Добавить новость
123ru.net
World News in Pashto
Июнь
2022

د جرمني او پاکستان بهرنيو چارو وزيرانو پر طالبانو غږ وکړ چې د نړيوالو توقعات پوره کړي

0
د جرمني بهرنیو چارو وزیرې انالینا بیربوک او د پاکستان بهرنيو چارو وزير بلاول بوټو زرداري په اسلام اباد کې په يوه خبري غونډه کې د افغانستان پر طالبانو غږ وکړ چې د نړيوالو هيلې او توقعات دې پوره کړي.

د پاکستان بهرنيو چارو وزارت په انګړ کې د جون په اوومه په يوه شريکه خبری غونډه کې دواړو سیاستوالو وويل چې د خپلو هېوادونو تاريخي تجارتي، سیاسي او اقتصادي اړيکې به دوامدارې ساتي. بلاول بوټو زرداري وويل چې د جرمني له بهرنيو چارو وزيرې انالينا بیربوک سره بې په ملاقات کې د دوه اړخيزو اړيکو تر څنګ د افغانستان او نړۍ پر موضوعاتو خبرې وکړي.


بلاول بوټو زرداري وويل چې د جرمني د بهرنيو چارو وزيرې سره یې د افغانستان په اړه په خبرو کې وويل چې هيله لري د طالبانو حکومت د نړيوالو توقعاتو ته پاملرنه وکړي. نوموړي زیاته کړه: "موږ په افغانستان کې د نيږدې څلويښت ميليونو افغانانو د بشري حالاتو په اړه خبرې وکړي. دا مو هم وويل چې د افغانستان حکمرانان دې د نړيوالو توقعات پوره کړي. په دې توقعاتو کې ټولشموليت، بشري حقونو ته بشپړ درناوی او د ترهګرۍ پر ضد د ګامونه اخیستل شامل دي."




امريکې، اروپايي ټولنې او ملګرو ملتونو پخوا هم پر طالبانو غږ کړی چې په افغانستان کې دې بېلابېلو سیاسي نظرونو ته احترام وساتي او ټولشموله حکومت دې جوړ کړي. طالبانو د ۲۰۲۱ کال په اګست کې د افغانستان جمهوري او منتخب حکومت چپه او پر ځای یې خپل "امارت" روان کړ. دوی د نورو سیاسي ګوندونو ته په حکومت کې ځای نه دی ورکړی او په راتګ سره یې ځيني سخت بندیزونه عملي کړې دي. دوی بغیر له محرمه د ښځو له کوره بهر وتل منع، له شپږم ټولګي پورته د نجونو تعليم بند، پر رسنيو ځيني بنديزونه او پر ښځو د مخ پټول جبري کړي دي.




بلاول بوټو زرداري زیاته کړه چې نړيواله ټولنه دې د افغانستان په اړه تماسونو ته دوام ورکړي. هغه وويل پاکستان پر دې باور دی چې د امريکې لخوا د افغانستان بندې شوې اثاثې خلاصول به د افغانستان په اقتصاد کې مهم رول ولري.


د جرمني د بهرنيو چارو وزيرې انالينا بیربوک په شريکه خبري غونډه کې وويل چې د افغانستان په بحران یې نظر دی. هغې وويل چې د طالبانو د حکومت پر مهال افغانستان مخ پر ځوړ روان دی. هغې زیاته کړه چې نجونې له تعليم بې برخې کړل شوې او ښځې له عام ژونده غايبه کړل شوې او طالبانو مخالف نظرونه "په بې رحمۍ سره ځپلي".


هغې زياته کړه: "نړيواله ټولنه بايد طالبانو ته ډير واضحه او په زوره ووايي چې تاسو په غلطه خوا روان یاست. تر څو چې دوی پر دې لاره روان وينه خو به نړۍ ورسره اړیکې عادي کړي او نه به یې هم په رسميت وپيژني. موږ به د افغانانو سره خپلې مرستې روانې وساتو. موږ به هغوی ته بشري مرستې ورسوو او د هغوی ملاتړ ته به دوام ورکړو."


بلاول بوټو زداري د جرمني له بهرنيو چارو وزيرې سره تر ملاقات وروسته په خبري غونډه کې د دواړو هېوادونو د اقتصادي اړيکو زياتولو زور راوړ او وي ويل چې تېرکال پاکستان جرمني ته د دوه نيم اربه ډالرو مالونه ليږلي وو او له جرمني يې د يو اعشاريه درې اربه ډالرو سامانانونه اخیستې وو. د هغه په وينا له همدې وجې د دواړو هېوادونو سوداګريزې اړیکې ډېر اهميت لري. "د جرمني ۳۵ کمپنيانو په پاکستان کې پانګونه کړې چې ۳۸۵ ميليونو ډالرو ته رسيږي. موږ به دا اړيکې لا نورې پراخوو."




 





Загрузка...


Губернаторы России

Спорт в России и мире

Загрузка...

Все новости спорта сегодня


Новости тенниса

Загрузка...


123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.


Загрузка...

Загрузка...

Экология в России и мире




Путин в России и мире

Лукашенко в Беларуси и мире



123ru.netмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

123ru.net — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.






Здоровье в России и мире


Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России






Загрузка...

Загрузка...





Друзья 123ru.net


Информационные партнёры 123ru.net



Спонсоры 123ru.net