Добавить новость
123ru.net
World News in Pashto
Март
2022

د چین غونډه؛ ولسمشر پېنګ: افغانستان له ګډوډۍ نه نظم ته د انتقال حساس پړاو کې دی

0
د چین ولسمشر وایي، د یوه سوله‌ییز، باثباته، پرمختللي او سوکاله افغانستان چې د ټولو افغانانو هیله ده، ملاتړ کوي او د ټولو هېوادونو په ګته دی.


شي جین پېنګ وایي، افغانستان له ګډوډۍ څخه نظم ته د انتقال په یوه حساس پړاو کې دی.


شي جین پېنګ دغه څرګندونې داسې مهال کړي چې نن به هم چین د افغانستان په اړه د څو غونډو کوربه وي.


نوموړي دغه څرګندونې په یوه لیکلي بیان کې نن په چین کې د افغانستان په اړه د سیمه‌ییزې دوه ورځنۍ غونډې په ترڅ کې کړې دي.


په دغه غونډه کې چې د چین په جنوب ختیځ انهوی ولایت کې جوړه شوې، نن هم د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیران یا استازي  په افغانستان کې د روان وضعیت په اړه خبرې کوي. د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي هم په دې غونډه کې ګډون لري.


د چین ولسمشر زیاته کړه چې چین تل د افغانستان حاکمیت، خپلواکۍ او ځمکنۍ بشپړتیا ته درناوی لري او د سولې، ثبات او پرمختګ لپاره‌یې د ملاتړ ژمنه کړې ده.




د اسوشیټډ پرس اژانس د راپور له مخې شي جین پېنګ مشخص نه‌کړه چې هېواد یې له کومو لارو د افغانستان ملاتړ کوي، خو چین تر اوسه افغانستان ته بېړنۍ مرستې لېږلي او هم دا هېواد غواړي چې په افغانستان کې تر ځمکې لاندې طبیعي زېرمو کې پانګونه وکړي.  


د راپور سره سم چین چې د نورو هېوادونو په کورنیو چارو کې د نه‌مداخلې پالېسي تعقیبوي، د بشري اهدافو په ګډون له هغو مواردو سره تر هغو مخالفت نه‌کوي چې د ملګرو ملتونو له‌خوا د بندیزونو لپاره په نښه شوي نه‌وي، خو پر پیکېنګ تل انتقاد کېږي چې خپله کورنۍ او نړیوالې ګټې تعقیبوي.


په چین کې د افغانستان، چین، روسیې، پاکستان، ایران، تاجکستان، ترکمنستان او ازبکستان د بهرنیو چارو وزیرانو یا استازو د غونډې ترڅنګ دغه‌راز د افغانستان لپاره د امریکا، روسیې، پاکستان او چین ځانګړي استازي چې د ترویکا پلس په نوم یادېږي، هم غونډه کوي. 


که څه هم په افغانستان کې د طالبانو حکومت تر اوسه د نړۍ هېڅ یوه هېواد په رسمیت نه‌دی پېژندلی، خو چین مخکې له دې چې دا سخت‌دریځه ډله بیا پر افغانسان واکمنه شي، ورسره‌یې خپلې اړیکې پیاوړې کړې دي.


مخکې له دې چې طالبان د تېر کال په اګسټ میاشت کې واک ته ورسېږي، د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ یي د دې ډلې یو لوړ رتبه پلاوي چین ته دعوت کړی و. وانګ یي هغه مهال طالبان په افغانستان کې د سولې او رغونې د یوه مهم ځواک په توګه یاد کړل. 




چین دغه‌راز هڅه کړې چې له طالبانو دا ډاډ ترلاسه کړي چې د افغانستان له خاورې به د چین اویغور مسلمانانو ته چې په شینجین سیمه کې د خودمختارۍ لپاره مبارزه کوي، اجازه نه‌ورکوي چې د چین پر ضد فعالیتونه مخ ته یوسي. 


د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ یي دغه‌راز تېره اوونۍ له افغانستان څخه یوه ناڅاپي کتنه هم ترسره کړه او د طالبانو له مشرانو یې وکتل.


په داسې حال کې چې نړیوالې ټولنې په افغانستان کې د نجونو پر زده‌کړې د محدودیتونو او د نورو بشري سرغړونو په خاطر پر طالبانو سخت انتقادونه کړي، خو چین سره له دې چې په کابل کې یې سفارت پرانیستی، له دې ډډه کړې چې په ښکاره د دغو مواردو یادونه وکړي.





Загрузка...


Губернаторы России

Спорт в России и мире

Загрузка...

Все новости спорта сегодня


Новости тенниса

Загрузка...


123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.


Загрузка...

Загрузка...

Экология в России и мире




Путин в России и мире

Лукашенко в Беларуси и мире



123ru.netмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

123ru.net — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.






Здоровье в России и мире


Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России






Загрузка...

Загрузка...





Друзья 123ru.net


Информационные партнёры 123ru.net



Спонсоры 123ru.net