Добавить новость
123ru.net
World News in Pashto
Апрель
2022

د هرات د صنايعو اتاق: د وقايې لپاره معتادانو ته کار ورکوو

0
په هرات ولايت کې د طالبانو د حکومت ځايي چارواکو د خصوصي سکټور په مالي همکارۍ د درملنې لپاره تر دوه زره او دوه سوه ډېر معتادان په زندان کې ساتلي دي.


۶۵ عبدالقادر چې له دریو لسيزو راهيسې نشه کوي، نژدې څلور مياشتې کېږي چې د درملنې لپاره له سلګونو نورو معتادانو سره يو ځای د هرات په زندان کې ساتل کېږي.


دی دوه زامن لري، خو د نشې له امله تر دېرش کاله ډېر وخت کېږي چې له کورنۍ څخه جلا ژوند کوي.


عبدالقادر وايي چې دوو زامنو يې ودونه کړي او لمسیان لري، خو ده نه يوازې دا چې د خپلو زامنو د واده په ښادیو کې برخه نه ده اخيستې، بلکې اجازه نه ده ورکول شوې چې خپل لمسیان وويني. ده ازادۍ راډيو ته وويل چې تر يوې اندازې يې نشه پرې ايښې او اوس خوښ دی.


هغه وايي: " درې نیم - څلور مياشتې کېږي چې په زندان کې يم او نشه مې پرې ايښې ده، د خدای په مرسته نور معتاد نه يم او جوړ شوی يم، اوس مې ځان پېژندلی او ډېر خوشحاله يم، نور خپلې کورنۍ ته ورځم او ان شاالله چې بيا دا عمل نه تکراروم. "


خو د ۵۵کلن فريدون په څير نور معتادان بيا ډېر ډاډه نه دي، فريدون وايي چې له زندان څخه تر وتلو وروسته لاسنيوي ته ډېر اړ دی.


هغه زیاته کړه: " که زما سره مرسته وشي ډېر خوشحاله کېږم، زه بېوزله يم او ډېر ځورېدلی يم، داسې شی نه لرم چې له ځانه سره يې کور ته يوسم او کورنۍ دې ما ته ځای راکړي. "


تر اته میاشتې ډېر وخت کېږي چې طالبان دوهم ځل واک ته رسېدلي دي، د طالبانو حکومت د نشې پرېښودلو لپاره له هرات، فراه، نيمروز او نورو ولايتونو څخه څو زره معتادان راټول کړي او ځينې يې په زندان کې ساتلي دي، خو ځينې ډاکټران د نشې پرېښودلو دا ميتود ګټور او موثر نه بولي.


په دې اړه ډاکټر سالم سديد ازادۍ راډيو ته وويل چې په دې ډول د معتاد په زړه کې عقده پيدا کېږي.


سدید زیاتوي: " د معتادانو د درملنې په برخه کې يوازينی ميتود چې هيڅ د عملي کېدو وړ نه دی هغه زور او فشار دی، که ناروغ فکر وکړي چې په زور د نشې پرېښودلو ته اړايستل کېبږي ضد کوي او درملنې ته غاړه نه ږدي، يوازينۍ لاره چې معتاد نشې پرېښودلو ته هڅوي هغه د معتاد خوښه او په ذهني لحاظ درملنې ته چمتو کول دي چې دا کار په زندان کې امکان نه لري. "


په هرات کې د طالبانو د حکومت ځايي چارواکي دا مني چې دوی په زندان کې د معتادانو د درملنې اسانتياوي نه لري.


د هرات د امنيې قوماندانۍ له نشه يي موادو سره د مبارزې مدير حيات الله روحاني ازادۍ راډيو ته وويل: " ځينې وختونه د اقتصادي ستونزو له امله معتادان چې کومې غوښتنې لري، موږ يې نه شو پوره کولای، خو بيا هم خپل کوښښ کوو. "


د هرات د صنايعو او کانونو د اتاق رئيس حميدالله خادم وايي، دوی په صنعتي شرکتونو کې هغو معتادانو ته کار ورکوي چې نشه يې پرې ايښې وي، له دې کار څخه يې هدف دا دی چې دا معتادان بيرته نشو ته مخه نه کړي.


خادم وویل: " زموږ هڅې رواني دي چې د سوداګرو او پانګه والو په مرسته دا عزيزان خپلو کورنیو ته ورسوو او دغه ډول د کار زمينه هم ورته برابره کړو، جدي هڅې کېږي او ځينو فابريکو منلې ده چې دا عزيزان جلب کړي. "


د ځينې دولتي شمېرو له مخې د ښځو او ماشومانو په ګډون په هرات ولایت کې نژدې اويا زره معتادان ژوند کوي.


د هرات ولايت ډېری معتادان وايي چې ايران ته د کار لپاره تللي وو او هلته معتاد شول.


ځينې معتادان د اوسېدو ځای نه لري او په توده او سړه هوا کې د واټونو پر غاړه، زيارتونو او کنډوالو کې ژوند کوي.


دوی ټولو د عبدالقادر غوندې د خپل عمر ډېره برخه له کورنۍ څخه ليرې تېره کړې ده، اوس به ووينو چې د طالبانو حکومت دا معتادان له زندان څخه کورونو ته استولای شي که نه؟

---------------------

راپور: شاه‌پور صابر





Загрузка...


Губернаторы России

Спорт в России и мире

Загрузка...

Все новости спорта сегодня


Новости тенниса

Загрузка...


123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.


Загрузка...

Загрузка...

Экология в России и мире




Путин в России и мире

Лукашенко в Беларуси и мире



123ru.netмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

123ru.net — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.






Здоровье в России и мире


Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России






Загрузка...

Загрузка...





Друзья 123ru.net


Информационные партнёры 123ru.net



Спонсоры 123ru.net