Добавить новость
123ru.net
World News in Pashto
Июнь
2022

د فعاله اپوزېشن په نه شتون کې به په اسمبلۍ کې پر بجټ بحث څومره موثره وي؟

0
د جون په ۱۳ مه د پاکستان په قامي اسمبلۍ کې په وفاقي بجټ بحث کېږي.  

د اوسني ایتلافي حکومت پر ضد احتجاج کوونکي ګوند، پاکستان تحریک انصاف زیاترو غړیو له قامي اسمبلۍ استعفاګانې ورکړي او د اسمبلۍ په غونډو کې ګډون نه کوي نو په داسې حال کې به پر وفاقي بجټ پارلېماني بحث څومره ګټه ور وي؟


د قامي اسمبلۍ د پارلېماني چارو په قایمه کمېټۍ کې د واکمن مسلم لیګ نواز ګوند غړي چوهدري محمود بشیر وِرک په دې هکله د جون پر ۱۲ مه مشال رېډیو ته وویل چې څه ډول موجوده اسمبلۍ د قانون سازۍ عمل جاري ساتلی هم دغه ډول به پر بجټ بحث او د دې منظورۍ هم کېږي.




هغه زیاته کړه: "په اییني او قانوني توګه دا موجوده اسمبلي خپل کار په موثره توګه کوي ځکه چې له نیمايي زیات غړي یې په کاروايي کې برخه اخلي. اوس که څوک د اسمبلۍ په غونډه کې ګډون نه کوي نو د هغې مونږ ذمه وار نه یو. د تحریک انصاف یو شمېر غړیو استعفاګانې نه دي کړي او د بجټ په اجلاس کې هم برخه اخلي. نور چې کوم خلک په جلسو کې د حکومت مخالفت کوي، را دې شي او د ولس د ګټې لپاره دې پارلېمان کې د حکومت مخالفت وکړي."


چودري محمود بشیر وِرک زیاتوي چې د پاکستان تحریک انصاف کومو غړیو له قامي اسمبلۍ استعفاګانې ورکړي، هغوی تر اوسه د اسمبلۍ د سپیکر په وړاندې د خپلو استعفاګانو تصدیق هم نه دی کړی یعنې دوی لا هم د اسمبلۍ غړي دي. 


په قامي اسمبلۍ کې ټولې ۳۴۲ چوکۍ دي چې پکې ۱۵۵ د تحریک انصاف غړي دي. د روان کال د اپریل په لسمه د وزیراعظم عمران خان خلاف د بې باورۍ تحریک د بریالي کېدو وروسته د تحریک انصاف ۱۳۱ غړیو له قامي اسمبلۍ استعفا وکړه او نور یې لا هم په قامي اسمبلۍ کې پاتې دي. 


د تحریک انصاف د قامي اسمبلۍ غړی مجاهد علي چې د پارلېماني چارو د قایمه کمېټۍ مشر هم دی وايي د دوی د ګوند غړي مستعفي شوي او دغه کمېټي هم غیرفعاله ده. هغه وايي دوی دا بجټ رد کړی او پر ضد به یې له اسمبلۍ بهر په هر فورم غږ پورته کوي: "زما په خیال د تاریخ ګنده ترین بجټ وړاندې کړل شوی او دا غریب دښمنه بجټ دی. حکومت په تېرو څلویښتو ورځو کې غریب ولس ډیر وځوروه او اوس یې د دې بجټ په نتیجه کې لا نور ځوروي. موجوده حکومت چې د ای اېم ایف د فشار له وجې څومره ګراني راوسته، دا فشار خو زمونږ په حکومت هم وو خو مونږ د ولس له ځورولو ډډه کړې ده."




د مجاهد علي په وینا تحریک انصاف به د ګوند د مشر عمران خان په امر د دې بجټ پر ضد ولسي احتجاج کوي. تحريک انصاف په داسې حال کې د احتجاج خبره کوي چې د مسلم ليګ (ن) په مشرۍ حکومت دريځ لري چې ګراني ورته د عمران خان له تېر حکومت څخه پاتې ده.


ياده دې وي چې په موجوده ايتلافي حکومت کې راغوڼد شويو سیاسي ګوند د اپريل له میاشتې څخه مخکې د تحريک انصاف د حکومت پر ضد د ګرانۍ له وجې احتجاجونه کول. د همدې احتجاجونو وروسته اسمبلۍ ته عدم اعتماد تحريک وړاندې او د هغه مهال وزيراعظم عمران خان له دندې ليرې شو. 


په پېښور پوهنتون کې د سیاسیاتو د څانګې مشر پروفېسر ډاکټر زاهد انور وايي پکار ده چې د هېواد ټول سیاسي ګوندونه د بجټ په عمل کې په څه نا څه ډول خپل مثبت کردار تر سره کړي: "د حکومت مقصد دا وي چې معیشت مضبوط کړي او په ملک کې معاشي او سیاسي استحکام راولي. د حکومت دا ذمه واري وي چې په دې کې د ښکېلو ټولو اړخونو، ادارو او په خاصه توګه له حزب اختلاف سلا مشوره واخلي. په دې کې ټول سیاسي ګوندونه شامل دي هغه که په پارلېمان کې دننه وي او که بهر ځکه چې دوی د ولس د خیر ښېګړې او خدمت لپاره پارټي جوړه کړې وي نو پکار ده چې دوی هم په هره ممکنه طریقه د بجټ په عمل کې خپل غږ شامل کړي." 


د ۲۰۲۲-۲۳ز مالي کال لپاره د څه د پاسه ۹،۵۰۰ اربه روپیو د دې بجټ قانوني مسوده د مالي چارو وفاقي وزیر مفتاح اسماعیل د جون پر ۱۰ مه قامي اسمبلۍ ته وړاندې کړه او په دغه موقع یې وویل، حکومت هڅه کوي چې د هېواد د "کمې امدنۍ څانګې ته اسانتیاوې برابرې کړي". 


خو د بجټ له وړاندې کېدو وروسته هم په دې ورځ د تحریک انصاف مشر او پخواني وزیراعظم عمران په ټویټر ولیکل چې ګوند یې دا بجټ ردوي ځکه چې دا ((د ولس او کاروبارونو په ضد)) بجټ دی. 




 





Загрузка...


Губернаторы России

Спорт в России и мире

Загрузка...

Все новости спорта сегодня


Новости тенниса

Загрузка...


123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.


Загрузка...

Загрузка...

Экология в России и мире




Путин в России и мире

Лукашенко в Беларуси и мире



123ru.netмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

123ru.net — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.






Здоровье в России и мире


Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России






Загрузка...

Загрузка...





Друзья 123ru.net


Информационные партнёры 123ru.net



Спонсоры 123ru.net