Добавить новость
123ru.net
World News in Pashto
Май
2023

افغانستان کې د یوناني درملو د کارونې دود؛ دا درمل ګټه لري که تاوان؟

0
په افغانستان کې د یوناني درملو کارول، چې له ډېرې مودې راهیسې رواج لري، پلویان او مخالفین دواړه لري.


ظاهراً په دې اړه د افغانانو ترمنځ ضد او نقیض نظرونه موجود دي.


د کابل ښار د لومړۍ ناحيې اوسېدونکی څلوېښت کلن درمحمد وطندوست وايي چې په بوټو د درملنې او دغه شان له يوناني درملو څخه ښه خاطره نه‌لري.


نوموړي ازادي راډيو ته وویل: "موږ د دې شاهد و چې د کابل څخه لرې په فرزې ولسوالۍ کې د یوه څلور یا پنځه کلن ماشوم په ګېډه درد و. کورنی اقتصاد یې ښه نه و. دوی له غره څخه یو څه یوناني بوټي راټول او وچ یې کړل او بيا یې ماشوم ته ورکړل. د هغې ورځې په سبا یې ماشوم ته ستونزه پیدا شوه او مړ شو. یوناني درمل بیا دا ستونزې هم لري."


خو کابل مېشتې ۲۴ کلنې ليدا عدالت ازادي راډيو ته وويل چې د يوناني درملو له کارولو څخه راضي ده او تر طبي درملو يې ښه ګڼي.


نوموړې وايي: "موږ باور لرو چې ګټې یې د نورو درملو په پرتله ډېرې دي، ځکه چې پایله یې د نورو درملو په پرتله ښه وه. زما ویښتان ډېر تویېدل او ماته سپارښتنه وشوه چې یوناني درمل وکاروم، کله چې ما هغه وکارول، زما د ویښتو تویېدل بند شول او وده يې هم ښه شوه."


د یوناني درملو تولیدوونکي هم خپل محصولات معیاري او د لقمان حکیم له‌خوا پاتې شوی میراث ګڼي.


محب الله فیضاني چې په کابل ښار کې د یوناني درملو یو تولیدونکی دی وايي، له څه باندې دولسو کلونو راهیسې دغه درمل جوړوي.


هغه ازادي راډيو ته وویل چې د هرو درمول د جوړولو لپاره ځانګړي معیارونه او مواد لري.


نوموړی وايي: "دا درمل چې جوړېږي هره نسخه یې ځانته معیار لري. د بېلګې په توګه د معدې دوا چې په‌کې ۱۰۰ ګرامه بادیان، ۵۰ ګرامه سپېرکۍ، ۵۰ ګرام توره الیله او ۵۰ ګرامه ژیړه الیله کارول کېږي، یعنې ګرم او ساړه مواد یو ځای کېږي، هر درمل ځانته معیار لري."


محب الله فیضاني دا هم وویل چې دی یوازې د طالبانو تر کنترول لاندې د کابل ښاروالۍ جواز لري او د طالبانو حکومت د عامې روغتیا وزارت جواز نه‌لري.


نوموړی ادعا کوي چې د یوناني درملو ډېری جوړونکي د عامې روغتیا جواز نه‌لري.


د ازادي راډیو خبریال وغوښتل په دې اړه د طالبانو حکومت د عامې روغتیا وزارت نظر هم واخلي، خو د دغه وزارت ویاند شرافت زمان د دې راپور تر خپرېدو پورې پوښتنو ته ځواب ونه وایه.


خو یو شمېر ډاکتران وايي، درمل د ناروغیو د مخنیوي او درملنې لپاره کارول کېږي چې د تولید یې ځانګړی مېکانېزم لري او باید د نړیوال روغتیا سازمان د تصویب شویو ځانګړي معیارونو له مخې تولید شي.


امېد همکار یو له دغو ډاکټرانو په دې اړه ازادي راډيو ته وویل چې ناروغان باید یوازې هغه درمل وکاروي چې د ډاکترانو او بېلابېلو روغتیايي سازمانونو له خوا تصویب شوي وي.


امېد وايي: "موږ له دې حقیقته سترګې نه پټوو، چې زموږ د درملو یوه اړینه او لویه برخه له طبي بوټو جوړېږي، خو په دې توګه نه چې په عطاریانو کې پلورل کېږي. ځکه چې د درملو اندازه او د درملنې وخت یې مشخص نه وي. زما وړاندیز دا دی چې باید عصري درمل وکارول شي هغه څه چې ډاکتران او درملتونونه یې تاییدوي."


له بوټو څخه جوړو یا یوناني درملو کارولو خبره زرګونه کاله مخکې زمانې ته ورګرځې، هغه وخت چې د انسان درملنه یوازېنۍ همدا د طبي بوټو له لارې ممکنه وه.


خو په نړۍ کې د طبابت له پرمختګ سره سره لا هم د بوټو یا یوناني درملو کارول د نړۍ په بېلابېلو برخو په ځانګړي ډول په افغانستان کې شته او ډېری خلک له دغو درملو څخه د خپلو ناروغیو د درملنې لپاره په خپل سري ډول او یا د یوناني درملو د پلورونکو په مشوره کار اخلي.





Загрузка...


Губернаторы России

Спорт в России и мире

Загрузка...

Все новости спорта сегодня


Новости тенниса

Загрузка...


123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.


Загрузка...

Загрузка...

Экология в России и мире




Путин в России и мире

Лукашенко в Беларуси и мире



123ru.netмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

123ru.net — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.






Здоровье в России и мире


Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России






Загрузка...

Загрузка...





Друзья 123ru.net


Информационные партнёры 123ru.net



Спонсоры 123ru.net