Добавить новость
123ru.net
World News in Pashto
Май
2023

ملګري ملتونه: افغانستان کې مو د خپلو ادارو عملياتي برخې تر ارزونې لاندې دي

0
ملګري ملتونه وايي، په افغانستان کې د خپلو ادارو عملیاتي برخې یې لا هم تر جدي ارزونې لاندې دي.


د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ویاند مرستیال فرحان حق د سه‌شنبې په ورځ ناوخته په یوې خبرې غونډه کې وویل، افغانستان کې يې د خپلو ادارو عملياتي برخې تر جدي ارزونې لاندې دي.


امینه د کابل ښار په کارته نو سیمه کې ژوند کوي.


نوموړې چې د څلورو ورونو مشره خور ده، مور او پلار یې لس کاله وړاندې په یوې ټرافیکې پېښه کې مړه شوي، له ازادي راډیو سره په خبرو کې د خپل ژوند د سختیو کیسه کوي.


نوموړې وايي: "زموږ کوڅې ته ډبلیو‌ ایف‌ پي والا کسان راغلي وو، زه ورغلم چې موږ یتيمان یو مرسته راسره وکړئ، خو موږ ته مرستې را ونه رسېدې. زه خپله د خلکو په کورونو کې کالي وینځم، خو هغه کار هم اوس نه‌شم کولای."


د امینې په څېر ډېری افغانې کورنۍ د بې‌وزلۍ په لومه کې ګیرې دي.


خو تازه د ملګرو ملتونو سازمان ويلي، دوی به افغانستان کې د خپلو دفترونو د فعالیتونو ارزونې ته په جدي ډول دوام ورکړي.


د دې سازمان د سرمنشي د ویاند مرستیال فرحان حق د سه‌شنبې ورځې ناوخته په نیویارک کې په یوې خبرې غونډه کې وویل، د دوی کارکوونکي په افغانستان کې که له کوره کار کوي دا د دې معنی نه‌لري چې دوی به کار نه‌کوي.


حق وویل، دوی په افغانستان د خپلو هغه دفترونو د کار دوام ته ژمن دي چې د خلکو سره د بشري مرستو په برخه کې کار کوي.




نوموړي وويل: "موږ د خدماتو برابرولو لپاره بېلابېل کارونه کوو او پروګرامونه لرو، د مثال په توګه، د روغتیایي خدماتو په برخه کې د اړینو پروګرامونو وړاندې کول، لکه تغذیه او همداسې د ښوونې او روزنې برخه کې هم کارونه کوو، له بېلا بېلو ځایونو څخه دا کارونه مخته بیایو. تاسو پوهېږئ چې موږ مهم کارونه یا برنامې لرو که اجازه راکړئ له تبعیضي چلند پرته د روغتيا او تعلیم په برخه کې ډېرې برنامې لرو."


ملګري ملتونه داسې مهال په افغانستان کې د خپل ماموریت د ارزونې د دوام خبره کوي چې طالبانو له دې وړاندې د اپریل میاشتې په څلورمه په افغانستان کې د ملګرو ملتونو په دفترونو کې پر افغان مېرمنو د کار بندیز لګولی و.


د طالبانو له دغې پرېکړې وروسته په افغانستان کې د دې سازمان په دفترونو کې د ښځو له کاري بندیز وروسته یونما ویلي وو چې په افغانستان کې د پاتې کېدو او اړمنو خلکو ته د مرستو رسولو او خپلو اصولو ته د ژمنتیا ترمنځ یوه ډارونکي اقدام ته اړ شوي دي.


خو د مې میاشتو په لومړیو کې په قطر کې د ملګرو ملتونو سازمان به کوربه‌توب د افغانستان په اړه تر نړیوالې غونډې وروسته په افغانستان کې د دغه سازمان د استازولۍ دفتر یونما په یوه اعلامیه کې وویل، د خپلو فعالیتونو په اړه د بېلابېلو لوریو او شریکانو سره تر سلا مشورو وروسته دوی پرېکړه وکړه چې له ستونزو سره سره په افغانستان کې خپل فعالیتونه نه‌شي بندولی.


د یوناما په اعلامیه کې دا هم راغلي و چې د طالبانو دغه پرېکړې د دوی کار په جدي ډول کمزوری کوي.





Загрузка...


Губернаторы России

Спорт в России и мире

Загрузка...

Все новости спорта сегодня


Новости тенниса

Загрузка...


123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.


Загрузка...

Загрузка...

Экология в России и мире




Путин в России и мире

Лукашенко в Беларуси и мире



123ru.netмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

123ru.net — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.






Здоровье в России и мире


Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России






Загрузка...

Загрузка...





Друзья 123ru.net


Информационные партнёры 123ru.net



Спонсоры 123ru.net