Добавить новость
123ru.net
World News in Pashto
Май
2023

د متقي او عاصم‌منیر لیدنه؛ د پاکستان پوځ: متقي له پاکستان سره ګډ کار مهم وباله

0
داسې مهال چې پاکستاني چارواکي ادعا کوي چې خاورې ته یې له افغانستانه ترهګریز ګواښ پېښ دی، د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت وايي، د دې وزارت سرپرست امیرخان متقي د پاکستاني پوځ له لوی درستیز عاصم منیر سره کتلي او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې په سیمه‌ییز امنیت ورسره خبرې کړي.


د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت نن رسنیو ته په استول شویو معلوماتو کې ویلي، عاصم منیر سره د متقي لیدنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ په سيمه‌ييز امنيت، د خلکو تګ راتګ کې اسانتياو او افغان کډوالو اړوند مسايلو په اړه هر اړخيزې خبرې شوي.


بل‌خوا د پاکستاني پوځ د عامه اړیکو دفتر نن سهار خپره کړې خبرپاڼه کې لیکلي، په دې لیدنه کې دواړو لوریو د امنیت د ښه‌‌والي په هدف د مېکانېزم په پیاوړتیا بحث کړی.


د پاکستاني پوځ خبرپاڼه کې زیاته شوې، امیرخان متقي په دې لیدنه کې د امنیت د ښه‌والي په موخه له پاکستان سره ګډ کار مهم بللی او تر څنګ یې په افغانستان کې د امنیت او پرمختګ په برخه کې د پاکستان له مرستې مننه کړې.


د پاکستاني پوځ خبرپاڼه کې دا هم لیکل شوي چې د پوځ لوی درستیز یې د طالبانو د اوسني رژیم په ملاتړ ټینګار کړی او پر دې یې هم هوکړه کړې چې د دوه اړخیزو اړیکو د پیاوړتیا لپاره خپل‌منځي اړیکې جاري ساتي.


دا خبرې داسې مهال کېږي چې مخکې تر دې پاکستاني چارواکو په وار وار ویلي، د دوی خاورې ته ناامني له افغانستانه پېښه ده او د افغانستان امن یې د پاکستان او سیمې امن بللی دی.


خو د افغانستان د تېر جمهوري نظام چارواکو به بیا په پاکستان دا تور پورې کاوه، چې له ترهګرو ملاتړ کوي، هغه ادعا چې پاکستان تل رد کړې ده.


په ورته وخت کې د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت خبر ورکړی چې د وزارت سرپرست یې تېره شپه د پاکستان د سیاسي ګوندونو له یو شمېر مشرانو سره هم لیدلي.




د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال ضیا احمد تکل رسنیو ته استولي پیغام کې ویلي، دې لیدنه کې د افغانستان او پاکستان پر ګڼو دوه اړخیزو مشترکاتو، سیاسي، تجارتي، ټرانزیټي او اقتصادي ګټو خبرې وشوې.


نوموړي ويلي: "د ناستې ټولو برخه‌والو ټینګار وکړ چې د دواړو همسایه هېوادونو د حکومتونو او ولسونو ترمنځ دې نږدېوالی راشي او په ازادانه ډول دې د دواړو ولسونو لپاره د تګ راتګ زمینه برابره شي."


د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت وايي، په دې ناسته کې مولانا فضل الرحمن، سراج الحق، محمود خان اڅکزي، ایمل ولي خان او د یو شمېر نورو سیاسي ګوندونو مشرانو ګډون کړی و.


خو د دې ناستې یو ګډو‌نوال او د عوامي نېشنل ګوند ایالتي مشر اېمل ولي خان وايي، دې لیدنه کې يې له امیرخان متقي غوښتي چې افغانانو ته حق ورکړي څو خپل استازي خپله وټاکي او تر خوا یې افغان ماشومان زده‌کړو ته پرېږدي.


هغه تېره شپه په خپله رسمي فېسبوکپاڼه لیکلي، د ټولې نړۍ د دیني عالمانو د مشرانو اولادونه زده‌کړه کوي او په کار ده چې افغان ماشومانو ته دا حق ورکړل شي.


خان دا هم لیکلي چې متقي ته یې ویلي، پاکستان کې ترهګریزو پېښو کې د افغانستان له خاورې د ګټې اخستو شواهد ښکاره شوي او اړینه ده چې په افغانستان کې د ترهګرو امن‌ پټنځایونه له‌منځه یوړل شي.


طالبانو د هغه څرګندونو ته ځواب نه‌دی ویلی، خو وړاندې یې ویلي چې افغانستان کې هیڅ ترهګر نه‌شته.


دا ادعاوې داسې مهال کېږي چې د جمهوري نظام پر مهال افغان چارواکو او د عوامي نېشنل ګوند په ګډون خپله یو شمېر پاکستاني ګوندونو ښکاره ویل، چې د پاکستان په خاوره کې هغه ترهګر ځای پر ځای دي چې افغانستان کې بریدونه کوي او افغان خاوره یې ناامنه کړې ده.


د یادونې ده چې په پاکستان کې د هغه هېواد د چارواکو او سیاسي چارواکو لیدنې کتنې او خبرې له طالب چارواکو سره داسې مهال کېږي چې د شنبې په ورځ اسلام اباد د پاکستانو، چين د بهرنیو چارو د وزیرانو او د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو د سرپرست وزیر د درې اړخیزې غونډې کوربه و، چې په دغه غونډه کې، هم پر اقتصادي همکاریو، امن، ثبات او نورو مسایلو خبرې شوې دي.





Загрузка...


Губернаторы России

Спорт в России и мире

Загрузка...

Все новости спорта сегодня


Новости тенниса

Загрузка...


123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.


Загрузка...

Загрузка...

Экология в России и мире




Путин в России и мире

Лукашенко в Беларуси и мире



123ru.netмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

123ru.net — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.






Здоровье в России и мире


Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России






Загрузка...

Загрузка...





Друзья 123ru.net


Информационные партнёры 123ru.net



Спонсоры 123ru.net