د افغانستان سوداګرۍ خونې له روسيې سوداګرو د نفتي او خوارکي موادو د واردولو غوښتنه کړې
![د افغانستان سوداګرۍ خونې له روسيې سوداګرو د نفتي او خوارکي موادو د واردولو غوښتنه کړې](https://gdb.rferl.org/82161D00-C7F2-4EC9-931A-4A4ED0CD8642_w800_h450.jpg)
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونکې خونې چارواکو په روسیه کې له یوشمېر روسي سوداګرو سره په لیدنه کې له هغوي افغانستان ته د نفتي او خوراکي موادو د وارداتو او صادارتو په برخه کې د همکارۍ غوښتنه کړې.
د سوداګرۍ او پانګونې خونې تېره ورځ ناوخته په یوې خبرپاڼه کې ویلي، د خونې چارواکو دغه شان د کریمیا په چارو کې د روسیي ولسشمر له ځانګړي استازي سره هم په ورته مسایلو خبرې کړي دي.
د خونې په خبره، افغان پلاوي د اوړو، غنمو، غوړیو، او نفتي موادو د وارداتو او صادراتو په برخه کې له مقابل لوري د همکارۍ غوښتنه کړې.
افغان پلاوي ته روسي سوداګرو او چارواکو د سوداګرۍ په برخه کې د ټولو اسانتیاو د رامنځته کېدو ژمنه ورکړې او په راتلونکې کې د ورته لیدنو پر کېدو هم ټینګار کړی.
دغه لیدنه داسې مهال کېږي چې په افغانستان د طالبانو له بیا ځلې واکمنېدو سره د نفتي او خوراکي موادو بیې د پام وړ لوړې شوې او دغې چارې خلک له ستونزو سره مخ کړي.