Добавить новость
123ru.net
World News in Pashto
Май
2023

د مرستو د څار یوه اداره: له افغانستان سره د بریتانیا مرستې خورا کمې شوي

0
د بریتانیا د مرستو د څار ادارې یوه چارواکي د دغه هېواد حکومت د افغانستان له خلکو سره په نه ملاتړ تورن کړی دی.



۲۹کلن رحیم چې د کابل د دارالامان سیمې اوسېدونکی دی پر افغانستان د طالبانو د دوهم ځل واکمنۍ له پیل مخکې د یوې خصوصي رسنۍ سره په تخنیکي برخه کې کار کاوه او په خبر یې په هماغه معاش به یې خپلې شپې او ورځې تېرولې.


رحیم ازادي راډيو ته وویل، د طالبانو له راتګ وروسته یې خپله دنده له لاسه ورکړه او اوس له ډېرو اقتصادي ستونزو سره لاس او ګرېوان دی.


نوموړی وايي: "په یوې خصوصي رسنۍ کې مې کار کاوه، خو سخت شرایط راباندې راغلل، واده مې وکړ او پوروړی شوم، له چا مې چې پور اخیستی د ورځې یو ځلې مې د دروازې شاته راځي. خپل د کور عکس درته لېږم، هرڅه چې مې درلودل که تخت وه که هر څه وه، خرڅ مې کړل، ډېر په ستونزو کې ګیر یم."


د رحیم مېرمن خاطره وایي، اقتصادي ستونزې يې لامل شوي چې په عصبي ناروغۍ اخته شي.


دې ازادي راډيو ته وویل: "له یوې خوا د کور کرایه او له بل خوا پورونه، ستونزې زښته ډېرې دي، خپله ناروغه یم. له هغه وخت راهیسې چې دا ستونزې را باندې راغلي د عصابو تکلیف مې پیدا کړی، هرې خواته چې ځم لوېږم او ضعف کوم، دومره پیسې نه‌لرم چې ډاکتر ته ولاړه شم، د زوی پښه مې وسوځېده، کور او هر څه چې مې درلودل له لاسه مې ورکړل، باور په خدای وکړئ چې د پښو لاندې یو فرش نه‌لرم."


د کابل په چهلستون کې اوسېدونکې یوه مېرمن چې نه‌غواړي راپور کې یې نوم واخیستل شي ازادي راډيو ته وویل، مېړه یې معیوب دی او خپله د خلکو په کورونو کې کار کوي، خو هغه پیسې چې لاسته راوړي، نه‌شي کولای خپل د ژوند لګښتونه پرې پوره کړي.


دا مېرمن وايي: "زموږ وضعیت ډېر خراب دی، خپله هم ناروغه یم، د عصابو تکلیف لرم، داخلي جاغور لرم، داکتر ته د درملنې پیسې نه‌لرم، دومره کوم چې خپل شپه اوورځ تېروم، مېړه مې معیوب دی، سترګې یې نه ویني، هر کور ته چې ځم جامې مینځم، د کور هر کار یې کوم، خو کله کېږي او کله نه کېږي، بس خدای ته مې هیله ده."


په افغانستان کې د طالبانو له واکمنۍ وروسته اقتصادي کړکېچ ډېر شوی دی.


په ورته وخت کې د بریتانیا د مرستو د څار یوې ادارې له افغانستان سره د دغه هېواد د مرستو د کمېدو د خبر په خپرولو سره بریتانیا له افغانانو سره په نه ملاتړ تورنه کړې ده.


د بریتانیا د مرستو د اغېزمنتیا د خپلواک کمېسیون کمېشنر سرهیوبیلي چې د افغانستان په اړه د دغه څېړنیز مرکز مشر دی وایي، تمه وه چې د بریتانیا حکومت په ۲۰۲۳ کال کې سل میلیونه پونډه چې د ۱۲۷ میلیونو امریکایي ډالره کېږي له افغانستان سره بشري مرستې وکړي.


د بریتانیا د ۲۰۲۳ مالي کال د ۲۰۲۴ کال د اپرېل تر څلورمې ادامه لري.




دا په داسې حال کې ده چې په تېرو کلونو کې بریتانیا له افغانستان سره ۲۴۷ میلیونه پونډه بشري مرستې کولې.


په راپور کې دا هم راغلي چې د طالبانو له بیا ځلي واکمنۍ وروسته د ۲۰۲۱ کال د اوړي راهیسې د بریتانیا مرستې له افغانستان سره خورا کمې شوې دي.


د مرستو د کمښت یو لامل د مرستو د بودیجې تخصیص دی او بل په هغه هېواد کې د مېشتو مهاجرینو د بیا مېشتېدنې لپاره د ډېرو پیسو تخصیص دی.


را پور کې دا هم ویل شوي چې بریتانیا په تېرو ۲۰۲۱ او ۲۰۲۲ مالي کلونو کې ۲۸۶ میلیون پونډ د مرستو ژمنه کړې وه.


بیلي ویلي: "دې ته په پام سره چې په افغانستان کې بشري وضعیت مخ په خرابېدو دی او د نجونو او ښځو حقونه چې په ډېر سختۍ لاسته راځي او له منځه تګ په حال کې دي، موږ دا احساس وکړ چې یو ځلې بیا د افغانستان سره د بریتانیا مرستې له سره وڅېړل شي."


ده زیاته کړه، ترلاسه شوي معلومات ښيي، چې د بریتانیا د مرستو کموالی د دې لامل شوی هغه پروګرامونه چې په مستقیمه توګه د افغانانو په ګټه وه ودرول شي او یا هم ځنډول شي.


د افغانستان د خلکو سره د بریتانیا مرستې په داسې حال کې کمېږي چې ملګري ملتونو نړیوال سازمان وايي، سږ کال په افغانستان کې ۲۸.۳ میلیونه کسان بشري مرستو ته بېړنۍ اړتیا لري.





Загрузка...


Губернаторы России

Спорт в России и мире

Загрузка...

Все новости спорта сегодня


Новости тенниса

Загрузка...


123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.


Загрузка...

Загрузка...

Экология в России и мире




Путин в России и мире

Лукашенко в Беларуси и мире



123ru.netмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

123ru.net — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.






Здоровье в России и мире


Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России






Загрузка...

Загрузка...





Друзья 123ru.net


Информационные партнёры 123ru.net



Спонсоры 123ru.net