Добавить новость
123ru.net
World News in Pashto
Март
2022

د امریکا غږ او بي‌بي‌سي سربېره پر دوېچه‌وېلې هم د طالبانو بندیز؛ خلک څه وايي؟

0
په افغانستان کې په رسنیو د محدودیتونو دوام، خو دا يې ښايي تر ټولو سخت وبلل شي.


له امریکا غږ او بي‌بي‌سي وروسته طالبانو د دوېچه‌وېلې یا المان غږ په ټلوېزیوني خپرونو هم افغانستان کې بندیز ولګاوه.


دا خبره د دوېچه‌وېلې پښتو څانګې نن دوشنبه پر خپله وېب‌پاڼه کړې ده.


 د افغانستان د ازادو خبریالانو ټولنې د طالبانو د حکومت دغه وروستی اقدام په افغانستان کې پر رسنیو او د بیان پر ازادۍ یو بل ګوزار بولي.


د افغانستان د بېلابېلو ولایتونو یو شمېر اوسېدونکي هم د طالبانو دغه پرېکړې خفه کړي دي. دوی وايي په افغانستان کې د طالبانو له لوري د نړیوالو رسنیو د بندیز پرېکړې سخت نهیلي کړي دي.


د دوی په وینا، وار له مخه په دې هېواد کې په کورنیو رسنیو محدودیتونه زیات شوي او همدا نړیوالې رسنۍ وې چې له سانسور پرته‌يې حقایق بیانول.




د کابل اوسېدونکي کریم ازادي راډيو ته وویل: "په وروستیو کې یوازې همدا نړیوالې رسنۍ وې چې حقایق‌يې خلکو ته رسول، خو له بده مرغه طالبانو دا لاره هم وتړله، زه د طالبانو د دې کړنې په خلاف یم، هیله لرم چې یوه ورځ دا ستونزې پای ته ورسېږي."


د یو شمېر نورو ولایتونو اوسېدونکي هم ورته نظر لري او له طالبانو غواړي چې د دغه رسنیو په وړاندې د بندیزونو پرېکړه بېرته واخلي.


د ارزګان او کونړ اوسېدونکو میرزا ولي او هارون داد وویل: "زه ډېر بد احساس لرم، د طالبانو دا پرېکړه چې د امریکا غږ او بي‌بي‌سي ټلوېزیونونو خپرونې يې بندي کړي د بیان پر ازادۍ ګوزار دی او دا پر ولس د فشار زیاتول دي."


"د طالبانو په دې کار موږ سخت خواشیني شوي يو، دغه رسنیو خو تعلیمي خپرونې هم درلودې او داسې خپرونې يې کولې چې خلک‌يې له حقایقو خبرول."




طالبانو په یو تازه اقدام کې له امریکا غږ او بي‌بي‌سي وروسته په افغانستان کې دوېچه‌وېلې، د المان غږ پر ټلوېزیوني خپرونو چې د افغانستان د بېلابېلو خصوصي ټلوېزیونونو له لارې يې خپرونې کولې بندیز ولګاوه.


دا خبره د دوېچه‌وېلې پښتو څانګې نن دوشنبه پر خپله وېب‌پاڼه کړې ده.


په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولي پر خپل ټویټر لیکلي دي چې دا د طالبانو له لوري د افغانانو په وړاندې یو بل ظالمانه عمل دی.


په کور دننه د رسنیو د ملاتړ بېلابېلو بنسټونو هم د طالبانو دغه پرېکړه غندلې ده.


د افغانستان د ژورنالېستانو او رسنیزو بنسټونو فدراسیون په یوه خپره کړې اعلامیه کې لیکلي دي چې په نږدې تېره یوه میاشت کې د خبریالانو پر وړاندې له ۲۰ ډېرې د تاوتریخوالي پېښې شوې دي.


په اعلامیه کې راغلي دي چې د رسنیو په وړاندې له یوې خوا اقتصادي ستونزې او له بلې له خوا ناقانونه چلند او پرې محدودیت لګول په افغانستان کې د هرې ورځې په تېرېدو سره د بیان د ازادۍ وضعیت ترینګلی کوي.


په ورته وخت کې د ازادو خبریالانو د ټولنې اجرائيوي رئیس حجت‌الله مجددي د طالبانو له حکومت غوښتنه کړې چې خپله پرېکړه دې بېرته واخلي.






که څه هم طالبان په رسمي ډول په دې اړه څه نه‌وايي او زموږ له بار بار اړیکو سره‌يې هم ویاندویان په دې اړه خبرو کولو ته حاضر نه‌شول، خو مخکې یې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت یوه چارواکي د بي‌بي‌سي او امریکا غږ د ټلوېزیوني خپرونو بندول تأیید کړي دي.


د تېر۲۰۲۱ کال د اګسټ له میاشتې راهیسې چې طالبان په افغانستان کې بیا واک ته رسېدلي، ډېر خبریالان له دې هېواده وتلي او ډېرې رسنۍ هم بندې شوي چې اقتصادي ستونزې او د طالبانو له لوري محدودیتونه يې اصلي لاملونه بلل شوي دي.


د افغانستان د خبریالانو او رسنیزو بنسټونو فدراسیون څو ورځې مخکې وویل چې په تېرو شپږو میاشتو کې په افغانستان کې کې د ۶۲۳ افغان رسنیو له ډلې ۳۱۸ بندې او له ۲،۵۰۰ ډېر خبریالان بې‌دندو شوي دي.





Загрузка...


Губернаторы России

Спорт в России и мире

Загрузка...

Все новости спорта сегодня


Новости тенниса

Загрузка...


123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.


Загрузка...

Загрузка...

Экология в России и мире




Путин в России и мире

Лукашенко в Беларуси и мире



123ru.netмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

123ru.net — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.






Здоровье в России и мире


Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России






Загрузка...

Загрузка...





Друзья 123ru.net


Информационные партнёры 123ru.net



Спонсоры 123ru.net