Добавить новость
123ru.net
World News in Pashto
Июнь
2022

نړيوالو بنسټونو يو ځل بيا د افغان خبريالانو د وضعيت په اړه اندېښنې ښودلي

0
د خبریالانو د ملاتړ ځینې نړیوال بنسټونو په افغانستان کې د خبریالانو د وضعیت په اړه اندېښنې ښودلې دي.


د انګليستان د ژورنالېستانو ملي اتحادیې او د خبریالانو نړیوال فدراسیون په یوه تازه خپور کړي بیان کې په افغانستان کې له ژورنالستانو سره د طالبانو د ناسم چلند غندنه کړې او له دوی یې غوښتي چې د خبریالانو پر وړاندې دې بریدونه او تاوتریخوالی کم کړي.


په انګلیستان کې د خبریالانو ملي اتحادیه چې د خبریالانو نړیوال فدراسیون غړې ده، په یوه تازه بیان کې چې د جون په لسمه یې خپور کړی، اندېښنه ښودلې چې طالبان په افغانستان کې له خبریالانو سره ناسم چلند کوي او ان بریدونه یې پرې کړي دي.


په دې بیان کې د طالبانو له لوري د ناسم چلند غندنه شوې ده- هغه څه چې په افغانستان کې دننه ځینې برحاله خبریالان یې هم له امله شکایت لري.




له دې ډلې یو خبریال چې د امنیتي ستونزو له امله نه غواړي په راپور کې یې نوم خپور شي ازادي راډیو ته وویل: "د دوی ( طالبانو) د امنیتي ادارو له لوري خبریالانو سره ناسم چلند کېږي، په اکثرو مواردو د خبریالانو د خبري پوښښ مخه نیسي، وهل او ډبول او سپکاوی یې کوي، د دوی د استخباراتو له لوري بیول کېږي وهل کوي یا هم بندي کېږي."


د انګلیستان د خبریالانو املي اتحادیې او د خبریالانو نړیوال فدراسیون په خپل دې راپور کې د بېلګې په توګه د رضا شهیر په نوم د هغه خبریال د شکنجې یادونه کړې چې په خبره یې د جون میاشتې په درېیمه د طالبانو له لوري ځکه وهل شوی چې د خپل مخکیني حبس په اړه یې رسنیو ته معلومات ورکړې وه.


هڅه مو وکړه چې له ښاغلي شهیر سره خبرې وکړو خو ونه توانېدو.


 




خو طالبان بیا دا څرګندونې او راپورونه ردوي.


د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد ازادي راډیو ته وویل چې دوی له رسنیو او خبریالانو کومه ستونزه نه لري.


نوموړي وويل: "د ځینو رسنیزو سرغړونو له امله به ځینې خبریالان ادارو ته د توصیو لپاره غوښتل یا احضار شوي وي، خو بېرته رخصت شوي دا نه فشار نه شکنجه او د کار ساحې محدودول دي، دوه درې نور خبریالان هم چې وه د هغوی دوسیې جنایي بڼه لري د رسنیو د کار اړوند نه دي."




په ورته وخت کې ‏IFJ یا د ژورنالیستانو نړیوال فدراسیون په دې بیان کې د ۲۰۲۱ د مې څخه د ۲۰۲۲ اپریل پورې د ۱۲ خبریالانو د مړینو راپور ورکړی او ویلي یې دي چې د تېر کال له اګست کله چې طالبانو د افغانستان کنټرول ترلاسه کړی تر دې دمه نږدې ۱۰۰۰ خبریالان تېښتې ته اړ شوي دي.


بلخوا د طلوع نیوز ټلویزیون مرستیال ځیرک فهیم هم دا ستونزې مني خو لامل یې داسې بیانوي: "د دې ټولو ستونزو اصلي لامل دا دی چې افغانستان کې اوس د رسنیزو سرغړونو کمېسیون نشته،کله چې داسې یو کمېسیون نه وي نو دا دې ته زمینه برابروي چې ټولې ادارې د رسنیو په کار کې مداخلې وکړي."


دا اندېښنې داسې مهال مطرح کېږي چې تر دې وړاندې هم د طالبانو له لوري د بېلابېلو رسنیو د لسګونو خبریالانو د وهلو ټکولو، بندي او شکنجو کولو راپورونه ورکړل شوي دي.


وروستۍ دا ډول پېښې د اریانا ټلویزیون یو ویاند جلالي، د طلوع نیوز یو خبریال بهرام امان او دوه نور مسولین، د کابل نیوز یو ویاند جبران، په هرات کې د خالد قادري په نوم یو سیمه ییز خبریال بندي کول او ګواښل راپور شوي دي.





Загрузка...


Губернаторы России

Спорт в России и мире

Загрузка...

Все новости спорта сегодня


Новости тенниса

Загрузка...


123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.


Загрузка...

Загрузка...

Экология в России и мире




Путин в России и мире

Лукашенко в Беларуси и мире



123ru.netмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

123ru.net — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.






Здоровье в России и мире


Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России






Загрузка...

Загрузка...





Друзья 123ru.net


Информационные партнёры 123ru.net



Спонсоры 123ru.net