني جوړ کړی دی.


جنیفر لارینس وروسته له بي‌بي‌سي سره په مرکه کې ویلي: "د افغان ښځو د ناڅاپه کنټرول له لاسه ورکولو په اړه فکر کول ځوروونکي دي."


د هغې په وینا، افغان ښځې اوس په خپل هېواد کې خپلواکي نه‌لري، باید دوی ته فرصت ورکړل شي چې په خپله طریقه خپله کیسه مستنده کړي.


ډېلي مېل:


د بریتانیا چاپ بلې ورځپاڼې ډېلي مېل پرون د هغه برتانوي وګړي په باب لیکنه خپره کړې چې د حکومت له خبرداري سره سره خلک د رخصتۍ لپاره افغانستان ته لېږي.


د ورځپاڼې په لیکنه مقطع يي یا فریلانسر کامره من جو شیفر د خپل شرکت سفرات ټورز له‌خوا هر شخص د څلور زره پاونډو په بدل کې افغانستان ته لېږي.


دغه شرکت د جو شیفر او د هغه د پخواني همکار نوري قدرت الله له‌خوا جوړ شوی او شیفر وايي، دوی د ګرځندویانو لومړۍ ډله په تېره اکتوبر میاشت کې افغانستان ته لېږلې او بله لویه ډله به په راروانو اوونیو کې افغانستان ته سفر وکړي.


شیفر ډېلي مېل ورځپاڼې ته ویلي، په دې سیاحت کې بېلابېل کسان شامل دي، ځینې یې د لومړي وار لپاره افغانستان ته ځي، ځینې یې مخکې هم افغانستان ته تللي دي.


د ده په خبره د دې سفر په لړ کې به ګرځندویان کندهار او هلمند ولایتونو ته هم بوځي، چې د افغانستان په جنوب کې د طالبانو د ظهور عمده سیمې ګڼل کېږي.


ده زیاته کړې، په پام کې لري د مني پر مهال یوه بله ډله هم افغانستان ته بوځي، چې د نیویارک ټایمز عکاس به هم په‌کې شامل وي.


یوه پخواني امنیتي چارواکي چې د ځان د خوندیتوب لپاره له افغانستانه وتلی، د بریتانیا له حکومته غوښتنه کړې چې شیفر د ګرځندویۍ له دې کاره راوګرځوي.


د ډېلي مېل په لیکنه، د بریتانیا د بهرنیو چارو وزارت د دې موضوع په اړه له تبصرې کولو ډډه وکړه.


طالبان په دې تورن دي چې د افغان وګړو پر وړاندې له سختۍ کار اخلي، خو زیات وخت د بهرنیو سیلانیانو په وړاندې نرم چلند کوي او غواړي له دې کاره د خپل حکومت د تبلیغ لپاره کار واخلي.





Загрузка...


Губернаторы России

Спорт в России и мире

Загрузка...

Все новости спорта сегодня


Новости тенниса

Загрузка...


123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.


Загрузка...

Загрузка...

Экология в России и мире




Путин в России и мире

Лукашенко в Беларуси и мире



123ru.netмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

123ru.net — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.






Здоровье в России и мире


Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России






Загрузка...

Загрузка...





Друзья 123ru.net


Информационные партнёры 123ru.net



Спонсоры 123ru.net