د رسنیو ملاتړ بنسټونو فدراسیون: د طالبانو استخباراتو غور کې یو خبریال نیولی
د دې فدراسیون غړي ضیا بومیا ازادي راډیو ته تېره شپه وویل چې طالبانو په غور کې ښاغلي هدفمند او یو بل سمیهییز خبریال نیولي وو چې هدفمند یې له ځان سره ساتلی او دا بل خبریالیې خوشې کړی دی.
بومیا زیاته کړه چې هڅهیې کړې ده چې له طالبانو پوښتنه وکړي چې ښاغلی هدفمند یې په څه تور نیولی دی، خو طالبانو تر اوسه دوی ته ځواب نهدی ورکړی.
