قُمي: د اوبو په شتون کې تهران له خپل ملت څخه د د فاع حق لري
![قُمي: د اوبو په شتون کې تهران له خپل ملت څخه د د فاع حق لري](https://gdb.rferl.org/C3693A75-1497-4026-B8C1-65E7CD949076_w800_h450.jpg)
د افغانستان لپاره د ایران د ولسمشر ځانګړی استازی او سفیر کاظمي قُمي وایي، که چېرته اوبه وي او طالبان د ایران حق نه ورکوي نو تهران دا حق لري چې د خپل ملت د دفاع لپاره لاس په کار شي.
د ایران د ایسنا اژانس د راپور له مخې ښاغلي قُمي ویلي چې طالبان باید د ۱۳۵۱ کال د تړون له مخې ایران ته د اوبو حق ورکړي.
د طالبانو سرپرست حکومت او تر دوی مخکې په افغانستان کې د جمهوري نظام پر مهال هم چارواکو ویل چې ایران ته د نږدې پنځوس کاله مخکې تړون له مخې د اوبو حق ورکړل شوی دی.
په کابل کې د ایران سفیر وویل، طالبان پوهېږي چې په خپل هېواد کې د یوه باثباته او پياوړي حکومت لپاره دوی دې ته اړتیا لري چې له خپلو ټولو ګاونډیانو سره ښه اړیکې ولري.
قُمي زیاته کړه، که اوبه وي طالبان باید دا ستونزه د یوې میاشتې په ترڅ کې حل کړي او د ایران حق ورکړي.