په نيوزیلنډ کې د اورلګېدنې پېښې له امله ۶ کسان مړه شوي
فرانس پریس اژانس لیکلي چې دغه اورلګېدنه نن سهشنبه سهار وختي شوې ده او په خبره یې ګڼ کسان له ودانۍ په تېښته بریالي شوي یا یې ځانونه له لوړو پوړونو غورځولي دي.
په خبر کې د نيوزیلنډ د ښاروالۍ د چارواکو په حواله ویل شوي چې ممکن مرګژوبله زیاته وي، ځکه د راپورونو له مخې ۱۱ کسان چې په دغې لیلیه کې اوسېدل، لادرکه دي.
تر اوسه د دغې اورلګېدنې لامل نهدی څرګند شوی.
