د کډوالو لوی کمېشنر تاجکستان کې له یو شمېر افغان کډوالو سره خبرې کړي
فیلیپو ګراندي چې تېره اوونۍ په کابل کې و، پر ټویټر لیکلي چې د تاجکستان له چارواکو سرهیې په دې اړه هم خبرې کړې چې په دې هېواد کې د دېره افغان کډوالو خوندیتوب او د ژوند اساسي اسانتیاوو ته د هغوی لاسرسی څنګه یقیني کېدای شي.
