د ايران او پاکستان بهرنيو چارو وزيرانو د افغانستان پر وضعيت خبرې کړي
ایراني رسنۍ د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت په قول وايي چې بلاول بوټو زرداري، چې تهران ته په سفر تللی، له حسین امیر عبداللهیان سره په کتنه کې د افغانستان پر روانو حالاتو او امنیت اندېښنه وښوده.
