Добавить новость
123ru.net
World News in Pashto
Июнь
2022

طالبان: که په ستانه شویو چارواکو څوک دعوه لري نو مراجعه دې وکړي

0
طالبان وايي، هغه کسان چې بېرته افغانستان ته ستانه شوي او د فساد دوسیې لري، که یې څوک پر ضد دعوه لري نو کولای شي له افغان شخصیتونو سره د ارتباط کمېسیون ته مراجعه وکړي.


داسې مهال، چې افغانستان ته د بېرته ستنو شویو کسانو له ډلې یو شمېر یې د اشخاصو نه، بلکې له بیت‌الماله په غبن تورن دي، طالبان وايي، که هره ټولنه یا کوم څوک د دې کسانو پر ضد دعوه لري، له افغان شخصیتونو سره د ارتباط کمېسیون له لارې دې وڅېړي.


د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد ازادي راډیو ته وویل، دغه کسان په یوه باور افغانستان ته ستانه شوي او هیڅوک نه‌شي کولای کومه ستونزه ورته جوړه کړي.




هغه وویل: "که چېرې چا پر دوی دعوه درلوده، نو مخامخ پر دوی ادعا نه‌شي کولای او دوی سره کار نه‌شي درلودای، بلکې له کمېسیون سره به اړیکه نیسي."


افغانستان ته د بېرته ستونو شویو په ډله کې د پوهنې په پخواني وزیر فاروق وردک، د حج او اوقافو په پخواني وزیر صدیق چکري او د کورنیو چارو وزارت د کوپراتیف پر پخواني رییس محمد انور کوهستاني د مالي فساد تورونه شته.






د افغانستان لپاره د امریکا د بیارغونې د مرستو د څار ادارې سیګار په ۱۳۹۴ لمریز کال کې، ویلي چې د افغانستان پر خیالي ښوونځیو او زده کونکو ۷۶۹ میلیونه ډالره لګېدلي دي.






خو وردک هغه مهال دا تورونه بې بنسټه او توطیه بللې وه او ازادي راډیو ته یې ویلي وه، چې د سیګار ادارې له خوا د دوی په رپوټ کې ادعا شوې پيسې د پوهنې وزارت له خوا نه بلکې په خپله امریکا او یا یې قراردادیانو په افغانستان کې مصرف کړي دي.




په ورته وخت کې، په ۱۳۸۸ لمریز کال کې هم د وخت د ارشاد، حج او اوقافو وزارت سرپرست صدیق چکري د حج په مراسمو کې په اختلاس تورن ګڼل شوی و، چې وروسته بیا لندن ته ولاړ، خو دوسیه یې څارنوالۍ محکمې ته سپارلې وه.


په ۱۳۹۰ لمریز کال کې د وخت د لوی څارنوالی مرستیال رحمت الله نظري ازادي راډیو ته ویلي وه، صدیق چکري چې له لندن څخه بیرته هېواد ته را ستون شو، دوسیه به یې هرو مرو پرمخ وړل کېږي.




خو ښاغلي چکري هم مخکې دا تورونه رد کړي وه.


هڅه مو وکړه چې له یادو کسانو سره هم په راپور کې خبرې وکړو، خو بریالي نه‌شو.


دا په داسې حال کې ده، چې تازه د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ پخوانی وزیر امیرزی سنګین هم د شنبې په مازدیګر افغانستان ته ستون شوی دی.


هغه د کابل په هوايي ډګر کې رسنیو ته وویل، افغانستان ته د خدمت په موخه راستون شوی، داسې مهالې چې هغه له وزارت د ګوښه کېدو وروسته، له افغانستان ووت.


هاخوا د بشري حقونو د څار سازمان وايي، افغانستان ته د بېرته ستنېدونکو پخوانیو چارواکو په ستنېدو کې د طالبانو ګټه نغښتې ده.


د دې سازمان د ښځو څانګې مسوولې هېدر بار ازادي راډیو ته وویل، طالبان داسې مهال د پخوانیو چارواکو د بېرته ستنېدو هرکلی کوي چې واک ته له رسېدو وروسته یې، د مخکني نظام امنیتي او دفاعي سرتېرو په ګډون یو شمېر کسان وژلي دي، هغه ادعا چې طالبانو مخکې رد کړې ده.




بار وویل: "دا د پام او درک وړ خبره ده چې طالبان وطن ته د پخوانيو چارواکو له راتګه هرکلى کوي، ځکه دا روښانه ده چې طالبان د دې چارواکو ظرفيتونو ته اړتيا لري. له دې سره هممهاله، په دې موضوع کې د طالبانو ګټه هم نغښتې ده، ځکه کله چې دوى کابل ونیوه نو اعلان يې وکړ چې د امنيتي ځواکونو په ګډون د پخواني حکومت کارکونکو ته يې عفوه کړې، خو موږ په دې پوهېږو چې د پخوانيو امنيتي ځواکونو د سرتېرو په ګډون يو شمېر کسان ووژل شول او دا د دې لامل شو چې خلک د طالبانو د بښنې په ژمنو اعتبار وبایلي."


له افغان شخصیتونو سره د ارتباط کمېسیون وايي، د کار له پیله یې شاو خوا سل کسان افغانستان ته ستانه شوي، خو د خلکو له خوا په دغه کمېسیون نیوکه دا ده چې طالبانو دا کمېسیون د نمایش لپاره جوړ کړی او غواړي په دې سره د نړیوالو فشار پر ځان را کم کړي.


یو شمېر افغانان وايي، طالبان د دې پر ځای چې په کور دننه د افغان کادرونو له وړتیا ګټه واخلي، د یوه سیاسي پلان له مخې، د هغو پخوانیو چارواکو له راتګ هرکلی کوي چې د جمهوريت پر مهال ناکام مدیران وو.





Загрузка...


Губернаторы России

Спорт в России и мире

Загрузка...

Все новости спорта сегодня


Новости тенниса

Загрузка...


123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.


Загрузка...

Загрузка...

Экология в России и мире




Путин в России и мире

Лукашенко в Беларуси и мире



123ru.netмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

123ru.net — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.






Здоровье в России и мире


Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России






Загрузка...

Загрузка...





Друзья 123ru.net


Информационные партнёры 123ru.net



Спонсоры 123ru.net