په افغانستان کې د ډينګي ناروغۍ د مخنيوي لپاره ۶۵ روغتياپالانې روزل شوي
د افغانستان لپاره د دې سازمان څانګې پرون یکشنبې په یوه ټویټ کې وویل چې د ډینګي ناروغۍ د ښه مدیریت کولو په درې ورځنیو، دولسو روزنیزو کورسونو کې یې ۶۵ ښځینه روغتیاپالانې روزلي دي.
ياد سازمان ویلي، د بارانونو له موسم سره د ډینګي پېښو د زیاتېدو امکان شته او له همدې امله دوی روغتيایي کارکوونکي روزي چې دغه ناروغي ښه مدیریت کړي.
د روغتیا نړیوال سازمان ویلي، په دې وروستیو کې یې د کونړ، لغمان، نورستان او ننګرهار د اتلسو روغتونونو او ۲۵۰ روغتیایي مرکزونو ۳۰۰ ډاکټرانو، نرسانو او د لابراتوارونو کارکونکو ته روزنه ورکړې ده.
ډینګي تبه هغه ناروغي ده چې له یو ډول غوماشې څخه انسان ته انتقالېږي او په روغتیا ناوړه تاثیر کوي.
