Добавить новость
123ru.net
World News in Pashto
Апрель
2022

افغانستان کې د طالبانو له لوري د خبریالانو نیولو او بندي کولو اندېښنې ډېرې کړي

0
که څه هم طالبانو په وار وار وايي چې په افغانستان کې د رسنیو ازادۍ ته ژمن دي، خو د خبریالانو د نیولو او بندي کولو لړۍ لا هم روانه ده.


د طالبانو له لوري په وقفه‌يي ډول په بېلابېلو ولایتونو کې خبریالان نیول کېږي، ځورول کېږي او د څو ورځو لپاره بندیانېږي.


یو شمېر خبریالان وايي، دغه وضعیت نه‌یوازې اندېښمن کړي، بلکې د دوی په رسنیزو کارونو يې هم منفي اغېز کړی دی. 


په کابل کې د خصوصي رسنۍ یوه خبریاله چې نه‌غواړي نوم‌يې خپور شي ازادي راډيو ته وویل چې د خبریالانو وروستیو نیونو سخته وېرولې او ان دې ته‌يې اړ کړې چې د خبریالۍ دنده پرېږدي.


دا وايي: "په وروستیو کې په افغانستان کې د طالبانو له لوري د خبریالانو نیولو، بندي کولو او ان ډبولو پېښې زیاتي شوې دي چې دې کار واقعاً زموږ په کارونو منفي اغېز کړی او له ډېرو ستونزو سره‌يې مخ کړي یو."


یوسف ظریفي چې په ختیځو ولایتونو کې له پژواک خبري اژانس سره دنده لري له طالبانو غواړي، که له خبریال سره هر ډول خبره لري ښه لاره دا ده چې د ولایتونو د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست ته‌يې وغواړي او خبرې ورسره وکړي.




ښاغلی ظریفي زیاتوي: "دا واقعیت دی چې د خبریالانو نیول کېدو ټول خبریالان اندېښمن کړي دي، خو زما غوښتنه د یو خبریال په توګه دا ده چې که خبریال د امارت له اصولو سرغړونه کوي، نو د نیولو پر ځای باید طالبان د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست ته وغوښتل شي ځکه خبریال د ورکې کس نه‌دی."


دا په داسې حال کې ده چې تازه طالبانو تېره ورځ په غور کې د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې ولایتي همکار نیولی دی.


د افغانستان د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې په یوه اعلامیه کې ویلي دي، تېره ورځ ښاغلی غلام رباني هدفمند په داسې حال کې چې په خپل کاري دفتر کې په کار بوخت و د یو بل سیمه‌ییز خبریال ګل احمد خسرو سره یوځای د طالبانو له لوري ونیول شو.


په اعلامیه کې راغلي چې ښاغلی خسرو تر دوه ساعتونو وروسته خوشې شوی، خو ښاغلی هدفمند لا هم د طالبانو په زندان کې دی.


له دې وړاندې په هلمند کې یو سیمه‌ییز خبریال بسم‌الله وطندوست او په هرات کې سیمه‌ییز خبریال خالد قادري نیول شوي وو، خو ښاغلي وطندوست د پنجشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې له ۱۰ ورځنۍ بند وروسته نن خوشې شو.




د افغانستان د خبریالانو فدراسیون څو ورځې مخکې وویل چې یوازې په تېره مارچ میاشت کې د طالبانو حکومت له لوري په دې هېواد کې له ۲۲ خبریالانو سره تاوتریخوالی شوی او لږ تر لږه ۵ غږیزې او انځوریزې رسنۍ تړل شوې دي.


دغه شان د افغانستان د خبریالانو مرکز څو ورځې وړاندې په یو راپور کې وویل چې پر افغانستان د طالبانو له بیا ځلي واکمنۍ له پیل سره د خبریالانو په وړاندې تاوتریخوال دوه چنده شوی دی. 


خو د طالبانو حکومت وايي رسنۍ باید د هېواد د نافذه قوانینو او اسلامي اصولو سره سم خپرونې وکړي. 


د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد ازادي راډيو ته وویل: "رسنۍ مکلفې دي چې د هېواد د قوانینو او اسلامي ارزښتونو له مخې نشرات وکړي او دا هر څه رسنیو د جواز د اخیستلو پر مهال منلي دي، نو په همدې بنسټ کله کله خبریالان احضار شوي دي او وضاحت ترې غوښتل شوی دی، نور په خبریالانو کوم محدودیت نه‌دی لګول شوی."




په ورته وخت کې  په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندوی ماموریت (یوناما) مرستیالې مته نوډسن د یوناما له لوري د خبریالانو او رسنیو پر ملاتړ ټینګار کړی دی. 


یوناما په خپل فېس‌بوک کې لیکلي دي چې ميرمن نوډسن دا موضوع تېره ورځ د بېلابېلو رسنیو له استازو سره شریکه کړه.


د یوناما په وینا په دې کتنه کې له طالبانو وغوښتل شول چې له رسنیو سره خبرې وکړي، د خبریالانو پر ضد له سختو اقداماتو  ډډه وکړي او پرې نه‌ږدي چې څوک خبریالانو ته ګواښ وکړي.





Загрузка...


Губернаторы России

Спорт в России и мире

Загрузка...

Все новости спорта сегодня


Новости тенниса

Загрузка...


123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.


Загрузка...

Загрузка...

Экология в России и мире




Путин в России и мире

Лукашенко в Беларуси и мире



123ru.netмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

123ru.net — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.






Здоровье в России и мире


Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России






Загрузка...

Загрузка...





Друзья 123ru.net


Информационные партнёры 123ru.net



Спонсоры 123ru.net