د انګلستان کيپټان له نړيوال کرکټ سره مخه ښه وکړه
۳۵ کلن ایون مورګن پرون اعلان وکړ، چې نور به نړيوال کرکټ پرېږدي.
مورګن که څه هم انګلستان ته د ۲۰۱۹ کال د یو ورځنیو لوبو نړيوال جام وګاټه خو په وروستیو لوبو کې ښه نه و ځلېدلی.
مورګن په ایرلنډ کې زېږېدلی و او په لومړي ځل د ایرلنډ په ملي لوبډله کې ولوبېد خو وروسته د انګلستان له لوبډلې سره یو ځای شو او تر دې چې د دې لوبډلې کيپټان وټاکل شو.
ایون مورګن په ۱۲۶ نړيوالو کې د انګلستان لوبډلې کيپټاني کړې وه، چې ۷۶ لوبې یې ګټلې وې.
مورګن د ټېست کرکټ په ۱۶ لوبو کې ۷۰۰، په ۲۴۸ یو ورځنیو لوبو کې ۷۷۰۱ او ۱۱۵ نړىوالو شل اوریزو لوبو کې ۲۴۵۸ منډې جوړې کړې وې.
