Добавить новость
123ru.net
World News in Pashto
Май
2023

طالبان: په بدخشان کې تر څلورو زرو جریبه ډېره ځمکه د کوکنارو له بوټو پاکه شوې

0
تر هغه وروسته چې د بدخشان ولایت په درایم ولسوالۍ کې د طالبانو د حکومت د نظامیانو او دې ولسوالۍ د بزګرو تر منځ نښته کې څلور بزګران ووژل شول، په دې ولسوالۍ کې د کوکنارو د کښت ویجاړولو بهير درول شوی دی.


په بدخشان ولایت کې د کوکنارو د کښت ویجاړول د حمل د میاشتې په لومړۍ اوونۍ کې پيل شوه او تر دې مهاله يې د بدخشان ولایت په ارغنجخوا، جرم، ارګو، کشم او يفتل پایان ولسوالیو کې د کوکنارو کښتونه ویجاړ کړي دي.


د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د معلوماتو پر بنسټ، د دوی نظامیانو په دې شپږو ولسوالیو کې څلور زره او ۵۸۷ جریبه ځمکې د کوکنارو له کښت څخه پاکې شوي دي.


خو په دې لړ کې په درایم ولسوالۍ کې د کوکنارو د کښت ویجاړول هغه مهال په تاوتریخوالي واوښتل چې د دې ولسوالۍ اوسېدونکو د طالبانو له حکومت څخه وغوښتل چې دوی ته دي د کوکنارو د ویجاړو شویو کښتونو تاوان او کوکنارو د کښت بديل ورکړي.


د طالبانو نظاميانو داسې مهال د دوآبه او درایم ولسوالۍ بزګران په مرمیو وویشتل چې هغوی د کوکنارو د کښت ویجاړولو پر وړاندې په اعتراض لاس پورې کړ او د طالبانو له حکومت څخه يې د بديل کښت غوښتنه وکړه.


ځايي اوسېدونکو ازادي راډيو ته د يوه ليکلي پيغام له لارې ويلي چې په دې نښته کې څلور بزګران وژل شوي او پنځه نور ټپيان شوي دي، خو د طالبانو حکومت ځايي خلکو ته اخطار ورکړی چې د دې پېښې په اړه به له رسنيو سره خبرې نه کوي.


د کشم ولسوالۍ یو بزګر چې نه غواړي د امنيتي خطر له امله يې په راپور کې نوم یاد شي، د طالبانو له حکومت څخه داسې غوښتنه کوي.


هغه وویل: "کوکنار مو کرل او په هغه پيسو مو ژوند کاوه، نن چې تاسې دا کښت ویجاړ کړ پر ځای يې موږ ته غنم راکوئ، سره راکوئ او یا پیسې راکوئ چې موږ په هغه ژوند وکړو."


د افغانستان په تودو یا ګرمسيرو ولایتونو کې له یوې اوونۍ راهيسې نېښ وهل یا د کوکنارو له بوټو څخه د تاریاکو راټولول پيل شوي، خو د بدخشان په ګډون په سړو ولایتونو کې تر اوسه د کوکنارو د نېښ وخت نه دی رارسېدلی.


که څه هم د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت کره شمېرې نه دي خپرې کړي، خو د دوی نظامیان وايي چې په تېرو دریو مياشتو کې يې د افغانستان نژدې په دېرشو ولایتونو کې زرګونه هيکټاره ځمکې له نشه يي بوټو څخه پاکې کړي دي.


د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالنافع ټکور ازادي راډيو ته وويل، د افغانستان په ټولو ولایتونو کې د دوی د نظامیانو له خوا د کوکنارو د کښت ویجاړول دوام لري او دا عملیات بریالي دي.


ټکور وویل: "چا چې په هر ځای کې کوکنار کرلي وو، کښت يې ویجاړ شوی دی، هیچا ته اجازه نه ده ورکول شوې چې نشه يي بوټي وکري، که چا دا جرم کړی هم وي، کښت يې ویجاړ شوی او دوی نيول شوي دي."


که څه هم د طالبانو حکومت د نشه يي بوټو د کښت، نشه يي موادو تولید، قاچاقو او استعمال د مخنيوي په اړه د خپل مشر د فرمان پر عملي کولو ټينګار کوي، خو دوی تر دې مهاله هېڅ يوه خپلواک کورني او بهرني بنسټ ته اجازه نه ده ورکړې چې په افغانستان کې د کوکنارو د کښتونو ویجاړولو بهير وڅاري.


سږ کال د طالبانو حکومت او ملګري ملتونه جلا جلا د کوکنارو د کښت په اړه سروې کوي او په پام کې ده چې د دې دوو سروې ګانو پايلې د جوزا د مياشتې په وروستیو کې خپرې شي.


د دې راپور غږیزه بڼه د لاندې لېنک په کېکاږلو اورېدلی شئ:





Загрузка...


Губернаторы России

Спорт в России и мире

Загрузка...

Все новости спорта сегодня


Новости тенниса

Загрузка...


123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.


Загрузка...

Загрузка...

Экология в России и мире




Путин в России и мире

Лукашенко в Беларуси и мире



123ru.netмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

123ru.net — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.






Здоровье в России и мире


Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России






Загрузка...

Загрузка...





Друзья 123ru.net


Информационные партнёры 123ru.net



Спонсоры 123ru.net