Добавить новость
123ru.net
World News in Pashto
Апрель
2022

د طالبانو مشر: امریکا دې د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه نه کوي

0
د طالبانو مشر ملا هبت الله اخندزاده وايي، امریکا دې د دوحې د هوکړې پر بنسټ د افغانستان په کورنیو مسایلو کې لاسوهنه نه کوي.


د ښاغلي هبت الله اخندزاده له لوري په خپور شوي لیکلي اختریز پیغام کې د دوحې د هوکړې په عملي کېدو ټینګار شوی او په کې راغلي دي د فشار پر ځای دې د همکاریو په روحیه پرمختګ وشي.


د طالبانو د مشر ملا هبت الله اخندزاده له ادرسه په لیکلي اختریز پیغام کې راغلي دي، چې دوی هیچاته اجازه نه ورکوي چې افغان خاوره د سیمې او نړۍ د کوم هېواد پر ضد استعمال شي.


په دغه اختریز پیغام کې له نورو هېوادونو هم غوښتنه شوې ده چې پر متقابل درناوي ولاړ تعامل ولري.


په پیغام کې له امریکا غوښتنه شوې، چې د دوحې هوکړې ته درناوی وکړي او د افغانستان په کورنیو چارو کې د نه لاسوهنې تر څنګ دې د فشار پر ځای له افغانانو سره همکاري وکړي.


په دغه اختریز پیغام کې د طالبانو له اړخه د دوحې په هوکړه کې د شویو ژمنو د عملي کېدو ډاډ ورکړل شوی دی.


د طالبانو او امریکا ترمنځ د دوحې هوکړه د ۲۰۲۰ میلادي کال د فبروي په ۲۹مه نېټه دوحه کې لاسلیک شوه، چې له مخې يې له افغانستانه د ټولو بهرنیو ځواکونو د وتلو ژمنه وشوه او طالبانو هم د القاعده په ګډون له ټولو ترویستي ډلو د خپلو اړیکو د پرې کولو هوکړه وکړه.




خو ملګرو ملتونو ویلي دي، چې طالبانو لا هم له القاعده شبکې سره اړیکې نه دي پري کړي هغه څه چې طالبانو رد کړي دي.


د طالب مشر په اختریز پیغام کې د نړۍ له هېوادونو غوښتنه شوې چې د طالبانو حکومت په رسمیت وپېژني څو خپلې ټولې ستونزې د دیپلوماتیکو نورمونو او اصولو په چوکاټ کې په رسمي او مسئولانه توګه حل کړي.


خو د اروپا د پارلمان یوې غړې هانا نیومن څو ورځې وړاندې ویلي وو تر څو چې طالبان د میرمنو او لږکیو د حقونو په شمول د ټولو خلکو حقونو او هغه څه چې د افغانستان خلکو ته مهم دي، درناوی و نه کړي هیڅ لار نه شته چې دوی په رسمېت وپېژندل شي.


د ملا هبت الله اخندزاده په اختریز پیغام کې په ټول افغانستان کې د پوره امنیت ادعا شوې او په کې راغلي دي چې اوسمال د کورنیو او بهرنیو پانګوالو فعالیت ته زمینه برابره شوې ده.


تازه د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بېلنکېن هم ویلي دي چې په دې هېواد کې نسبي سوله او ثبات ټینګ شوی دي.




ښاغلي بلنکین د امریکا د سنا مجلس د بهرنیو اړیکو د کمېټې د یوه غړي د پوښتنې په ځواب کې وویل: "تر اوسه چې په افغانستان کې موږ مثبت څه لیدلي دي، کولای شم ووایم چې په دې هېواد کې نسبي سوله او ثبات ټینګ شوی دی."


خو دا په داسې حال کې ده، چې په روانه روژې میاشت کې د پلازمېنې کابل په ګډون د افغانستان په بېلابېلو ښارونو کې د داعش خراسان څانګې په خونړیو حملو کې لسګونه ولسي وکړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.


د طالبانو د مشر ملا هبت الله اخندزاده په اختریز پیغام کې ټينګار شوی، چې د طالبانو له لوري د پخواني حکومت کارکونکو ته عمومي عفوه شوې او هغه څوک چې اوس مهال له افغانستانه تللي باید بېرته خپل هېواد ته ستانه شي.


خو ملګرو ملتونو د تېر لمریز کال په لیندۍ میاشت کې ویلي وو چې باورېدونکې ادعاوې یې ترلاسه کړي چې پر کابل د طالبانو له واکمنېدو راهيسې افغانستان کې تر ۱۰۰ زیات د پخواني حکومت کسان له محاکمې پرته وژل شوي.


د طالب مشر په دې اختریز پیغام کې دغه شان راغلي دي، چې که څوک له دې سرغړونه کوي او بیا په دې هېواد کې د جګړې د پیلولو هڅه وکړي نو د افغان ولس له سخت غبرګون سره به مخ شي.


اوسمهال د احمد مسعود په مشرۍ د ملي مقاومت جبهه د طالبانو پر ضد وسله وال فعالیتونه کوي او نږدې هره ورځ په بېلابېلو سیمو کې له طالبانو سره د مخامخ نښتو او دوی ته دزیان د اوښتو ادعاګانې کوي، خو طالبان يې ردوي.


دغه شان داعش خراسان څانګې په دې هېواد کې په وروستیو کې خپل فعالیتونه زیات کړي دي.


همدا تېره ورځ په شمالي ولایت بلخ کې د داعش له لوري دوه غبرګو چاودونو له شلو ډېرو ولسي افغانانو ته مرګ ژوبله واوړله.




طالب مشر په دې اختریز پیغام کې دغه شان پر طالبانو غږ کړی، چې د امربالمعروف په کار کې دې افراط نه کوي او له خلکو سره دې له حکمته کار واخلي.


په دې لیکلي پیغام کې که څه هم له شپږمو ټولګیو پورته د نجونو د تړلو ښوونځيو د خلاصېدو کومه ژمنه نه ده شوې خو په کې راغلي دي چې د دینې او عصري زده کړو ملاتړ کوي.


دغه شان په کې راغلي دي، چې بشري حقونو ته ژمنتیا او د بیان پر ازادۍ باور لري، خو د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان څو میاشتې وړاندې وویل چې طالبانو په افغانستان کې د ښځو او بشري حقونو په اړه خپلې شوې ژمنې نه دي پوره کړي.


دغه شان افغان خبریالانو پر افغانستان د طالبانو له واکمنۍ وروسته بار بار ویلي دي ،چې په دې هېواد کې د بیان پر ازادۍ او د رسنیو پر فعالیتونو محدودیتونه ورځ تر بلې زیاتېږي خو طالبانو دغه راپورونه رد کړي دي.





Загрузка...


Губернаторы России

Спорт в России и мире

Загрузка...

Все новости спорта сегодня


Новости тенниса

Загрузка...


123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.


Загрузка...

Загрузка...

Экология в России и мире




Путин в России и мире

Лукашенко в Беларуси и мире



123ru.netмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

123ru.net — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.






Здоровье в России и мире


Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России






Загрузка...

Загрузка...





Друзья 123ru.net


Информационные партнёры 123ru.net



Спонсоры 123ru.net