Добавить новость
123ru.net
World News in Pashto
Июнь
2022

د هند له يوې پوځي اکاډمۍ د افغان نظاميانو فراغت؛ طالبانو ترې خپل هېواد ته د ستنېدو غوښتنه کړې

0
د هند له له اې ام اې اکاډېمۍ نه د یو شمېر افغان نظامیانو له فارغېدو ورسته اوس د طالبانو د کورنیو چارو وزارت له دوی غوښتي، چې خپل هېواد ته ستانه شي.


دا په داسې حال کې ده، چې مخکې تر دې له افغانستانه د طالبانو له خوا د مخکیني حکومت د نظامیانو د وژنې او شکنجې راپورونو هم خپاره شوي، خو طالبانو رد کړي دي.


روانه اوونۍ د هند له اې ام اې اکاډېمۍ ۴۳ افغان نظامیان فارغ شول.


له افغانستانه د مخکيني نظام د یو شمېر امنیتي او دفاعي ځواکونو د وژنې او شکنجې له راپورونو سره - سره، د طالبانو حکومت په هند کې له تازه فارغو شویو نظامیانو غواړي، چې خپل هېواد ته ستانه شي.


د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالناقع ټکور په دې اړه ازادي راډیو ته وویل: "له دغو نویو فارغینو څخه زموږ غوښتنه دا ده چې راسي او د هېواد په ابادۍ، بیا رغونه او ستانه کې مرسته وکړي،دا هېواد د ټولو کور دی، یوازې زموږ نه بلکې د ټولو افغانانو ګډ کور دی."




که څه ښاغلي ټکور دغو پوځیانو ته د دندو د ورکړې په اړه په څرګند ډول زموږ پوښتنه ځواب نه کړه خو ټینګار یې وکړ، چې د دې هېواد د ساتنې او پالنې مسولیت ټول افغانان لري.


دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو د حکومت د دفاع سرپرست وزیر ملا محمد یقوب مجاهد مخکې تر دې، یوې هندۍ رسنۍ سره په خبرو کې ویلي وه، چې له هند سره د اړیکو تر پیاوړي کېدو وروسته، به خپل ځواکونه د پوځي زده کړو لپاره هغه هېواد واستوي او په خبره یې په دې برخه کې هیڅ ستونزه نشته.


د یادونې ده، چې روانه اوونۍ د هند له اې ام اې اکاډېمۍ ۴۳ افغان نظامیان فارغ شول، چې د مخکیني جمهوري نظام له خول لېږل شوي ول.


په هند کې افغان سفیر فرید ماموندزي پر خپله ټویټر پاڼه د دغو نظامیانو د فراغت د نمانځغونډې د عکسونو په خپرولو لیکلي چې"نن مو د دهرادون له پوځي اکاډمۍ (IMA) څخه د ۴۳ افغان پوځي کادرونو فراغت ونمانځه، دا فراغت په افغانستان کې د اوسني لوی ناورین پر مهال د دې نوې اردو په ژوند کې یو مهم ګام دی."




د دې نظامیانو عکسونه په ټولنیزو رسنیو کې هم لاس لاس شول او د فېس بوک ډېری کارونکو یې په اړه پوښتنې مطرح کړې وې، چې د دغه نظامیانو برخلیک به څه وي؟


هڅه مو وکړه په دې اړه له دغو فارغو شویو نظامیانو سره هم خبرې وکړو، چې دوی حکومت د بلنې په اړه څه وايي، خو له هڅو سره سره بریالي نه شوو.


په ورته وخت کې د پوځي چارو افغان پوه او په جرمني کې د پوهنتون استاد محمد اسحق اتمر په دې باور دی، چې طالبان باید لومړی د دغو افغانان د بېرته ستنولو لپاره د باور وړ لازمه فضا برابره کړي.


نوموړي وويل: "دا یوازې داسې نه کېږي چې طالبان دې له خلکو غوښتنې کوي چې بېرته هېواد ته ورستانه شي دوی باید داسې مېکانېزم برابر کړي چې باور رامنځته کړي، ځکه تاسو هم شاهدان یئ چې اوس په کور دننه ځینې خلک، څېرې په مختلفو لاملونو ځورول کېږي."




طالبانو داسې مهال په هند کې له دغو تازه فارغو شويو پوځيانو د بېرته ورستنېدو غوښتنه کړې چې وړاندې تر دې د بښنې نړیوال سازمان د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان او ځینې امریکایي رسنیو په افغانستان کې د طالبانو له لوري د پخوانیو نظامیانو د تري تم کېدو یا وژلو راپورونه ورکړي دي ان دا چې د طالبانو د حکومت په لومړیو کې پر ټولنیزو رسنیو وخت نا وخت د پخوانیو پوځیانو او افسرانو د شکنجو ویډیوګانې خپرېدې، خو طالبانو دا راپورونه رد کړي دي.


د تېر جمهوري نطام امنیتي مسوولینو د څرګندونو پر بنسټ، هغه مهال د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو شمېر درې نیم لکو ته رسېدو، چې په افغانستان د طالبانو په بیا ځلې، واکمنېدو سره وپاشل شول، یو شمېر یې له افغانستان بهر ولاړل او یو شمېر هم په هېواد کې دننه پاتې شول، چې اوس په کورونو ناست دي.





Загрузка...


Губернаторы России

Спорт в России и мире

Загрузка...

Все новости спорта сегодня


Новости тенниса

Загрузка...


123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.


Загрузка...

Загрузка...

Экология в России и мире




Путин в России и мире

Лукашенко в Беларуси и мире



123ru.netмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

123ru.net — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.






Здоровье в России и мире


Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России






Загрузка...

Загрузка...





Друзья 123ru.net


Информационные партнёры 123ru.net



Спонсоры 123ru.net