Добавить новость
123ru.net
World News in Pashto
Июнь
2022

اروپايي ټولنې د بشري حقونو له شورا د افغان مېرمنو د حقونو په تړاو د بېړنۍ ناستې غوښتنه کړې

0
په ملګرو ملتونو کې د اروپايي ټولنې دایمې استازولۍ د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ته په استولي لیک کې د یادې موضوع د څرنګوالي په اړه د یوې بېړنې ناستې غوښتنه کړې.


ازیتا چې له اتو میاشتو راهیسې له تحصیل او کار نه محرومه پاتې شوې وايي، روان حالت یې روح او روان سخت ځپلی او د دوام د مخنیوي غوښتنه یې کوي.


ازیتا چې د اقتصاد پوهنځۍ د ۷ سمسټر محصله ده وايي، له اتو میاشتو راهیسې له خپل پوهنتونه او هغه ځای کې چې  يې کار کاوه لرې پاتې ده.


نوموړې وايي: "زه هم د هغو نجونو له ډلې یم چې له تحصیل څخه لرې پاتې شوې یم او دغې چارې زما په روح او روان منفي اغېز کړی، نه یوازې زه بلکې هغه نجونې چې زما په شاخوا کې ژوند کوي هغوی هم له دې نعمته محروم پاتې شوي دي، موږ له دغه حالته مجبوره شوي یو، موږ ډېرې هیلې درلودې، زموږ غوښتنه له نړېوالې ټولنې او ملګرو ملتونو دا ده چې پر طالبانو فشار راوړي ترڅو دوی نجونو پرمخ د ښوونځیو دروازې پرانیزي."




خو دا یوازې ازیتا نه ده چې له دې حالت رنځ وړي ښايي په زرګونو نجونوې او مېرمنې له ورته حالت سره مخ وي.


له هغې وروسته چې طالبان په ټول افغانستان واکمن شول پر افغان مېرمنو او نجونو د کار تر څنګ د تحصیل په برخه کې هم محدویتونه وضع شول.


اوس اروپايي ټولنې او فرانسې د ملګرو ملتونو د بشر حقونو له شورا غوښتې چې دغه حالت ته په اندېښنې سره د روان وضعت په تړاو یوه بېړنې ناسته جوړه کړي.


په ملګرو ملتونو کې د اورپایي ټولنې دایمي استازي (لود نادسن) د ملګرو ملتونو د بشر حقونو شورا ته په یو استولي لیک کې غوښتنه کړې چې د جولای په لومړۍ نېټه باید په افغانستان کې د بشري حقونو په ځانګړي ډول د مېرمنو د کار او تحصیل په تړاو بېړنۍ ناسته جوړه شي.


له بلې خوا په ملګرو ملتونو کې د فرانسې هېواد دایمي استازې (نتلي برادوست) بیا د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د پنجشبې ورځې په غونډه کې ویلي چې مېرمنې په افغانستان کې بندیانې دي او نه‌شي کولای له خپلو حقوقو دفاع وکړي.




نوموړې ویلي، د بشري حقونو درناوی د ملګرو ملتونو په منشور کې واضیح او کلیدي اصل دی او ټول اړخونه باید ورته درناوی وکړي.


اغلې برادوست ټينګار کړی چې پر ۱۳ طالب چارواکو د بندیزونو د لګولو په برخه کې باید ځیني شرایط د ملګرو ملتونو لخوا په پام کې ونیول شي.


نوموړې ویلي، د یو قانونمند حکومت رامنځته کول، له افغانستان د هغه وګړو چې ژوند یې له ګواښ سره مخ دی د خوندي وتلو لپاره د حل لارې لټول، په افغانستان کې د بشري مرستو د رسېدنې او څار په برخه کې اسانتیاوې رامنځته کول او له ترهګرو ډولو سره د اړیکو پرې کول هغه شرایط دي چې د طالبانو اوسنۍ حکومت هیځ یو هم نه دي ترسره کړي.


ملګرو ملتونو روانه اوونۍ د هغه څه له امله چې د افغان نجونو د زده‌کړو او تحصیل پر وړاندې سخت دریځ یادېږي، پر دوو طالب چارواکو د سفر بندیز ولګاو.




د فرانسې خبري اژانس په ملګرو ملتونو کې د یو شمېر ډیپلوماتانو له قوله لیکلي و چې په ۱۳ نورو طالب چارواکو د سفر د معافیت بندیز له دوو تر درې نورو میاشتو غځول شوی.


د راپورنو له مخې، هغه دوه طالب چارواکي چې په سفرونو یې بندیز لګېدلی، د طالبانو حکومت د لوړو زده‌کړو وزارت سرپرست عبدالباقي حقاني او د پوهنې وزارت مرستیال سیداحمد شهیدخېل دي.


په افغانستان کې د طالبانو د بیا ځلې واکمنېدو نږدې ۹ میاشتې په پوره کېدو دي خو لا هم د ښوونځيو دروازې د نجونو پر مخ تړلې پاتې دي، مېرمنې د کار او تحصیل اجازه نه لري، له دې ور هاخوا پر افغان مېرمنو حجاب لازمي شوی او روسره د ژوند په نور برخو کې هم پر دوی زیات محدودیتونه وضع شوي دي.


د طالبانو حکومت که څه هم تازه د دغو څرګندونو په اړه څه نه دي ویلي خو له دې وړاندې ویلي و چې دوی به افغان مېرمنو او نجونو ته د اسلامي اصولو په رڼا کې د کار او تحصیل اجازه ورکړي.





Загрузка...


Губернаторы России

Спорт в России и мире

Загрузка...

Все новости спорта сегодня


Новости тенниса

Загрузка...


123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.


Загрузка...

Загрузка...

Экология в России и мире




Путин в России и мире

Лукашенко в Беларуси и мире



123ru.netмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

123ru.net — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.






Здоровье в России и мире


Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России






Загрузка...

Загрузка...





Друзья 123ru.net


Информационные партнёры 123ru.net



Спонсоры 123ru.net