ماریوپول کې د کیمیاوي وسلو د کارولو د راپورونو په اړه د ملګرو ملتونو اندېښنه
د ملګرو ملتونو دې اړوندې ادارې پرون وویل چې د ماریوپول وضعیت له نږدې څاري.
د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زلنسکي ویلي چې ښايي د روسي ځواکونو لهخوا په دې بندري ښار کې د کیمیاوي وسلو د کارولو په اړه د کره معلوماتو ترلاسه کول ممکن نهوي، خو د اوکراین د دفاع وزارت مرستیالې پرون وویل چې د دې راپورونو په اړه څېړنې روانې دي.
