د اردن او افغانستان د فوتبال ټیمونو پرونۍ دوستانه لوبه کې شخړه کړې
د افغانستان د فوټبال فدراسیون ویاند فېروز مشعوف تېر ماښام ازادي راډیو ته وویل، دغه لوبه په ۸۰مه دقیقه کې لغوه شوه، خو نوموړي ونهویل چې دعوا په څه وه.
د ټولنیزو شبکو یو شمېر کاروونکو ویلي، وروسته له هغې چې د دواړو ټيمونو د لوبغاړو ترمنځ جنجال وشو، ریفري د لوبې د لغوه کېدو اعلان وکړ.
د جنجال په مهال لوبه یو د صفر په مقابل کې د اردن په ګټه روانه وه.
