Добавить новость
123ru.net
World News in Pashto
Май
2023

پوځ: پر پوځي تاسیساتو حملو کې د تحريک انصاف ځيني مشران لاس لري، پر ضد به یې کارروايي کېږي

0
د پاکستان پوځ خبرداری ورکړی چې د نيول شوي عمران خان د خوشې کولو لپاره، د تحريک انصاف مظاهرو کې پر پوځي تاسیسانو حملې نورې نه شي زغملی.

پوځ د مې پر لسمه په يوه خبرپاڼه کې وويل چې دا ډله غواړي پاکستان کورني جنګ ته ټېل وهي. د پوځ په خبره د دوی هر غبرګون ذمه واره به هغه ګوند وي. په دې بيان کې زیاته شوې چې پوځي تاسیسانو ته زیانونه رسونکې دې مظاهرو تر شا د تحريک انصاف د ځينو شرخوښو مشرانو ناوړه پلان وو.


پوځ د مې پر لسمه په يوه خبرپاڼه کې وويل چې په دې مظاهرو کې "د اقتدار په حوس کې مبتلا، سياسي پوښ اغوستې ډلې هغه کار وکړ چې د پاکستان ابدي دښمنانو په ۷۵ کلونو کې نه وو کړی." په بیان کې زیاته شوې: "پر پوځي تاسیساتو حملې وشوې خو پوځ بیا هم له زغم کار واخیست. تر دې وروسته به د هر ځوابي عمل ذمه واري د تحريک انصاف د دې مظاهرو پلانونکو او اسانچارو په مشرانو وي چې موږ پېژندلي. د دوی پر ضد به سخته قانوني کارروايي کېږي."




تحريک انصاف په سمدستي ډول د پوځ د دې بيان په غبرګون کې څه نه دي ويلي. د پاکستان پخوانی وزیراعظم او د تحريک انصاف مشر، عمران خان د مې پر نهمه، القادر ټرسټ کې د درغليوو مقدمه کې ونيول شو. عمران خان او د هغه ښځې بشرا بي بي په ۲۰۱۹ کال کې کله چې هغه وزیراعظم وو، د القادر پوهنتون جوړولو لپاره القادر ټرسټ جوړ کړ. د ګارډين ورځپاڼې د راپور ترمخه، د پاکستان مشهور د ځمکو او جايدادونو کاروباري، ملک ریاض هغه مهال په برتانيه کې د ځمکو يوه قضيه کې د لندن عدالت سره ومنله چې ۱۹۰ ميليونه پاونډه به ورستنوي. برتانیې دا پيسې د پاکستان حکومت ته وليږدولې. د عمران خان په مشرۍ حکومت په دې پيسو کې څه ملک ریاض ته ورکړي.


د پاکستان ډان ورځپاڼې ترمخه، په همدغه وخت کې، ملک رياض د هغه مهال وزيراعظم عمران خان سلاکار، زلفي بخاري ته د پنجاب په جهلم کې ۴۶۰ کاناله ځمکه اخیستې وه. بخاري دا ځمکه القادر ټرسټ ته ورکړه. ملک ریاض اعلان کړی وو چې د القادر پوهنتون ټول لګښت هغه پر غاړه اخلي.


رانا ثناالله تور پورې کوي چې دا عمران خان ته د ملک رياض رشوت وو. رانا ثناالله دا تور هم پورې کوي چې القادر ټرسټ د پیسو د سپينولو لپاره جوړ دی او د بسپنو په نامه ورته بې له حساب کتابه پیسې راځي. د پاکستان ملي احتساب ادارې د عمران خان او د هغه د ميرمن بشرا بي‌بي پر ضد په همدې اساس مقدمه جوړه کړې ده.


