Добавить новость
123ru.net
World News in Pashto
Май
2023

لا هم ځينو هېوادونو کې لسګونه افغانان بهر ته د تلو په تمه بې‌برخلیکه پراته دي

0
په لسګونو افغانان چې ټاکل شوې وه، د امریکا متحدو ایالتونو یا هم نورو هېوادونو ته ولېږدول شي، لا هم په ځینو ګاونډیو هېوادونو کې بې‌برخلیکه پراته دي.


که څه هم پر افغانستان د طالبانو د ولکې د بیا ټینګولو دوه کاله په پوره کېدو دي، خو په زرګونو افغانان چې مجبوره شوي له افغانستانه ووځي، لا هم په ځینو هېوادونو کې بې برخلیکه پراته دي.


د ځینو دغو افغانانو د لېږد پروسه ډېره ورو روانه ده، یا هم ځینې افغانان چې په قاچاقي لارو څو اروپايي هېوادونو ته ورغلي، د اخراج له خطر سره مخامخ دي.


په دغو افغانانو کې ترجمانان او هغه کسان هم شامل دي چې د تېرو شلو کلونو پر مهال یې په افغانستان کې له امریکايي ځواکونو سره همکاري کړې ده.




د دغو زرګونو افغانانو له ډلې لا یې هم ګڼ نه‌دي توانېدلي د امریکا متحدو ایالتونو ته لاړ شي، چې اوس له افغانستانه بهر په نورو هېوادونو کې د امریکا د تګ په انتظار دي.


د ژغورنې نړیوالې کمېټې ویلي، چې د امریکا متحدو ایالتونو تر اوسه 'د متحدانو د ښه راغلي د عملیاتو' په چوکاټ کې شپږ اویا زره افغانان منلي دي.


د بریتانیا حکومت بیا ویلي، هغو افغانانو ته پناه ورکوي چې په افغانستانه کې یې له برتانوي پوځیانو سره همکاري کړې وي.


د بریتانیا د انډپنډنټ ورځپاڼې په لیکنه، ګڼو افغانانو ته چې په خطرناکو لارو له افغانستانه بریتانیا ته تللي ویل شوي چې دوی له اخراجېدو سره مخامخ دي.


ورځپاڼې د یوه افغان پیلوټ یادونه هم کړې چې د طالبانو له ډاره په وړه کښتۍ کې له خپلې مېرمنې او اولادونو سره برېتانیا ته تللی، خو اوس برتانوي چارواکو ویلي چې دغه کورنۍ به د کډوالۍ د یوې لانجمنې پالیسۍ له مخې روانډا ته ولېږل شي.


د انډپنډنټ په لیکنه، دا یوازې بریتانیا نه‌ده چې په دې برخه کې د خپلو ژمنو په عملي کولو کې پاتې راغلې ده، د امریکا په کانګرس کې دواړه ګوندونه هم نه‌دي توانېدلي چې د ملاتړ له ژمنو سره سره د دغو افغانانو لاسنیوی وکړي.


د امریکا د سمندري ځواک پخواني غړي شان وان ډایور چې له افغانستانه د خلکو د راایستلو یا تخلیې د پروسې بنسټګر دی ویلي، زیات افغانان امریکا ته د مشروطې لنډمهاله بشري اقامې له لارې راغلي چې اوس یې موده په ختمېدو ده، ځکه دغه پروګرام دوه کاله وخت لري.


په کانګرس کې د ډیموکراتانو سناتورې امې کلابوچار له کانګرس غوښتنه کړې چې د 'وضعیت د تعدیل' په نوم قانون تصویب کړي، چې له مخې یې د لنډمهاله بشري اقامې له لارې ورغلي افغانان وکړای شي په امریکا کې خپله استوګنه تنظیم کړي.




د استازو په جرګه کې د ډیموکرات ګوند غړې الکساندریا اوکاسیو کورتځ انډپنډنټ ته ویلي، د امریکا متحده ایالتونه د افغانستان او نورو هېوادونو ترمنځ دوه ګونی چلند کوي.


د بهرنیو ځواکونو پخواني همکاران او ترجمانان چې لا هم په افغانستان کې پاتې دي وايي د نیول کېدو، شکنجه کېدو او حتی وژل کېدو له ګواښ سره مخامخ دي.




د افغانستان د تېر نظام د دفاع وزارت یوې افسرې چې د دوو ماشومانو مور ده او نه‌غواړي د موضوع د حساسیت له کبله یې نوم واخیستل شي، ازادي راډیو ته وویل: "مېړه مې په هرات کې د کومانډو افسر و، دوه کاله کېږي د مرګ او ژوند په اړه یې خبر نه‌لرم، له زیاتو ستونزو سره لاس و ګرېوان یو. له یوې خوا کرايي کور، د اوبو، برښنا او نورو شیانو لګښتونه، له بلې خوا امنیتي ګواښونه چې نه په ډاډه تګ راتګ کولی شو نه هم مېلمستیا ته تللی شو. د اردو پخواني غړي له زیاتو ستونزو سره مخامخ دي."


په ترکیه، ایران، پاکستان او نورو هېوادونو کې مېشتو پخوانیو پوځیانو یا هم هغو کسانو چې په افغانستان کې له ناټو او امریکايي ځواکونو سره همکاري کړې وه، له خپل بې‌برخلیک حالت شکایتونه کړي دي.





Загрузка...


Губернаторы России

Спорт в России и мире

Загрузка...

Все новости спорта сегодня


Новости тенниса

Загрузка...


123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.


Загрузка...

Загрузка...

Экология в России и мире




Путин в России и мире

Лукашенко в Беларуси и мире



123ru.netмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

123ru.net — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.






Здоровье в России и мире


Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России






Загрузка...

Загрузка...





Друзья 123ru.net


Информационные партнёры 123ru.net



Спонсоры 123ru.net