د افغانستان او ایران پولو کې د ناوړه تفاهم د مخنیوي کمېټې پر جوړولو موافقه
د ایران مهر خبري اژانس ویلي چې په کابل کې ایراني ډیپلوماتانو د طالبانو د کورنیو چارو وزارت له سرپرست سره په خبرو کې موافقه وکړه چې د دوو هېوادونو د پولهساتو ترمنځ د سوء تفاهمونو د نهپېښېدو لپاره به ګډه کمېټه جوړه کړي.