د مظاهرو دوام او د عمران خان جسماني ريمانډ

د عمران خان پلويانو د مې له نهمې راهیسې د پاکستان په بېلابېلو ښارونو کې خونړۍ مظاهرې کړې چې پکې پوځي، ملکي او شخصي املاکو ته زیان رسېدلی دی. پولیسو د پاکستان په بېلابېلو ښارونو کې د تحريک انصاف د غړيو نيولو ته دوام ورکړی دی. په نيول شويو کې د تحريک انصاف يو مرکزي مشر، اسد عمر او د پنجاب پخوانی ګورنر عمر چېمه هم شامل دي. ډان ورځپاڼې ليکلي چې يوازې په پنجاب کې له ۱۰۰۰ زیات کسان نيول شوي دي. همداراز په کراچۍ کې د ۲۰۰ په خوااوشا کې د مظاهره چيانو د نيول کېدو راپورونه ورکړل شوي دي.


د تحريک انصاف مرستيال مشر، شاه محمود قریشي د مې پر لسمه پر ټويټر خپره کړې ويډيو کې ويلي چې د دوی سوله ييزې مظاهرې به دوام لري ځکه چې په وينا یې دا یې قانوني حق دی. هغه زياته کړې چې ممکن نوموړی هم ونيول شي، مګر د پلويانو مظاهرې به یې روانې وي. قریشي زیاته کړې چې تر هغه به احتجاجونه بس نه کړي، تر څو چې عمران خان خوشې شوی نه وي.


په همدې حال کې د اسلام اباد يو عدالت د مې پر لسمه عمران خان په اته ورځني جسماني رېمانډ د احتساب قامي ادارې ته وسپاره. دې ادارې د ۱۴ ورځو جسماني رېمانډ غوښتنه کوله خو عدالت د اتوو ورځو اجازه ورکړه. احتساب اداره به له هغه د القادر ټرسټ په اړه پوښتنې کوي.


مرګ ژوبله او د پوځ تعنياتي

خيبر پښتونخوا چارواکي وايي چې د پخواني وزيراعظم عمران خان د نيول کېدو پر ضد د تحريک انصاف د غړيو د مظاهرو په وخت لږ تر لږه ۴ کسان وژل شوي دي. د ليډي ريډينګ روغتون وياند محمد عاصم مشال راډيو ته ويلي چې په پېښور کې ۳ کسان وژل شوي او ۴۵ زخميان دي. همداراز په بټ خېله کې د روغتيايي چارواکو په وينا دوه کسان وژل شوي او ۱۲ زخميان شوي دي.


د پنجاب کورنيوو چارو وزارت د مې پر لسمه، په يو نوټيفيکیشن کې ويلي چې د عامه امن ساتلو لپاره د پوځ تعنياتولو ضروري دي. په نوټيفيکيشن کې راغلي چې د پوځيانو شمير به صوبايي حکومت او پوځي چارواکي ټاکي.


همدغسې يو نوټيفيکشن د خيبر پښتونخوا حکومت کورنيوو چارو وزارت هم خپور کړی دی. دا په داسې حال کې ده چې په بنو کې خلکو د پوځي چاوڼۍ دروازې ته اور اچولی او په پېښور کې د بالاحصار مخې ته د تحريک انصاف مظاهرې دوام لری.


د پاکستان تحریک انصاف يو مخکښ فواد چوهدري پر دې اقدام نیوکې کړي دي. هغه پر ټويټر د پوښتنې راپورته کولو سره ویلي چې کله د ژر ټاکنو خبره کېدله نو پوځ او حکومت دواړو د پوځ په نورو معاملو کې د مصروفیت ویل. د هغه په خبر اوس نو بیا پوځ څنګه رابلل کېږي؟





Загрузка...


Губернаторы России

Спорт в России и мире

Загрузка...

Все новости спорта сегодня


Новости тенниса

Загрузка...


123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.


Загрузка...

Загрузка...

Экология в России и мире




Путин в России и мире

Лукашенко в Беларуси и мире



123ru.netмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

123ru.net — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.






Здоровье в России и мире


Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России






Загрузка...

Загрузка...





Друзья 123ru.net


Информационные партнёры 123ru.net



Спонсоры 123ru.net