مسکو: ماریوپول کې د اوکراین له زرو ډېر سمندري ځواکونه موږ ته تسلیم شوي
د روسیې دولتي ټلوېزیون داسې انځورونه خپاره کړي چې دغه سرتېري د فولادو په یوه فابریکه کې روسي سرتېرو ته داسې مهال تسلیمېږي چې اکثرهیې ټپیان هم دي.
د اوکراین چارواکو بیا ویلي چې پر دې ادعا تبصره نهشي کولای او تأییدوي یې هم نه.
که چېرته دا ادعا تأیید شي، دا به د اوکراین هغو هڅو ته لویه ضربه وي چې غواړي د ماریوپول ښار کنټرول په خپل لاس کې واخلي.
ماریوپول پر اوکراین د روسیې د یرغل له پیله د تودو جګړو شاهد دی.
