Добавить новость
123ru.net
World News in Pashto
Июнь
2022

​​​​​​پکتیکا کې د زلزلې له امله څه د پاسه ۱،۰۰۰ تنه مړه او له ۱،۵۰۰ زیات ټپيان دي

0
د افغانستان د پکتیکا ولایت یوازې دوو ولسوالیو کې د تېرې شپې د زلزلې له امله څه د پاسه ۱،۰۰۰ تنه وژل شوي او له ۱،۵۰۰ زیات نور ټپيان شوي دي.


د طالبانو حکومت اړوند باختر اژانس لیکلي چې دا مرګ‌ژوبله یوازې د پکتیکا په ګیان او برمل ولسوالیو کې اوښتې ده.


دغه اژانس زیاتوي چې د دغه ولایت په زیړوک او نکې ولسوالیو کې هم زیات شمېر خلکو ته د سر او مال زیان اوښتی، خو کره شمېر یې نه‌دی معلوم.


تر اوسه کومې خپلواکې سرچینې دغه شمېرې نه‌دي تأیید کړي.


مخکې له دې ​طالب چارواکو ویلي و چې په پکتیکا، خوست او ننګرهار ولایتونو کې د تېرې شپې د زلزلې له امله، لږ تر لږه ۹۲۰ تنه مړه شوي او له ۶۰۰ زیات ټپیان دي.


پېښو ته د رسېدو په چارو کې د طالبانو حکومت د دولت وزارت مرستیال شرف‌الدین مسلم نن په کابل کې په یوه بېړنۍ خبري غونډه کې دا شمېر تأیید کړ.


د ښاغلي مسلم په وینا د دې زلزلې له امله زرګونه کورونه ان څو کلي بشپړ وران شوي او د پکتیکا په برمل ولسوالۍ کې تر ټولو ډېره مرګ‌ژوبله ښځو او ماشومانو ته رسېدلې ده.


هغه قربانیانو ته د سل میلیونه افغانۍ نقدي مرستې د منظورۍ خبر هم ورکړ.


دغه‌راز د طالبانو مشر ملا هبت‌الله اخندزاده له نړیوالې ټولنې او خیریه بنسټونو غوښتي چې د زلزله‌ځپلو لاسنیوي ته ور ودانګي.




د ښاغلي اخندزاده د خواخوږۍ په پيغام کې چې نن خپور شوی راغلي چې د مرګ‌ژوبلې د زیاتېدو احتمال شته.


د طالبانو حکومت له پېښو سره د مبارزې له وزارت او اړوندو نورو ادارو او خلکو غوښتي چې هر څه ژر له ټولو امکاناتو سره د پېښې ځای ته ځانونه ورسوي.


مخکې له دې که څه هم په خوست کې د مرګ‌ژوبلې شمېرې وروستۍ ښودل شوي، خو د پکتیکا ځايي چارواکي د مرګ‌ژوبلې د زیاتېدو خبره کوي.


د پکتیکا ولایت ځايي چارواکي مني چې د دې ولایت په څلورو ولسوالیو کې د تېرې شپې د زلزلې له امله ۲۵۵ تنه مړه شوي او له ۵۰۰ زیات ټپیان شوي دي.


د بېګانۍ زلزلې له امله د دې ولایت په نکې، زیړوک، برمل او ګیانې ولسوالۍ کې په ډېر شمېر کورونه نړېدلي.




د پکتیکا د عامې روغتیا رئیس حکمت‌الله عصمت‌ ازادي راډیو ته وویل: "البته زه دا ویلی شم چې ډېر کلي دي چې تر خاورو لاندې دي او هلته زموږ مرستندویه ټیمونه لا هم نه‌دي رسېدلي. ممکن دا ارقام تغییر وکړي او پورته ولاړ شي."


د پکتیکا د ګیانې ولسوالۍ یوه اوسېدونکي ازادي راډیو ته وویل، نږدې ۵۰۰ کورونه زلزلې نړولي دي.


د خوست ولایت سپېرې ولسوالۍ کې هم د ۴۰ تنو مړینه او ۵۰ نورو ټپي کېدل تأیید شوي دي.


د خوست د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس شبیر احمد عثماني رسنیو ته ویلي، له سیمې ټپیان او په زلزله کې مړه شوي روغتونونو ته لېږدول شوي دي.


هاخوا طالب چارواکي وايي، له کابله‌یې هم پکتیکا او خوست ته مرستندویه ډلې او روغتیايي ټیمونه استولي.




د طالبانو یوه ویاند بلال کریمي په خپله ټویټرپاڼه له ټولو مرستندویه ادارو غوښتنه کړې چې په بېړنۍ توګه سیمې ته ټیمونه ولېږي، څو د ده په خبره، د فاجعې د لا پراخېدو مخه ونیول شي.


د امریکا د جیولوژیکي سروې د ادارې «یو اېس جي اېس» د اټکل له مخې د دې زلزلې شدت د رېښتر په مقیاس ۶،۱ درجه و.


«یو اېس جي اېس» وايي چې د دې زلزلې مرکز د خوست ولایت په ۴۴ کیلومترۍ او د ځمکې په ۵۱ کیلومتره ژور تل کې و چې کابل او د پاکستان پلازمېنه اسلام‌اباد ته‌یې هم ټکان ورکړ.


زلزلې د پلازمېنې کابل په ګډون د افغانستان یو شمېر نور ولایتونه هم لړزولي دي.





Загрузка...


Губернаторы России

Спорт в России и мире

Загрузка...

Все новости спорта сегодня


Новости тенниса

Загрузка...


123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.


Загрузка...

Загрузка...

Экология в России и мире




Путин в России и мире

Лукашенко в Беларуси и мире



123ru.netмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

123ru.net — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.






Здоровье в России и мире


Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России






Загрузка...

Загрузка...





Друзья 123ru.net


Информационные партнёры 123ru.net



Спонсоры 123ru.net