مککال: د طالبانو رسميت پېژندل له ښځو سره د دوی په چلند پورې تړلی
هغه له امریکا غږ اشنا راډیو سره په مرکه کې وویل، که طالبان ښځې د خپلې ټولنې برخه ونه ګرځوي، د کانګرس دواړه ګوندونه به د طالبانو حکومت په رسمیت ونه پېژني.
ده ټینګار وکړ، طالبان باید ښځو ته د ملکیت په سترګه ونه ګوري بلکې برابر چلند ورسره وکړي.
