Добавить новость
123ru.net
World News in Pashto
Июнь
2022

د "بنو قامي جرګې" پرېکړې به کله او څنګه عملي کېږي؟

0
پښتونخوا ملي عوامي ګوند وايي د بنو په پښتون قامي جرګه کې چې کومې پرېکړې شوې وې، د هغوی عملي کولو لپاره یې هلې ځلې روانې دي.

د یاد ګوند مرستیال مشر عبدالرحیم زیارتوال د جون پر ۲۷مه مشال راډیو ته وویل چې په دې لړ کې یې یوه غونډه کړې او بله به له لوی اختره وروسته کوي. "ډېر ژر به واورئ چې د دې لپاره عملي‌ ګامونه واخیستل شو، که خدای کول ۲۸ نقاطي اعلامیه به عملي کېږي او د هرې مادې لپاره به یې کمېټۍ جوړېږي او پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ د دې لپاره خپل چمتووالی لري."


د پښتونخوا ملي عوامي ګوند له خوا د ۲۰۲۲م مال د مارچ له ۱۱مې تر ۱۴مې د خیبر پښتونخوا په بنو کې د پښتون قامي جرګه شوې وه. په دې جرګه کې د پاکستان له ټولو پښتون مېشتو سیمو سیاسي او قبایلي مشرانو ګډون او ویناوې کړې وې.




عبدالرحیم زیارتوال وايي دوی تر جرګې وروسته هم له یو شمېر پښتنو مشرانو سره لیدلي او ټول د ده په وینا، د یوې قامي کمېټۍ جوړېدو ته لیوال دي. "ټول دا ډېر خواهش لري چې موږ اوس ترتیب جوړ کړو، او عملي ګامونه واخلو، د هیچا له خوا د جرګې د پرېکړو په اړه هیڅ منفي تاثر مخې ته نه دی راغلی، بس اوس یوه ناسته غواړي چې پر اساس یې بیا موږ ترتیبات جوړ کړو."


په دې جرګه کې که څه هم د ملتپالو او نورو سیاسي ګوندونو مرکزي مشرانو ګډون نه وو کړی خو پلاوي او استازي یې پکې شریک شوي وو. د عوامي نېشنل ګوند د خیبر پښتونخوا د کلتور سیکرټر ډاکټر خادم حسېن په دې جرګه کې د خپل ګوند د پلاوي مشري کړې وه.


نوموړي د جون پر ۲۷مه مشال راډ‌یو ته وویل، سیاست او بیانیه د هر ګوند خپله ده خو د ده په وینا د قام یو شمېر مسایل داسې دي چې مشران باید پرې په یوه خوله خبره وکړي. ده وویل، پښتانه باید د خپلو مسلو د هواري په خاطر د موثر غږ کولو لپاره د قام په کچه یو کمېټۍ یا جرګه ولري. " خبره خو د ګوندونو ده او پرېکړې خو به هم ګوندونه کوي خو د ګوندونو ادارې باید پر دې ارتباط یا مربوط کېدو سره سلا شي، دا ډېره زیاته ښکاره خبره ده او دومره ضروري ده لکه څومره چې سا اخیستل ضروري دي."


د بنو جرګ‍ې په څېر یا دې ته ورته جرګې نورې هم شوې دي خو د پښتنو د قامي مسلو په هواري کې یې څه د پام وړ رول نه دی لوبولی. پر امنیتي حالاتو او د سیاسي ګوندونو پر هلې ځلو نظر لرونکي زیاتره وخت په ځانګړې توګه ملتپال مشران په دې تورنوي چې ګواکې هغوی د قام لپاره تر خپلو شخصي ګټو نه تېرېږي.




د دوی په وینا، د پښتانه ملتپال مشرتابه یووالی ښايي‌ د دوی خپلو شخصي ګټو ته په ګټه نه وي خو په مجموعي‌ توګه د قام د مسلو حل په هم دې کې دی. د سیاسي چارو پوه ډاکټر عبدالشکور مشال راډیو ته وویل، نور که نه وي نو یوازې د بدامنۍ پرضد باید په یوه خوله غږ پورته کړي.


هغه زیاتوي: "دا ګوندونه که څه هم ملتپال دي‌ خو دوی سیاسي موخې هم لري او دوی به هغه وخت د یو کمېټۍ برخه جوړېږي چې هغه دوی ته سیاسي‌ ګټه رسوي او که چېري دوی داسې وګڼي چې په دې کې ورته تاوان دی نو بیا به داسې ونکړي خو زما په فکر لږ تر لږه د امنیت پر مسله باید را غونډ او په یوه خوله شي."


دا په داسې حال کې ده چې په پاکستان کې د پښتنو په سیمه او په ځانګړې توګه د قبایلي ضلعو په شمالي او جنوبي وزیرستان کې د بدامنۍ پېښې نيږدې هره ورځ رامنځ ته کېږي.




 





Загрузка...


Губернаторы России

Спорт в России и мире

Загрузка...

Все новости спорта сегодня


Новости тенниса

Загрузка...


123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.


Загрузка...

Загрузка...

Экология в России и мире




Путин в России и мире

Лукашенко в Беларуси и мире



123ru.netмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

123ru.net — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.






Здоровье в России и мире


Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России






Загрузка...

Загрузка...





Друзья 123ru.net


Информационные партнёры 123ru.net



Спонсоры 123ru.net