واشنګټن: تهران دې سعید یعقوبي، صالح میرهاشمي او مجید کاظمي نه اعداموي
دغو درېیو واړو بندیانو له خلکو په یوه لیک کې غوښتي چې د دوی د اعدام مخه دې ونیسي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند ویدانت پټېل پرون د مې ۱۸مه وویل چې امریکا د ایران له خلکو او نړیوالې ټولنې سره یو ځای له ایرانه غوښتي چې دغه اعدامونه اجرا نه کړي.
د بخښنې نړیوال سازمان د مې په ۱۶مه په خپل کلني راپور کې اعلان وکړ چې په ۲۰۲۲ کال کې په ایران کې د اعدامونو شمېر ۵۷۶ ته لوړ شوی و حال دا چې وړم کال د دغه بنسټ په خبره هلته ۳۱۴ اعدامونه اجرا شوي وو.
د ایران د بشري حقونو ډله چې مرکز یې په ناورې کې دی وايي، په ایران کې سږ کال تر اوسه ۲۴۳ کسان اعدام شوي دي.
